دكندهاردحج اواوقافوريس نن په يوه غلچكي بريدكې ووژل سو.
حاجي عبدالله حليم دكندهارښارپه ۶ ناحيه چوڼۍ سيمه كې خپل كورته دتگ په حال كې ووچې ناپيژاندو وسله والوورباندي بريدكړى .
پېښه دقيقآ څه كم ۲ بجې رامنځ ته سوې .
دكندهاردامنيت آمرسمونوال شېرشاه يوسفزى دپېښي دپخلي ترڅنگ لراوبرته وويل چې په سيمه كې دتروريزم ضدپوليس په پلټنوباندي بوخت دي اوجزيات به يې وروسته څرگندسي .
داپه كندهاركې ددولتي مامورينودوژلو وروستۍ پېښه ده ،تردې وړاندي دحج اواوقافودمخكني ريس محمدحسن تيموري اوداطلاعاتواوكلتوردريس عبدالمجيدبابي په گډون گڼ دولتي مامورين په ورته بريدونوكې وژل سوي .