د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې اته تنه وسله وال او يو شمېر وسلې نيولي . دچارواکو په وينا چي ياد کسان ، د ځانمرګو واسکټونه او وسلې چي پکښي ٥ کړۍ فشاري ماينونه ، يوه د هاوان مرمۍ ، ٥٠٠ متره ثانه سوز لېن او نور دي د دې ولايت د اتمي امنيتي حوزې په کاغانک سيمه کي د ګزمې پر مهال نيولي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .