د افغان په مقدسه خاوره د پنجابی تجاوزګرانو یرغل ته باید د پښتونولی په درنه چیغه باندی دروند او له عبرت نه ډک ځواب ورکړ شوی وای.داځکه چه کله چه د چا په کور د ننګ او ناموس ناولی دښمن تیری وکړی نو بیا ددی ناولی او نامرد دښمن سره د درنی مقابلی پخاطر پښتانه چیغه را باسی او د چیغی په درنو ډولونو او اتڼونو سره د دښمن مقابلی ته ځانونه رسوی او له هیڅ ډول قربانی څخه دریغ نه کوی.
دتاریخ په اوږدو کی همیشه چه کله د افغان پر مقدسه خاوره تیری شویدی نو چه کله به پاچا او یا هم د خیرخانی د ریس جمهور بحران الدین ربانی پشان رهبران به چه وتیشتیدل نو به عام ولس د خپلی توری په زور د خپل وطن د ننګ او ناموس ساتنه کوله او دښمن به د ګیدړی پشان له خپلی مقدسی خاوری ویوست.
دریو لسیزو جګړو وطن داسی بی رهبره او بی سرپوښه کړ چه اوس د سپو له خواری ګیدړی پر بامو ګرزی او د وطن د حاکمیت په اکثره مهمو چوکیو کی داسی کسان ناست دی چه کورونه یی په پاکستان کی دی او وظیفه یی په کابل کی!
نو چه څوک هم د پاکستان د آی ایس آی جاسوس وی او هم مهم قومندان اویا هم وزیر وی نو به هغه اول له پنجاب څخه دستور اخلی او بیا به له هغه ریس جمهور څخه چه نه یی په دولت کی قانون شته او نه هم نظم او ډسیپلین؟
د ملی شورای ډرامه هم هرچاته معلومه شوه چه په حقیقت کی ملی شورا نه بلکه ډالری شورا شوه او ملت ته د خدمت په عوض دځان په ویر اخته دی .د زیات توان او طاقت خاوندان دی خو متاسفانه په داسی حال کی قرارلری چه خپل ځان نشی تم کولای،نو د وطن مور ته به څنګه خدمت وکړی.
وزیر دفاع هم غښتلی شانته ښکاری خو داسی ویل کیږی چه د پنجاب تر قوماندی لاندییی غوشته چه د سروبی بند له منځه یوسی خو باوجدانو جهادیانو چه د وطن د ازادی لپاره یی جګړه کوله مخه نیولی وه.
د داخله وزیر هم بد ندی د تاریخی جناتیکارانو په راس کی په جهانی سویه شهرت لری او ایا داسی کسان به څه همت ولری چه د ناموس له دښمن سره مقابله وکړی.دوی یوازی د وطن د ورانی تعلیم او تربیه لری نه د وطن جوړونی .
داچه د افغانستان منتخب ریس جمهور څنګه پټه خوله دی دا ډیر مهم سوال دی چه ایا پخپلو ملی اردو او ملی پلیسو باور نلری او که کوم خاص او پټ راز دی چه نه پخپله ځان شوروی او نه هم نور ځان شورولو ته پریږدی؟!
ډیره دلچسپه خبره د ناټو د ډارنو ده چه هغوی دعوا کوله چه دوی د افغانستان د آزادی او نجات لپاره راغلی دی ، خو په عمل کی ثابته شوه چه دوی خپل خاص اهداف لرل او لری یی داځکه چه:
دوی به ویل چه موږ د القاعده او طالب د له منځه وړلو لپاره راغلی یو او د جهان لپاره نظم او امنیت راولو ، مګر اوس د تیښتی د لیاری د پیدا کولو په چرت کی دی.
