لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري په يوه رالېږل خبرپاڼه کي راغلي چي د افغانستان په لوېديځ کي د ناټو ځواکونو يوه جنګي الوتکه رالوېدلې . د خبرپاڼي په حواله چي ياده الوتکه نن ورځ په زابل ولايت کي رالوېدلې او تر اوسه يې د رالوېدو لامل نه دئ څرګند سوى .
خبرپاڼه ليکي چي د الوتکي د رالوېدو د ځاى امنيت نيول سوى او د رالوېدو له کبله کوم چاته مرګ ژوبله نه او ښتې او پېښه تر پلټنو لاندي ده .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .