نن په ډنډ ولسوالي کي د ښې حکومتدارۍ او پرمختيا اوونيزه غونډه د کندهار والي په مشري جوړه سوه او پکښي د دې ولسوالۍ په اړه د دې ولسوالۍ د ولسوال له خوا خبري وسوې نوموړي وويل چي په ولسوالي کي يې ډېر پرمختګونه سوي خو بيا هم د نوموړي په وينا چي څونه مرستي په کار وې هغونه مرستي د دې ولسوالۍ سره نه دي سوي . نوموړي زياته کړه چي د ولسوالۍ په ټولو کليو کي پروژې پيل سوي خو څونه چي ښايي او يا کفايت کوي په هغونه کچه نه دي پيل سوي نوموړى وايي چي په تېر کال کي د پرمختيايي کارو چي په دې ولسوالۍ کي يې دوام لاره له برکته يوه د غلا دوسيه هم نه لري .
همدا ډول د يادي ولسوالۍ په اړه د نورو ادارو د استازو او مشرانو له خوا خبري وسوې .