که د ناټو ډارن رشتیا پخپله وعده ولاړ وی نو نن خو د نړی حیوانات هم پدی خبر دی چه د القاعده او طالب جان او نړی د ټولو تروریستانو د پټیدو ،تعلیم او وسلوال کولو جهانی مرکز پاکستان دی اوهمدا طالب او القاعده د پاکستان له سرحده چه تر کابل پوری رارسیږی نو داټول د نجات قوتونه څنګه پدی نه پوهیږی چه تروریستان له اسلام آباد نه حرکت کوی او سالم او سلامت تر کابل جانه رارسیږی،پداسی حال کی چه د دوی زیاتی الوتکی کشفی دی او د نیم متر په انداز هم د جنس تشخیص کولای شی چه دا به څشی وی، نو بسته اکمالاتی کاروانونه چه سالم تر هری نقطی پوری رسیږی او ناټو نه پوهیږی دانو بیا جلا سوال دی؟
لیکن د پاکستان د مستقیم تعرض څخه خو ټوله نړی خبره ده او کشفی طیارو ته هم حاجت نسته نو بیا دوی څنګه د پنجاب د تعرض سره مقابله نه کوی؟ ځکه چه د افغانستان اوسنی اداره یوه ګوډاګی اداره ده او د ملی حاکمیت خاونده نده نو ناټو ددی مکلفیت لری د هغه هیواد د حاکمیت ساتنه وکړی چه دوی اشغال کړیدی.
دی سوال ته باید یو څوک مناسب ځواب ورکړی چه د جګړی ډرامه له هری خوا ګرمه شوه ،ددی په عوض چه سړه شی. مثلآ د اسامه جان بن اسلام اباد له وژلو وروسته هم طالب جان ګرم شو هم پنجاب جان ګرم شو او په مقابل کی هم ناټو اوهم د ناټو ګوډاګی دولت ددی په عوض چه زړور شی د موږک پښان پ غار ننوزی.پداسی حال کی چه دوی باید د سیاست په دګر کی میله داسی ګرمه کړیوای چه باید د ملل متحد د امنیت شورا ته یی باید د پاکستان د عملی سزا د ورکولو خواست کړی وای!
دناټو د ډموکراسی ټیکه داران باید دی سوال ته ځواب ووایی چه ستاسو د راتګ نه هدف څه وه او له وتلو نه مو پداسی حال کی هدف څه ده چه د پاکستان مستقیمه جګړه د هری ورځی په تیریدو لا ګرمیږی؟
ایا ستاسو د راتګ او له نجات څخه هدف یوازی افغان وژنه وه اوده؟ اوکه د افغان ملت د نجات غم در سره وی نو بیا د پاکستان د توپو ځواب په کروز او بی ۵۲ باندی ولی نه ورکوی؟
که د افغانستان له اشغاله هدف د هغه ازادی وه نو ددی سوال ځواب به څه وی چه نن پاکستان د القاعده او طالب او ټولی نړی د تروریستانو عملی مرکز دی نو بیا دا مرکز ولی نه ورانوی ،پداسی حال کی چه د اسلامی اټومی سلاح په لرلو سره د ټولی نړی لپاره تر دی ستر خطر نه وه او نه شته؟!
پداسی حال کی چه ناټو او د افغان اوسنی ګوډاګی اداره د پاکستان له ناولی او د وینو ډک تاریخ نه شه خبر دی چه:
پاکستان د خپل پیدایشت له وخته تر اوسه پوری په منطقه کی د سرطان د ناولی دانی حیثیت لری چه له پیدا کیدو تر ورکیدو پوری به یوازی پنجا بیان وی او جګړه.د مثال په توګه پاکستان د کشمیر پر معضله دری واره له هند سره جګړه وکړه چه په نتیجه کی شرقی پاکستان په بنګله دیش بدل شو ، او د بنګله د یش له ازادی څخه وروسته د لیونی سپی په شان پدی تلاش کی دی چه هغه په پښتونستان باندی جبران کړی نو له محمد داود خان ځخه تر حمید خان پوری له افغانستان سره په نرمه ګرمه او ډیره مستانه جګړه بوخت دی او لدی ټولو بدبختیو سره سره پاکستان دینی ورور او شه همسایه هیواد بلل کیږی؟
لازومه خو داوه چه حقیقی افغان رهبرانو باید د ملل متحد د امنیت شورا ته مراجعه کړیوای او که له هغی خوا کوم معقول ځواب لکه د یوګوسلاویا چه کوم عمل وشو نه وای تر لاسه کړی نو بیا دا لازمه وه چه:
که په روغه مو مرام تر سره نشو بیا نو ټنګ شه د افغان د توری شرنګ ته
او ډیره د تعجب خبره خو لا داده چه له اولی جهادی دولت څخه نیولی تر اولی طالبی دولت او بیا د اسلامی انقلاب له دوهمی او تکاملی مرحلی نه نیولی تر ننه پوری پاکستان له هیڅ ډول تخریبی او ورانونکی عمل څخه دریغ ندی کړی. د افغان وطن د نابودی لپاره تروریستی ډلی ټپلی تربیه ،اکمال او داخل ته یی په منظم ډول را انتقالوی چه شه مثال یی د هری ورځی چاودنی او ویرانی ده، خو بیا هم شه همسایه ، د ینی ورور او نژدی ملګری هیواد چه د تروریزم پر ضد مبارزه کی زیات کمکونه کړی ، تل ستایل کیږی اود دوست هیواد په صفت بلل کیږی؟
شه ده چه دشمن نده که نه نو اوس به بل طالبی رژیم پخپله دوهمه او تکاملی مرحله کی وای؟!
