دکندهار هرات پرلويه لاره په ميوند ولسوالي کې دملنګ کارېز او ګچ کارېز ترميانځ پر کاروان بريد شوى دى . دکندهار يوه امنيتي چارواکي وويل چې په بريد کې پنځه باروړونکي موټر سوځل شوي دي خو دموټر چلونکو دمرګ ژوبلي په اړه مالومات نه لري ، دسيمي يوه اوسېدونکي نور محمد لراوبر ويپاڼي ته وويل چې په دغه پېښه کې ټول شپږ موټرونه سوځل شوي چې دځينو څخه يې لا اوس هم تور لوګي پورته کېږي . دعيني شاهدانو په وينا چې پر اکمالاتي موتر دطالبانو له لوري تربريد وروسته ديواس پي آى په نوم دامنيتي ساتونکو له لوري هم پر وسله والو طالبانو بريد شوى خو مرګ ژوبله نه ده اوښتې .