د کندهار په دامان ولسوالۍ کي يو شمېر نوي جوړ سوي تاسيسات د کندهار والي، د دامان د ولسوال، قومي مشرانو او پرمختيايې شورا د غړو لخوا د يو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال پرانستل سول.
په جوړه سوو تاسيساتو کي د غونډو تالار ، د ولسوال لپاره استوګنځى او د پوليسو دپاره د ډوډۍ خوړولو کاغوشونه دي د کاناډا هېواد لخوا د ١١ مليونو افغانيو په لګښت د شپږو مياشتو په اوږدو کي جوړ سوي دي .
د تيرو ٢ اوونيو په اوږدو کي د کندهار د ولايتي شورا او پنجوايي ولسواليو لپاره نوي ودانۍ او د ډنډ په ولسوالۍ کي ١٨ کيلو ميتره پوخ سړک چي د کاناډا هيواد لخوا يې پيسې ورکول سوي وې جوړ او پرانستنه يې سوې ده.