کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه تاوده سوي دي

واشنګتن پوسټ:

که په دې ورځو کې تاسو په واشنګتن کې ياست او ټپ ټپ غږ مو تر غوږو شي نو پوه شئ چې د کانګرس د غړيو د پښو غږ دي، چې د افغانستان په اړه د ولسمشر بارک اوباما له ستراتيژۍ تښتي.

دا تصوير د واشنګتن پوسټ د ورځپاڼې د تازه ګڼې د مقالې دي، چې سرليک يې دي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه تاوده شوې دي.

ورځپاڼه بيا ليکي، بارک اوباما دې وړانديزونو ته انتظار دي، چې څومره پوځيان له افغانستانه راتلونکې مياشت وباسي خو بل لور ته د کانګرس غړيو په افغانستان کې د امريکايي ځواکنو د حضور په اړه تاوده بحثونه پيل کړې دي.

په کانګرس کې د ډيموکراټ ګوند غړيو فشار زيات کړي دي او غواړي، چې د اوباما اداره ډير پوځيان له افغانستانه وباسي. جمهوري غوښتونکي بيا په دې برخه کې نسبتاً محتاطه دي.

د کانګرس د تدارکاتو کميټې روانه اوونۍ په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي غړي فرانک ولف وړانديز ومانه. په دې وړانديز کې غوښتل شوې دي، چې يوه خپلواکه ډله دې د امريکا سياست ته کتنه وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه بيا د کانګرس د همدې غړي فرانک ولف په وينا ليکي، په افغانستان کې د امريکا د جګړې له پيله لس کاله تيريږي، چې دا د امريکا تر بلې هرې جګړې اوږده دهؤ خو لاهم د امريکا د ملت استازي داسې روښانه تصوير نه لري، چې حکومت يې له دې جګړې څه غواړي؟

ولې دې هدف ته په دې جګړې کې ورسو؟ تر څه بريده امريکا په دې جګړې کې دې هدف ته نژدې شوې ده؟

خو د ورځپاڼې په وينا امريکا نه غواړي چې د افغانستان د ستراتيژۍ په اړه نوي بحثونه پيل کړي. رسمي چارواکي بيا وايي، هدف بايد دا وي، چې د هغو مشخصو مسالو په اړه دې بحث وشي، چې مخکې تر مخکې يې عملي بڼه خپله کړې ده.

د يو شمير چارواکو په اند په دې ډول د دې ستراتيژۍ په برخه کې هر ډول شکونه لرې کيداي شي.

فايننشل ټايمز:

فايننشل ټايمز ورځپاڼه بيا په افغانستان کې ستراتيژي ته نه مرستو ته د بيا کتنې وړانديز کوي. دغه ورځپاڼه د پنجشنبې د ورځې په ګڼه کې ليکي.

د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کميټې په يوه نوي رپوټ کې ويل شوې دي، چې له افغانستان سره د امريکا د مرستو پروګرام ناکامه شوي دي خو بيا هم امريکا غواړي، چې د دوه زره لسم کال او دوه زره دولسم کال تر منځ په افغانستان کې نژدې پنځلس ميليارډه ډالر ولګوي.

دا پيسې تر هغو چې مخکې امريکا په افغانستان کې مصرف کړې دي يو ميليارډ ډيرې دي.

د فايننشل ټايمز ورځپاڼې په وينا دغومره ډالر د قمار لوبه چا ته ورپه يادوي داسې لوبه چې پر يوې بيکاره قطعې قمارباز دوه چنده پيسې کيږدي.

ورځپاڼه زياتوي چې دا ويره شته چې د افغانستان اوسني وضعيت هغه پخواني متل ريښتيا کړي چې وايي، موږ د دښمن څيره ليدله او دا دښمن موږ خپله وو.

ورځپاڼه بيا استدلال کوي، چې د مرستو زياتيدل او د قرارداديانو زياتيدل په افغانستان کې ستونزې زياتوي لږوي يې نه.

ورځپاڼه بيا ليکي، که چيرته نړيواله ټولنه غواړي، چې له دوه زره څوارلسم کاله وروسته چې امريکايي ځواکونه له دغه هيواده وځي بيا هم افغانستان د ژوند وړ وي نو په کار ده، چې له دغه هيواد سره د خپلو مرستو سياست ته بيا کتنه وکړي او لومړيتوبونه وپيژني چې امنيت ته توجه ډيره وکړي يا بيارغاونې ته د اوس په څېر؟!