دافغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله خان محمدي په وینا د پاکستان پوځ د تیرو درې اونیو راهیسې د ډیورنډ کرښې ته په څیرمه پرتو کونړیو کلیو او کورونو باندې توغندي اوروي چې له تپه یې تر اوسه پوري نږدې سل ماشومان ،ښځې او سپین ږیري ژوبل او یا مړه شوي دي .
دا په دې مانا ده چې د تیرې میاشت په نیمایي کې کله چې ولسمشر حامد کرزي د اسلام اباد په پریزډنټ هاوس کې د خپل کوربه له شانداره مېلمستیا نه خوندونه اخیستل، کوربه یې د خوارو کونړیانو په وژلو او بې کوره کولو بوخت و. خو حامد کرزي د خپل “ښه سړيتوب” له مخې د کوربه د “ښه میلمه پالتوب” نه سترګې وشرمیدې او دا دی تر ننه پورې یې نه یوازې پاکستانیانو نه د دې بدماشۍ د پوښتنې جرئت نه دی کړی ،بلکې آن د کونړیانو سره یې د هغوي په ناورین خواخوږي هم نه ده ښودلې چې خدای مه کړه په دې کار ترې څوک خپه نه شي!
کونړیان د نړۍ د سر یواځیني انسانان دي چې هره ورځ یې کلي او کورونه د مرګ په چغه پورې کېږي خو حکومت یې نه یوازې د دوي پوښتنه نه کوي، بلکې ولسمشر یې چوپه خوله ناست دی او داسې ښکاروي چې کونړیان هرومرو دروغ وایي او هسې د چکر لپاره له خپلو کورونو راوتلي دي.
ځکه خو پرون کونړیو میندو د والي د دفتر مخې ته بنګړي او ټیکري ډېرۍ کړي ول او والي ته یې وویل چې ولسمشر ته ووایي چې چپنه او قره قولۍ وباسه، اوس نو په ټیکري او بنګړیو کې ښه ښکارېږې.
پرون د حامد کرزي وزیران ولسي جرګې ته غوښتل شوي ول چې د کونړیانو د ناورین حال تېر کړي. څلور واړه وزیران ډېر غوسه ول او په توندو ټکو غږېدل. خو دا غوسه او توند ټکي یې پاکستان ته متوجې نه ول بلکې دوي په قار ول چې ناټو ته یې په دې اړه سر ټکولی دی خو ناټو ورته غوږ نه دی ګرولی!
خبره دا ده چې که چېرې د ښاغلي کرزي په دې جنرالانو کې د هېوادپالنې او مسلکیتوب یوه چټاکۍ هومره نښه هم وه نو د ولس مخې ته به یې داسې له شرمه ډکه پلمه نه وړاندې کوله.
پوښتنه دا ده چې که چېرې ته زما د هېواد پوځي یې، او زما په وینو روزل شوی یې، او زما د ساتلو لوړه دې کړې ده، او زما د هېواد نښان دې په خولۍ ټک وهلی دی، او زما په پیسو غوړ ګرځې نو بیا بل چا نه زما د ساتلو سوال ولې کوې؟
پوښتنه دا ده چې تا د خوارو کونړیانو لپاره یو کارتوس هم ډز کړی دی چې اوس ستړی شوی یې او ناټو ته دې ځولۍ غوړولې ده؟
پوښتنه دا ده چې ستا ورمېږ نه ماتېده چې د افغانانو د زرګونو کلونو شمله دې د ناټو د جنرالانو پښو ته غورځوله؟ ایا د ناټو جنرالانو له تاسو پوښتنه ونه کوله چې جنرال صیبانو تاسو د خپلو وګړو د ساتلو لپاره تر اوسه پورې څه کړي دي؟
خو همغه د لیوني او د ونې او د سیوري کیسه ده!
بله د شرم خبره دا ده چې کله چې د کونړیانو په کورونو اورونه اورېدل او خواران د خپلو مړو او ټپیانو سمبالولو پورې نه رسېدل، هلته په کابل کې د افغانستان ولسمشر او جنرالانو یې سینه ډبوله چې د وطن دفاع ته تیار دي، او که چېرې باندني پوځونه له افغانستان نه واوځي نو دوي به هېواد نه د دفاع جوګه وي. خو جنرال صیب! اوس چې تر سلو زرو ډېر باندني پوځیان هم ستا مرستې ته پراته دي ته د کونړ د څو کلیو د دفاع جرئت نه لرې، هغه وخت چې امریکایان واوځي بیا خو به پنجابیان د کابل کوڅو کې چکر وهي!
باندني پوځیان به په دې ور وتلي وي، او تا به په هغه بل پښې سپکې کړې وي!
خو زما ژړا د کونړیانو بېکسۍ ته راځي. د دوي خوارانو منډه تر خپل حکومت پورې ده، او حکومت یې له اخلاقي پلوه دومره خوار شوی دی چې د دوي دفاع خو لا پرېږده دوي سره د خواخوږۍ نارینتوب هم نه لري.
یو خو امریکایان دي چې د خپلو خلکو د دفاع او ساتنې لپاره زرګونه کیلومتره لرې د نړۍ بل کونج کې خپل دښمن نه د غچ لپاره راځي، او بل خوا زمونږ مشران دي چې زرګونه کیلومتره لرې د نړۍ بل کونج ته خو وخت نا وخت خپل عیش او عشرت لپاره تللی شي خو په خپل وطن کې یې د څو کلیو په ساتلو ملا ماته ده!
زما ژړا خوارو کونړیانو ته راځي چې ځمکه پرې سخته شوې ده او اسمان ترې لرې دی. له لوی څښتن نه پرته یې نور هېڅوک نشته چې دوي ورته لاړ شي او د خپلو معصومو ماشومانو د سر د ساتنې مرسته ترې وغواړي. د کونړیانو خوله کې ېوازې دا یوه ټپه پاتې ده چې:
یو غیرتي جانان مې نشته
چې مې په سر رقیب ته ورکړي جوابونه