پاکستان د لومړی ځل لپاره له محمد داود خان سره مقابله وکړه او د نوی جمهوریت په راتلو سره یی هغه ته هغه ډلی چه د جمهوریت سره یی دشمنی لرله او د قدرت د نیولو لپاره یی د ماکیاولستی طریقو څخه هم دریغ نه کاوه، را پورته کړی او په وطن کی یی ورانونکی عملیات په پنجشیر او بعضی نورو ځایونو کی وکړل خو له نیکه مرغه دپنجابی جاسوسانو عملیات کوم زیات تاوان ونه رساوه ، لیکن پاکستان د افغان ولس د کاملی تباهی لپاره لیاره پیداکړه او هغه ناولی لیاری ته یی د جهاد مقدس نام ورکړ چه د ډیرو ناولو انسانانو له خولی د ناولو ارمانونو لپاره دا مقدسه کلمه استعال شوه او لا استعمالیږی.
په دوهم وار کله چه په هیواد کی د ثور د اومی نیټی قیام را منځته شونو د پاکستان او دهغه د جاسوسانو لپاره د وطن د بی دریغه خرابی لپاره شه پوره بهانه برابره شوه او جهاد هم له پخوا څخه ګرم شکل غوره کړ او تر دی مقدس نام لاندی جهادیانو د خپلی مور د نابودی لپاره له هیڅ ډول خرابی څخه دریغ ونه کړ، او ددی نوی رژیم له راتګ څخه لا څو ورځی تیری نوی چه جهادیانو د پاکستانی ملیشو په مستقیمه همکاری د ځدرانو په منطقه کی یوه ولسوالی چور کړه او د چور او غنیمت عملیات دجهاد په مقدس نام سره شروع شول.
دریم وار کله چه د افغانستان په حاکم ګوند کی د قدرت ته د رسیدلو مسابقه په ډیره چټکی سره روانه وه ، نو هغه چا چه د لیونی په شان د قدرت مستی اخستی وه او په هیڅ وجه یی، نه داخلی شرایط په نظر کی ونیول او نه هم خارجی وضعه په نظر کی و نیوله چه د شرق او غرب تر منځ د ګټو مسابقه وه ، بلکه یوازنی ناولی ارمان یعنی قدرت ته رسیدلو ته یی ترجیح ورکړه نو هغه هم دشاشجاع پشان د بیګانوو په ټانکونو هیواد ته را ستون شوه نو د پنجابیانو او د جهادی جاه طلبانو غوا لنګه شوه او د وطن دخرابی ګرمه میله تر پخوا لا ګرمه شوه.
څلورم وار هم کله چه بیا د افغانستان د حاکم ګوند په رهبری اورګان کی د قدرت د تر لاسه کولولپاره مسابقه هغه هم د پخوانی بیګانه پرستو، شوق د لیونتوب ترسرحده د پخوا پشان ورسید ، او د سولی د پروګرام پر ضد پلانونه له پخوانی جهادی ډلو ټپلو سره د «مقد س» ایتلاف په وجود کی د ایران، روسی،او نوروهیوادو په همکاری طرحه شول چه د وطنی روغی جوړی پلان وران ویجاړ کړی ، ددی ناولی هدف لپاره د دواړو خواوؤیعنی د تورو پرچمدارانو او د سرو جهادی تنظیمونو تر منځ د مزار شریف د پلان مطابق کارشروع شوه چه په ظاهره د وطنی روغی جوړی په نام او په ماهیت کی د پښتنو د فاشیزم د نابودی اود اقلیتونو د حقوقو د تر لاسه کولو په ارمان عملیات له حیرتان څخه شروع شول چه له حیرتان څخه تر کابل پوری د ملی اردو د قطعاتو او جزتامونو په تسلیمی سره دسولی د ملی روغی جوړی پلان وران ویجاړ شواو دی ورانی ته یی د اسلامی انقلاب ډولونه ووهل او ګویا اسلامی انقلاب بری ته ورسید؟
که چیری جهادی رهبران واقعاء جهاد، وطن او د ناموس د تر لاسه کولونیت او اراده لری نو همدا موکه باید له لاسه ور نکړی ځکه له یوی خوا ټولی نړی ته د پاکستان تیری د لمر په شان روښانه ده او له بلی خواد ناټو او دهغه د یارانو تلفات اوج رسیدلی.
