لراوبر ته همدا اوس شاوخوا ١٠ او ٤٥ دقيقې د ناټو له لوري يوه خبرپاڼه را واستول سوه چي پکښي د برمته سوي بهرني د جسد د پيدا کېدو خبره سوې . خبرپاڼه ليکي چي ياد جسد يې د افغانستان په سهېل کي د يو لړ پلټنو پر مهال موندلى .
خبرپاڼي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو ليکي چي د پېښي په اړه يې پلټني پېل کړي .
ناټو نن ورځ شاوخوا دوې بجې لراوبر ته د يوې بلي خبرپاڼي په حواله خبر ورکړى و چي په سهېل کي يې يو سرتېرى د دندي پر مهال لا درکه سوى .
او په دې اړه چي آيا هغه به ژوندى وي او که مړ خبر نه و ورکړل سوى .
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته ويلي چي دوى د بهرنيانو سره د دوشنبې په شپه د ګريشک ولسوالۍ د وليزو په سيمه کي جګړه کړي چي د په پايله کي يې يو بهرنى د ځان سره بېولى او هغه وخت يې وواژه چي کله يې بهرنيانو د خلاصون په موخه عمليات پيل کړل .
خو د ګرشک اوباباجي سيمو تر منځ د پوليسو يوه افسر د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي نوموړى تېره ورځ ماځيګر مهال د کمپ د مخه تښتول سوى دئ .
دا لومړى ځل نه دئ چي وسله وال بهرنيان برمته کوي . بلکي تر دې يونيم کال مخکي هم وسله والو طالبانو درې بهرنيان برمته کړي ول .
او همدا ډول يو بل بهرنى ډېنېل و چي د پنځو جګپوړو وسله والو طالبانو په بدله کي آزاد کړل سو .
په دې سره په افغانستان کي د وژل سوو بهرنيانو شمېر د جولاى په تېرو سوو څلورو ورځو کي ٥ ته ورسېد .