په ننګرهارکې دسولې ترنامه لاندې شپږ ورځنى دکرکټ شل اوريز ټورنمنټ پيل شوو
دختيځ زون کرکټ بورد ريئس حاجي هدايت الله حسين زاده وايي دغه ټورنمنټ دجلاابادښاردشهيد حاجي عبدالقدير په اکاډمۍ کې دسرطان په لومړۍ نيټه پيل شوو،چې په کې شپږ لوبدلې ګډون کوي .
نوموړي زياته کړه دغه ټورنمنټ چې شپږ ورځې به دوام وکړي دملي تجار حاجي حضرت ولي احمدزي دشپيته زره افغانيو په مالي لګښت جوړ شوى .
حسين زاده وويل چې دياد ټورنمنټ په پايلوبه کې به غوره لوبغاړو ته نغدې مکافات،جايزې اوکپونه لوبغاړو ته ورکړل شي .
ديادونې وړده ملي تجار حاجي حضرت ولي احمدزى په پام کې لري چې له دې ټورنمنټ وروسته سپين غر زون لخوا جوړې شوي پنځه لوبډلو ترمنځ هم سيالۍ جوړي کړي .