دافغانانودزده كړي اوپرمختياله ادارې سره دعينوبنيادمشراوملي سوداگرمحمودكرزي د سل زره امريكايې ډالرو اوددغه ښوونېزمركزدتاسيساتولپاره په عېنومېنه نوي ښارگوټي كې په وړياډول د۵ پنځه جريبه ځمكې مرسته وكړل .
نوموړى وايې چې له دغه گام څخه يې موخه په كندهاركې دتعليم اوتربيې وده اوپراختياده .
دافغانانودزده كړي اوپرمختيا دادارې مشراحسان الله احسان لراوبرته وويل چې دوى دامهال دافغان – كاناډاښوونېزمركزپه چوكاټ كې ۱۵۰۰ تنه نارينه اوښځينه زده كونكې ترزده كړولاندي نيولي اوپه راروانوڅواونيوكې به دافغان – امريكايې مسلكي اكاډمي هم دزده كونكوپرمخ پرانيزي .
ده وويل چې عمده ستونزه يې دخپلوتاسيساتونشتون دى .
دعينوبنيادمشراوملي سوداگرمحمودكرزي وايې چې يوازي دپياوړي زده كړي له لاري كېدلاى شي چې په سيمه كې موجوده ستونزي دپاى ټكى پيداكړي .
ده وويل چې له روانوامنيتي ننگونوسره سره له تعليم سره ددې ولايت دكورنيولېوالتيازيات هڅولى .
دافغانانودزده كړي اوپرمختياد ادارې مشراحسان الله احسان وويل چې دافغان _ كاناډاښونېزمركزدكاناډاهيوادپه مالي مرسته تمويلېږي چې ۲۶۰ تنه زده كونكې دكاناډادسيټ پولتخنيك،كارلټن مكتب اودامريكادښځودنړيوال سازمان له استادانوڅخه دانټرنيټ له لاري دديپلومې تركچې زده كړي كوي .
ده وويل په افغان – كاناډا ښوونېزمركزكې دكمپيوټرساينس، انگليسي ژبي، حسابدارى ، مديريت ،بازارموندنې،تجارتي اړيكو اوځيني نوري څانگي لري چې د ۵۰ پنځوس تنه نارينه اوښځينه استادانوله لوري تدريسېږي .
له دغه ښونېزمركزڅخه د۴ كلونوپه ترځ كې ۱۶۰۰ زده كونكي له مسلكي زده كړوفارغ شوي چې ۶۰۰ تنه يې په ښوامتيازاتوپه كورنيواوبين المللي اداروكې په دندوبوخت دي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه