کور / تازه خبرونه / ناټو په سهېل کي د خپل يوه بل عسکر د وژلو خبر ورکړ

ناټو په سهېل کي د خپل يوه بل عسکر د وژلو خبر ورکړ

لراوبر ته د ناټو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل کي د وسله والو په ډزو کي يوه بهرنى عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ .
خبرپاڼي د خپلي پاليسۍ له مخي د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى .