کور / راپور / کندهار : د حادي نس ناستي د ناروغۍ په اړه غونډه جوړه سوه

کندهار : د حادي نس ناستي د ناروغۍ په اړه غونډه جوړه سوه


 لکه څنګه چي تاسي خبرياست د تېري اوونۍ د سې شنبې په ورځ د کندهار په معروف او د زابل په اټغر ولسواليو  کي د حادي نس ناستي پېښي ليدل سوي وې چي سمدستي په سبا ورځ د کندهار د عامي روغتيا رياست لخوا يو روغتيايي کيټ سيمي ته واستول سو او هلته د سته دوو کلينيکونو روغتيا پالانو ته هم وظيفه وسپارل سوه چي پر دې موضوع باندي لا زيات تمرکز وکړي.
له هغه دوې ورځي وروسته د تيري جمعې په ورځ احوال راکول سو چي ددې ناروغۍ نوي پيښي هم ليدل سوي نو له دې امله  د کندهار د عامي روغتيا رياست د ډاکټرانو يو ټيم د افغان ملي اردو د څرخي الوتکو په مرسته سيمي ته ولاړو او هلته مو له نژدې اخته سوي کسان معاينه کړل.
زموږ روغتيايې ټيم هلته يو شمېر څېړني هم وکړې او په پايله کي يې معلومه سوه هغه کسان چي د کارېزونو او ډنډونو له اوبو يې استفاده کوله په ياده ناروغي اخته سوي ول او هغه کسان چي د ژورو څاه ګانو او برمو څخه يې ګټه اخستل له دې ناروغۍ څخه په امان ول.
همداراز تېره ورځ يو بل ټيم چي پکښي د عامي روغتيا سرپرستي وزيري، د کندهار امنيه قومندان او په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو درې تنو استازو برخه لرل يادو ولسواليو ته ولاړل اوهلته يې له نژدې له ناروغو کسانو سره وکتل.
زموږ د شمېرو له مخي تر دې دمه د کندهار په معروف ولسوالي کي ٢٧٠ او د زابل په اټغر ولسوالي کي ٧٨ تنه په يادي ناروغۍ اخته سوي او له ډلي يې تر دې دمه د ٧ نفرو د مړيني خبر ورکول سوى دئ هغه هم هغه کسان ول چي  روغتيايې کلينيکونو ته نه دي راوړل سوي.
په يادو دواړو ولسواليو کي حالت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندي دئ او زموږ روغتيايي ټيمونه چي هلته مو لېږلې ټول ناروغان يې تداوي کړي دي.
موږ تر دې مهاله ١٤٠ کيلو ګرامه کلورين، ١٢ سوه ORS پوړۍ، ١٨ سوه سيرومان، او ١٨ سوه کپسولونه يادي سيمي ته لېږلي څو د ناروغانو درمنله پرې وسي.
د کندهار د عامي روغتيا رياست د زابل ولايت ته د روغتيا د نړيوال سازمان په مرسته يو روغتيايې کيټ استولى او له هماغه ځايه د تر لاسه سوو راپورونو پر بنسټ  ويلى سو چي روغتيايي ټيم هلته سته او وضعيت تر کنټرول لاندي دئ.
هلمند ته مو هم روغتيايې کيټونه استولي تر څو ددې ډول پيښو لپاره چمتو و اوسو ځکه تر اوسه هلته داسي کومه پېښه نه ده لېدل سوې خو دا کيټ مو يوازي د مخکي چمتو والي په موخه  لېږلى دئ.
د ګرمۍ په موسم کي عموماً دغه ډول ناروغۍ پيدا کيږي خو د خلکو لپاره ضروري ده څو هغه ځايونه چي اوبه ځني ترلاسه کوي پاک وساتي  او د کارېزونو پر ځاى له سر پټو څاه ګانو او لاسي بمبو څخه ګټه پورته کړي او د کلورين په نامه له موادو استفاده وکړي او همداراز د څښاک اوبه جوش کړي څو اوبه يې پاکي سي او ددې ډول ناروغيو مخه ونيول سي.