کور / تازه خبرونه / هندوستان : اووه میلیارډه ارزښت لرونکې خزانه وموندل سوه

هندوستان : اووه میلیارډه ارزښت لرونکې خزانه وموندل سوه

د هندوستان په جنوب کي په یوه هندي معبد کي خزانه موندل سوې، چي په میلیارډو ارزښت لري .

ویل کیږي، چي په دې خزانه کي داتلسمي پېړی ۵۳۶ کیلو د سرو زرو سیکې، د سروزو تاجونه، الماس، زمروت او یاقوت موجود دي . دا ټول مواد د معبد په دوو زیر خانو کښي ساتل سوي وه .

دا چي د خزانې ارزښت ډېر زیات دئ، نو یوه قاضي ددې موادو د ماهر لخوا د څېړني فرمان صادر کړئ دئ . همداډول یو شمېر کسان په دې عقیده دي، چي ټول موجود ارزښتمن توکي شاوخوا اووه میلیارډه یورو ارزښت لري .