کور / تازه خبرونه / اقتصاد : د انلاین مارکېټ ورځ تر بلي ډېره سودا کیږي

اقتصاد : د انلاین مارکېټ ورځ تر بلي ډېره سودا کیږي

په اروپا کي برتانیه، ډنمارک، هالنډ، جرمني او سویډن هغه ټاپ پنځه هیوادونه دي، چيري چي زیات شمېر وګړي د انټرنیټ د لاري د ضرور وړ شیان پلوري .
ویل کیږي، چي د انټرنیټ د لاري د کاليو په پلورلو کي ډېرښت راغلئ او همداراز د وروستیو وختونو سره په پرتله اوس مهال زیات شمېر وګړو د سفر ټکټ هم د انټرنیټ د لاري کړئ دئ .

د BNR نومي هالنډی راډیو د یوه راپور له مخي په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کي د هالنډ ۹،۳ میلیونه وګړو د انټرنيټ د لاري ځیني وظیفې اجرا کړي او د ضرورت وړ مواد یې پلورلي دي . دا په داسي حال کي چي د هالنډ نفوس ۱۶،۶ میلیونه دئ .

د انټرنیټ مارکېټ ډېره هوسايي رامنځته کوي; څوک په ډېر اساني سره یو څه پلورلائ سي، بېله دي چي د کور څخه ووځي او وخت یې ضایع سي، خو د بله اړه بیا یو شمېر منفي ټکي هم لري، د بېلګي په توګه د لېږلو پیسې; کله کله داسي پيښیږي، چي بیه کمه وي، خو وروسته د لېږلو پیسې پر جمع سي . په وړوکو موادو کي کېدائ سي د لېږلو پیسې دیو شي د بیي د هغې سره په پرتله زیاتي او یا یو شاني وي . همداډول بل منفي ټکی دا دئ، چي که چیري د پلورنکي یو شی خوښ نه سي، نو یې باید بیرته ولیږي، چي دا بیا نور مصرف غواړي .

سرچینه : BNR Nieuwsradio