لراوبر ته د ناټو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په ختيځ کي د سړک د غاړي ماين چاودني د ناټو دوه سرتېري ووژل .
خبرپاڼي د وژل سوو سترتېرو د وژل کېدو کره ځاى او د هغو هويت نه دئ په ډاګه کړى .
همدا ډول ناټو نن ورځ د يوې بلي خبرپاڼي په وسيله د افغانستان په سهېل کي د خپل يو بل سرتېري د وژل کېدو پخلى هم کړى و .