اما که جهادی رهبران پخپل سر، مال او چوکی ونه ډار شی او په میړانه سره د خپل ناموس د تر لاسه کولو لپاره ملا وتړی او د جهاد فتوی ورکړی نو نور الله نور به وی، او که داغږ هم ورسره پورته کړی چه :
که په ډیورند کی شهید نه شوی– مجاهد وروره بی ننګی ته دی ساتینه.
دا به نور هم اولسو نه د وطن د ازادی جګړی ته د واده پشان را مست کړی.
لیکن که افغان رهبران د چوکی او یا وطن فروشی په لو مو کی بند شی او ددی موکی څخه د خپل وطن د ازادی لپاره ګټه پورته نکړی نو به له یوی خوا دتاریخ بد نامی تر لاسه کړی او له بلی خوابه دا سوالونه هم خلګو ته بیدا شی چه دوی ولی په خوله جهادیان ول اوپه عمل کی تجاران وختل؟ خبری یو څه او په عمل کی بل څه ، قدرت او هستی یعنی جهاد؟
وایی باز خانه نه بی بازه کیږی، په وطن کی لا تر اوسه داسی ځوانان شته چه له دشمن سره د مقابلی اراده لری، کیداشی چه بیا د وزیر اکبر خان په شان ځوانان خپله توره له تیکی راوباسی، دا ممکنه ده چه بیا د غازی ایوب خان اومیر مسجدی خان پ په شان میړنی پیداشی اود ډیورنډ په په غرونوکی پر ناولی او ظالم دشمن رڼا ورځ توره شپه کی او تر پخوایی لا توده کی او د وطن مور د تل لپاره له هر ډول تیری څخه خلاصه کړی.
ټول جهان ددی شاهد دی چه د تروریزم د پټیدو، تربیی، اکمالاتو او رهنمایی مرکز پاکستان دی او تروریستان افغان دی ولی؟
که افغان رهبران د اوسنی موکی څخه لازمه ګټه پورته نکړی دا به بیا هغه د بنګله دیش د ازادی د موکی پشان یو بل چانس له لاسه ورکول وی اوبس! ځکه د بنګله دیش د ازادی په وخت کی هم د مذهب تر تاثیر لاندی او د شه همسایه تر عنوان لاندی چه ګویا پنجابی به ټول عمر زموږ تر احسان لاندی وی له هغه څه نه چه لازم وه صرفنظر وشو او نتیجه د غیرتی ملت مکمله بربادی شوه او ددی بربادی پای هم تر اوسه لا مجهول دی چه لا به نوره څومره دا ملت بربادیږی دا لا نا معلومه ده.
د تاریخ جوړول هم د هر چا دنده نده هغه څوک تاریخ جوړوی چه هغه په ژوند کی د ننګ او ناموس له دښمنانو سره په میړانه مقابله وکړی.
او پدی مقابله کی د مست یاغی په شان له دشمن سره پنجه نرمه کړی او ددی مقابلی په نتیجه کی به یا د سر په قربانولو سره د تاریخ قهرمان شی او که میدان د دښمن په وینو ولاړه او دښمن یی مات کړ نو هم به غازی اوبه هم قهرمان وی. او زموږ دویاړونو وطن اوس بیا د تاریخ قهرمان ته ضرورت لری او چه دا میدان به څوک وګټی دا دتاریخ ضرورت په طبعی شکل انسانان راپورته کوی او د وطن د ننګ او ناموس د ساتلو لپاره یی میدان ته راباسی .
خو هغه چه په نام رهبر وی خو په عمل کی یی په مړو ایرو پل نه معلومیږی دانو د اشغال خاصیت دی چه مستقل انسانان باید له منځه یوسی او ګوډاګیان باید رهبران کړی چه پ خوله د درواغو ناری وهی او پشی یی له ډاره لړزیږی.
۳۰ ۰۶ ۲۰۱۱
پای