کور / تازه خبرونه / نړیوال مطبوعات : تراوسه ۵۱ تنه ژورنالیستان له منځه تللي دي

نړیوال مطبوعات : تراوسه ۵۱ تنه ژورنالیستان له منځه تللي دي

د اتریش په مرکز وین کي د نړیوالي مطبوعاتي موسسې IPI د یوه راپور له مخي د ۲۰۱۱ ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ۵۱ تنو ژورنالیستانو د وظیفې پر مهال خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ . ویل کیږي، چي د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو سره په پرتله سږ کال ۳ تنه کم سوي دي .

همداراز راپور زیاتوي، چي زیات شمېر ژورنالیستان په منځني ختیځ کي مړه سوي : مجموعا ۲۱ تنه، چي اته تنه یې یوازي په عراق کي وژل سوي دي . ددې سره ترڅنګ ۱۶ تنه نور په لاتیني امریکا کي، ۵ په میکسیکو او ۴ په پاکستان کي د ابد په خوب ویده سوي دي . دیادوني وړ ده، چي تېر کال پاکستان د ژورنالیستانو لپاره تر ټولو خطرناکه هیواد بلل سوئ و.

د ذکر سوي مطبوعاتي موسسې په وینا د رسنیو آزادي د اندېښنې وړ ده او پرمختګ پکښي نه دئ سوئ .