کور / تازه خبرونه / اقتصاد : د جاپان په صنعتي تولیداتو کي ډېرښت راغلئ دئ

اقتصاد : د جاپان په صنعتي تولیداتو کي ډېرښت راغلئ دئ

د تازه تیري سوي زلزلې له امله د رامنځته سویو ستونزو سره بیا هم د جاپان اقتصاد مخ پر ښه کېدو دئ .

که څه هم د روان کال د اپریل او جون په میاشتو کي زیات پرمختګ نه دئ سوئ، خو ویل کیږي چي د مۍ د میاشتي د صنعتي تولیداتو په فیصدي کي ډېرښت راغلئ دئ. د مۍ د پرمختګ له مخي زیات شمېر تحلیل کوونکي په دې عقیده دي، چي جاپان به تر اټکل سوي مودې مخکي یو شمېر ستونزي حل کړي .

د جاپان د اقتصادي چارو وزارت لخوا په یوه راپور کي راغلي چي د روان کال د مۍ په میاشت کي صنعتي تولیدات ۵،۷ سلنه زیات سوي دي . د تولیداتو ډېرښت نه یوازي د اپریل د هغې سره په پرتله ۳،۵ ځلي ژر رامنځته سوئ، بلکي دغه سلنه د ۱۹۵۳ زېږدیز کال راهیسي تر ټولو زیاته هم بلل کیږي . ویل کیږي، چي په مۍ کي د موټرونو او په ترانسپورټ پوري د اړوند موادو تولیدات ډېر زیات وه .

د یادوني وړ ده چي زیات شمېر فابریکي د تیري سوي زلزلې له امله د یو شمېر ستونزو سره مخ دي او د اټومي بټۍ د خرابېدو له امله د برېښنا کمښت هم لیدل کیږي . ددغه ستونزو سره سره بیا هم د اقتصاد پرمختګ زیات شمېر پوهان حیران کړي، خو په اړه یې خوښ دي .

سرچینه : het financiele dagblad – Donderdag 30 juni 2011