په چين کي د نړۍ د تر ټولو اوږده پُل کار پای ته رسېدلئ، چي ۴۲،۲ کیلومتره اوږدوالی او ۳۵ متره پلنوالی لري . د اوږدوالي د اندازې له مخي ویل کیږي، چي پُل د ماراتون د ځغاستي لوبي لپاره ښه پوره وړتیا لري .
ددې پُل په جوړولو کي شاوخوا لس زره تنو کار کړئ او مصارف یې تقریبا ۱،۱ میلیارډه یورو کیږي . ذکر سوئ پُل د قینګاډو بندر د هوانګاډو د هغې سره نښلوي او علاوه پر دې د ښه ساختمان له برکته د ریختر په مقیاس ۸ درجې زلزلې ته مقاومت هم ښودلائ سي .
د چین حکومتي چارواکي اټکل کوي، چي پر دې پُل به په راتلونکي کي د ورځي ۳۰ زره موټره ځي او راځي . همداډول د یادوني وړ ده چي په لومړی ورځ پر دې پُل اوښتل وړیا دي، خو وروسته به یو ځل پر پُل اوښتل ۶ یورو مصرف ولري .
د نړیوال ریکارډ د کتاب له مخي د ذکر سوي چینايي پُل څخه ترمخه پر سمندر د نړۍ تر ټولو اوږد پُل په امریکا کي وو، چي ((Lake Pontchartrain Causeway)) نوميږي . چینايي پُل د امریکا د هغې سره په پرتله څلور کیلومتره اوږد دئ .
د امریکا د تر ټولو اوږد پله منېجر “کارلټون ډوفرېچو” د چین د پُل په اړه داسي واي : ” دا خو صحیح ده، چي ډېر ښایسته پُل یې جوړ کړئ دئ او رښتیا هم ۴۲ کیلومتره اوږد دئ، خو ددې پُل یوازي ۲۵،۶ کیلومتره اندازه پر سمندر ده، په داسي حال کي چي د امریکا هغې شاوخوا ۳۸ کیلومتره د اوبو پر سر دئ .”