کور / راپور / وچکالۍ دڅارویوژوند ته ګواښ پیښ کړﺉ

وچکالۍ دڅارویوژوند ته ګواښ پیښ کړﺉ

 


څنګه چې د شمال ختیځ زون داوسیدونکیوزیاته برخه په کرنه اومالدارې بوخت دی، داقلیمې مناسب وضعیت په صورت کې هرکال ښه حاصلات لاسته راوړی پدی برسیره چې ددغو ولایتونود ځمکو یوه لویه برخه یې په آبې ډول کرل کیږې زیاتې ځمکې یې پدی تمه چې باران به ورباندی ووریږې هرکال یی په للمې ځمکوکې کروندګربیا غنم کرې اوهمداشان د زرګونه جریبه څړځایونو شته والې هم اوسیدونکې  دی ته هڅوی ترڅو د څارویو په روزلو اوپاللولاس پورې کړی لکه چې په تیرژمې کې واوره ونه اوریده اود پسرلې له پيل څخه تردی دمه بیا باران ندی اوریدلې نو ددغه ولایتونو اوسیدونکواندیښنې یې زیاتې کړی او ددی ویره لری چې دڅوکاله وړاندی په څیر به بیا دوچکالۍ له امله زیانونه ووینی پدغو ولایتونو کې کندز بیا ددی زون دنورو ولایتونو په پرتله دکرنې اومالدارې په برخه کې ځینې ځانګړینې لری چې هغه دپراخو ورشوګانو شتون دی ددی ولایت دکوچینانو مشرعبدالدیان وایی چې هرکال به څړ ځایونه د باران د اورښت له امله د غبرګولې میاشتې ترپایه پورې شنه وه چې څارویو به خپل ګذران په کې  کاوه خوسږکال دده په وینا چې مالونه یی د خوراک له کموالې اود اوبو له نشتوالې سره مخ دی.



نوموړی واېې ډیرې مالدارانو خپل څاروې  نورو ولایتونو ته ولیږدول اویوکم شمیر چې پاتې دی په ابدان دښته یاپه ایلمه دښته کې  اوسیږې اوواښه او اوبه ورته په پیسو رانیسې، د بیلګې په توګه که یوسړې سل میږې ولرﺉ نوپنځوس میږې خرڅوی اوپنځوس به ورته پاتې شی هغه یی هم که وساتلې نوپنځوس سلنې به زیان وینې ! دکوچیانومشر زیاتوی “دولت اوځینو موسسو په تیرو کلونو کې ورته په یادو څړځایونوکې د ژورو څاګانو دکیندولو ژمنه ورکړی وه  خو دده په خیره تراوسه په هغوژمنو عمل ندی شوی دغه مالدارخبردارۍ ورکوی که چیرې دولت پدی برخه کې ورسره مرسته ونکړﺉ نو دمالدارانو زیاته برخه څاروې به تلف شي یانې داسې ویلای شو که چیرې مرسته ونه شی په  میلیون  میږې اوپسونه به پینځه لکوته راشی یونیم میلیون به تلف شی ولی مونږ وینو دا اوس ما خپلی  میږی هلمند ته لیږلې دی ترهلمنده پورې په څلور سوه میږو مې څلورلکه افغانۍ لګښت راغلې همدارنګه بل مالدار محمد حسن هم واېې” چې سږکال دوی د خپلو څارویو لپاره سخت خواشینې دی ځکه همدا اوس یې دمالونو زیاته برخه خرڅه کړی ده اوپاتې څاروی یې هم د خوراک له کموالې سره مخ د ی څنګه چې ټولو ته څرګنده ده سږکال وچکالۍ وه او ابدان دښتې مالدار زیاتې ستونزې لری دهغوی لپاره د خوراک نشتوالې ،داوبو نشتوالې ددی سبب شو چې زیات مالدار ایلاق ته لاړشي اوکوم مالدار چې پاتې دی هغه دزیاتو ستونزو په ګاللو سره دغه څاروی ساتی او هربیرل اوبه ورته له یوسلو پنځوسو څخه تردوه سوه افغانیو پوری رانیسې.”


د معمول سره سم هرکال به د د دوبې په موسم کې د کندز زیاتره مالدارو خپل څاروی د نورو ولایتونو سربیره ګاونډی ولایت بدخشان ته دڅړلپاره بیول خوسږکال په هغه ولایت کې هم وچکالۍ ده اوڅړځایونه په کامله توګه وچ شویدی د بدخشان د ولایتې شورا رییس ذبیح الله عتیق وویل” دهغه ولایت اوسیدونکې هم له سختې وچکالۍ سره مخ دی


 اوټول مالدار یی خواشینې دی په تیرو څوکلونو کې پدغو ولایتونو کې د مالدارۍ څانګې ته د وده ورکولو په موخه ځینې موسسې اوټولنو هم فعالیت درلوده، چې ترډیره بریده کارونه یی هم کړیدی خو د وچکالۍ په وخت کې چې مالدار وتوانیږې کم ترکمه د خپلو څارویو د تلفاتو مخه ونیسې په خپل وخت ورسره لاسنیوی ندی شوی د کندز د کرنې اومالدارې عمومې مدیر محمد عزیز وایی چې وړم کال وچکالۍ کې هم دوی له مالدارانو سره اوږه په اوږه کارکړی څود زیاتوضایعاتو مخه ونیول شي اوهغه مهال یی هم په نوموړو څړځایونوکې د ټانکرونو په واسطه څارویو ته اوبه رسولې دی اوسږکال دده په وینا چې ډیرژربه ژورې څاګانې ورته وکیندل شی، دی په دی هکله واېې چې جې آی زید موسسې په مرسته چې مالې فنډیی مونږ ته راکړې فعلاْ مونږ څلورڅاګانې چې تقریباْ ادارې کارېې اویافیصده مخکې تللې دیوسلو پنځه لکه افغانیوپه ارزښت د دښت ابدان په مختلفو برخوکې وباسو د تیرو پنځلسو کلونو راهیسې په وقفه یی ډول وچکالې له امله د شمال ختیځ زون بزګرانو او مالدارانو له بریده زیات زیانونه ولیدل دغه ولایتونه چې دحیوانی  محصولاتو زیرمې ګڼل کیږې په دی برسیره چې اوسیدونکې یې د کرنې اومالدارې په برخه کې زیانمن شول ځنګلونه او ورشوګانې یی هم د له منځه تلوپه حال کې دی او که چیرې سږکال وچکالې همدغه شان د کال ترپایه دوام ومومې اوپه سیندونو کې شته اوبه هم وچې یاکمې شي نو د بغلان اوکندزولایتونو کې چې په زیات ډول شولې کرل کیږی دغه فصل به هم له منځه لاړشي.