په برتانیه کي د یوې تازه څېړني له مخي زیات شمېر کسانو هغه مهال سګریټ څکول پرېښودل، کله چي یې د سګریټ څکولو په اړه د موبایل پیغامونه (میسېجونه) ترلاسه کړل .
په دې څېړنه کي ۲۹۱۵ تنو ته د شپږو میاشتو په جریان کي میسېجونه لېږل سوي دي . د څېړنیز راپور له مخي ددې مودې په لومړیو ۵ اونیو کي د ورځي ۵ میسېجه خلګو ته لېږل سوي دي او د وروستیو ۲۶ اونیو په جریان کي هره اونۍ ۳ میسېجه لېږل سوي دي .
ویل کیږي، چي د ۲۹۰۰ تنو سګرېټ څکونکو د ډلي څخه ۱۰٪ کسانو د ګټورو میسېجونو د برکته شپږ میاشتي وروسته سګرېټ څکول پرېښودل . همداډول ۴،۹٪ کسانو بېله میسېجونو سګرېټ څکول پرېښودل .
د اکسفورډ پوهنتون دوکتور “ډېرریک بیننت” او دوکتور “یوناتن ایمبړسن” زیاتوي چي عیني میسېجونه دي د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي زیات شمېر کسانو ته ولېږل سي .
د یادوني وړ ده، چي د نړیوال روغتیايي سازمان په وینا هر کال شاوخوا ۶ میلیونه تنه په غریبو هیوادونو کي د سګرېټ څکولو له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي .