لراوبر ته د ناټو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د ماين چاودني يو بهرنى وواژه .
خبرپاڼي د خپلي پاليسۍ اړوند د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى .
په تېره جون مياشت کي د ټولو وژل سوو سرتېرو شمېر ٦٥ تنه و چي ٤٦ تنه يې امريکايان ول .
دا د جون د مياشتي په دويمه ورځ دويم بهرنى دئ چي په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکوي .