کور / تازه خبرونه / افریقايي هیوادونه د ولسمشر قذافي د نیولو پلان نه لري

افریقايي هیوادونه د ولسمشر قذافي د نیولو پلان نه لري

د افریقايي اتحادیې د لوړ رتبه چارواکو په وینا افریقايي هیوادونه نه غواړي چي د لیبیا ولسمشر قذافي ونیسي.
دا په داسي حال کي چي په هاګ کي د جنایتونو نړیوالي محکمې د قذافي د نیول کېدو فرمان صادر کړئ دئ، خو د افریقايي اتحادیې په وینا د نړیوالي محکمې ددې فرمان په ترسره کولو سره به په لیبیا کي د رواني جګړې د حل لاره نوره هم بد تره سي .

د افریقايي اتحادیې په لوړ رتبه چارواکو کي د قذافي ملاتړ کوونکي او مخالفه ډله موجود وه . د نوموړي اتحادیې د مشر او د جنوبي افریقا د جمهور رئیس په وینا به په لنډه موده کي په دې اړه پاته خبري – اتري وسي .

د یادوني وړ ده، چي په لیبیا کي د تیرو څو میاشتو په جریان کي د جګړې له امله په زرګونو تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ .