څرنګه چې تاسو ټولوهیوادوالو ته څرګنده ده چې نن سباپه نړۍ کې تقریبا ټول مسایل او پروګرامونه دديپلوماتي او استخباراتي کړیو له لورې مخ پر وړاندې ځي. ډیره یوه حیرانوونکی خبره خو داده چې دغه استخبارتي شبکې د ۱۹۹۰ نه راپدیخوا ډیرې فعاله شویدي، حتی چې په نړیواله کچه ددولتونو مشران هم ددوی تر اغیزې لاندې راغلي او په ټوله نړۍ کې همدغه کړۍ دولتي رؤساء ټاکي.
په ۱۹۴۸ کله چې دپاکستان اوهندوستان جګړه پای ته ورسیده نو یو برطانوی ډګروال آرکوتهرون دا اړینه وبلله چې دپاکستان نا تجربه کاره فوځ ته دیوې مناسبې او پیاوړې استخباراتي شبکې ضرورت دی، نوپدغه اساس آیی ایس آیی جوړه شوه، ترڅو دپاکستان اردو سره اوږه په اوږه دخپل وطن دفاع وکړي.
په لومړیو لس کلونو کې آی ایس آی ډیره کمزوري او په بشپړه توګه ناکامه شبکه وه، په ۱۹۷۱ م کال کې په ختیځ پاکستان کې بنګالیانو بغاوت پیل کړاو دپاکستان څخه دجلاکیدوغوښتنه وکړه، مګر آیی ایس آیی ددغې ستونزې په حل کې ناکامه شوه او بنګله دیش دیوه خپلواک هیواد په توګه مینځ ته راغی.
په ۱۹۷۱ کې آیی ایس آیی بیاهم څه لاس ته راوړنې نه درلودلي او نه داسې مهمه شبکه ګڼل کیده، خو ۱۹۷۹ کې کله چې روسانو په افغانستان حمله وکړه، نود آیی ایس آیی تقدیر هم ورسره بدل شو، اودامریکا اوسعودي عربستان په مرسته یې پدغه جګړه کې ښه فعاله ونډه واخیستله. داخو یوڅرګند حقیقت دی چې دغه جګړه ټوله افغان او عرب مجاهدینو پرمخ بیوله، خو آیی ایس آیی په کې ډیر پراخه رول درلوده. افغان اوعرب مجاهدینو سره به یې ډیرې مرستې کولي، تر دي پورې چې دکراچۍ ښارنه به خیبر ته ښه په ښکاره ډول کلاشنکوف، میزایل او داسې نوري وسلې راتللي، ترڅو دغه سور غورځنګ رانسکورکړي. کله چې روسانو ماتې وخوړله اوجنګ پای ته ورسید نو آیی ایس آیی مجاهدین ضایع نکړل او دخپلو راتلونکو موخو اواهدافو لپاره یې ورته مختلف تنظیمونه اوګروپونه جوړکړل ترڅوپه منظمه توګه ورڅخه کارواخلي. اوددې سره سره یې ورته دزیست ځایونه اوهره میاشت کې به یې پیسې، غله اوراشن هم ورکاوه ترڅو دوی ته کاروکړي، پدغه ډول واقعاً آیی ایس آیی پخپل دغه پلان کې بریالۍ شوه، او زمونږه اکثره لوړپوړې مشران اړچارواکي ټول ددوی ګوډاګیان شول او تراوسه ورته کارکوي. نودغه ځای نه آیی ایس آیی یوه فعاله، ځیرکه، مهمه او کامیابه کړۍ ومنل شوه او په اوسنې حالاتوکې ټوله نړۍ ورڅخه ډاریږي. خو بل اړخ ته آیی ایس آیی ډیره بدنامه اودترهګرو ملاتړکوونکي شبکه په ګوته شوه، دغه بدنامی ورته دخپل دولتي چارواکو لخواپه نصیب شوه داځکه چې دپاکستان اوسنې اوتیرشوی ټول ولسمشران یې دامریکا غلامان وه، نو پدغه وجه هغوی آیی ایس آیی ته هغه حمایت ورنکړل شو چې حقیقت کې دوی ته په کاروه.
په ۱۹۸۹ کال کې چې کله دروسانو انخلاء پیل شوه اودافغانستان څخه لاړل، نو سي آیی ای (دامریکا استخباراتی کړۍ)پاکستان هیرکړ او خپلې مرستې یې هم ترډیره حده محدودې اوکمې کړي او دآیی ایس آیی سره یې ملګرتیا پریښودله. مګر آیی ایس آیی ډیره هوښیاره شوی وه او دجهاد جذبه په کې پاتې وه. دآیی ایس آیی دافسرانو او مامورینو دغه نظر دشبکې څیره بیخي بدله کړه او تقریباً په ټوله آسیا (بنګله دیش، هندوستان، ازبکستان، برما او افغانستان) کې یې داسلامي ګوندونو حمایت اوتقویت پیل کړ اوپه ټوله آسیا کې یې امن او استقرار له مینځه یوړ.
دغې استخباراتي کړۍ افغانستان ته ورته په سرحدې قبایلي سیمو کې د جهاد په نامه دټریننګ کیمپونه جوړ کړه او تقریباًد ۱۰۰۰۰ زرو په شاوخوا کې یې سخت درېیزه جنګپوړی وروزول او بیا یې دمختلفو هیوادونه پر خلاف وجنګول او تراوسه یې دغه پروګرام روان دوام دی. خوبیاهم نړیوال دآیی ایس آیی پدغه پټ تروریستي کارونو او پروګرامونو پوهه شول او په ۱۹۹۳ کال کې امریکا پاکستان دترهګریزه هیوادونو په لیست کې شامل کړ، چې دترهګری حمایت ګمان پري وه اوکیږي.
ددغې کړۍ بدلی شوی څیرې اصلاح اوجوړولو لپاره د یو سیکولرانده مشر اشد ضرورت پیدا شو، نو پدغه اساس جاوید اشرف قاضی ددغې کړۍ د مشر په توګه وټاکل شو، ترڅوپدغه شبکې کې یو ښه اومؤثره بدلون راولي. دګارډین خبري اژانس سره په یوه مرکه کې قاضی وویل چې« زما نه مخکې دآیی ایس آیی مشرجاوید ناصر وه؛ چې دیوعیاش شخص څخه یوکلک لوی ږیری مولوی جوړشوی وه، حتی تردې چې دښځو سره به یې لاس په لاس سلام هم نه کاوه او دتبلیغ په غونډو کې به یې تل ونډه اخیستله. اشرف قاضی زیاتوي ماهغه څه چې دآیی ایس آیس په دفتر کې ولیدل ډیرحیران شوم. او ددې برسیره دآیی ایس آیی ټولو جګپوړو افسرانودافسریونیفارم پرځای ساده کالي اغوستل او ددوې ما تحت مامورینو به څوڅو ساعته دمسجد بهر دوی انتظارکاوه چې داهم زمالپاره دحیرانتیا او نه منلو خبره وه. اوددې سره سره آیی ایس آیی په بینکاک کې یوهوټل اخیستی وه، ددغه هوټل هدف دوسلو کاروبارکې مرسته کول وه.
قاضي د آیی ایس آی څخه د مولویانو تصفیه پیل کړه او ټولو مامورینو ته یې درسمي یونیفارم اغوستل امر وکړ لیکن بیاهم دآیی ایس آیی جهاد دوام درلود.
په ۱۹۹۰ کال کې آیی ایس آیی په افغانستان کې دطالبانو تحریک حمایت پیل کړاو دطالبانو امیرالمؤمنین ملامحمدعمر ته یې دسلااومشوري لپاره کرنل امام کندهار ته روالیږه ترڅو ملاصاحب سره په دولتي چاروکې مرسته او لارښوونه ورکړي.
دتیرې شوی یو لسیزې څخه راپدیخوا آیی ایس آیی دجهاد تنظیمونو دنه حمایت اعلان وار په وار کوي مګر په حقیقت کې داسې نه ده…
په ۲۰۰۱ کال کې کله چې امریکا داسامه بن لادن په تلاش کې په افغانستان حمله وکړه نوجنرال پرویزمشرف دطالبانوڅخه نظرواړوه، اودجنوری په میاشت کې یې دجهادي ګروپونودختمولو عزم اعلان کړ. لیکن په حقیقت کې دوی بیاهم دجهادي تنظیمونو سرخپلې مرستي کولي او لانوریې ګړندی کړي.
په ۲۰۱۰ کال کې وکي لیکس هغه راز افشاء کړ چې آیی ایس آی کړۍ تراوسه پوري د طالبانو، لشکرطیبه او حقانی ګروپ حمایت او مرسته کوي.
لیکن آیی ایس آیی په حقیقت کې اوس دجهادي تنظیمونو دوارلاندې راغلي ده؛ چې په خپلوتیروکړو باندې ډیره پیښمانه ده. خو«اوبه له ورخه تیري دي». دپاکستان طالبان فکرکوي چې آیی ایس آیی دوی سره چل وکړ او په آینده کې به ورسره هم چل وکړي یعنی داپدې مانا چې ددوی په مینځ کې اعتماداوباورختم شویدی، او پاکستانی طالبان آیی ایس آیس خپل لوی دښمن بولي، او په تیرو څو کلونو کې یې دنوموړي شبکې ګڼ شمیر مامورین برمته او سرونه یې تریي غوڅ کړل. نو اوس دآیی ایس آی سره هغه« زما پیشو اوماته میو» کاروشو.