لراوبر ته د ناټو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د وسله والو په ډزو کي د ناټو يوه سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړ .
خبرپاڼي د خپلي پاليسۍ اړونده د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى .
ناټو تېره ورځ د بېلابېلو خبرپاڼو په وسيله د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د خپلو شپږو سرتېرو د وژل کېدو پخلى کړى خو او نن ورځ يې د يوې بلي خبرپاڼي په وسيله د خپل اووم سرتېري د وژل کېدو پخلى هم وکړ .