کور / خبرتیا او پيغامونه / انټرنټي غله وپېژنی

انټرنټي غله وپېژنی

کله ستاسي څخه هم برېښناليک قلف سوی دی يا يو چا درڅخه غلا کړﺉ دی ؟  هيله ده چي داسي نه وي سوي ، ځکه برېښناليک د وخت په تېرېدو سره ارزښت پيدا کوي ، ارزښت يې په دې مانا چي يو شمېر مهيم ليکونه ، د دوستانو ، ملګرو او همکارانو د برېښناليک پتي ، یو نيم ادرسونه او نور ضروري شيان هم ځيني خلک په برېښناليک کي ساتي .


انټرنټي غله ستاسي د برېښناليک ماتولو يا پټ شيفر د ترلاسه کولو کوښښ کوي ، دوی هغه وخت ستاسي پټ شيفر لاسته را وړاﺉ سي چي ستاسي کمپيوټر ته يو کوچنی ويروس ډوله پروګرام درواستوي او فعاله يې کړي ، دا پروګرام ( سافټ وېر ) په مختلفو بڼو جوړيداﺉ او ستاسي کمپيوټر ته د انټرنټ څخه لاره پيدا کولای سي . کله چي تاسي خپل ايمايل خلاصوﺉ نو طبعاً خپل د برېښناليک ادرس او پټ شيفر ليکی په دغه وخت کي دا پروګرام ستاسي پټ شيفر او ای ډي غلا کوي او هغه چاته يې ليږي چي دا پروګرام يې جوړ کړﺉ او تاسي ته لېږلی دی ، بيانو د هغه زړه چي ستاسي په برېښناليک څه کوي ، چاته ستاسي په نامه ليک لېږي ، څه ورته ليکي او څه ځني غواړي .


يو شمېر دغسي سافټ ويرونه د سردردۍ سبب ګرځي خو ډېر خطرناک او تاواني نه تماميږی ، د بېلګي په توګه تاسي ته هم کله کله د يوه دوست ، ملګري يا همکار د برېښناليک څخه داسي ليکونه درځي چي په انګريزي ليکلي وي او ستاسي څخه يې غوښتي وي چي دده عکسونه په دې پلاني لينک کي وګورﺉ ، يا فقط يو لينک وي چي تاسي فکر کوﺉ چي ملګري مو درته راليږلی چي کليک يې کړﺉ او ويې ګورﺉ خو تر کليک وروسته يا يو تجارتي اعلان درته خلاصيږي يا پخپله دغه لينک تاسي ته يو بل ډول ويروس درليږي او د کليک کولو په وخت کي يې ستاسي په کمپيوټر کي داسي اپشن فعاله کيږي لکه تاسي چي پر ( هو Yes ) کليک کړﺉ وي .


ځيني نور بيا په اصطلاح د علي بابا څلوېښت غله دي چي په بېلابېلو هيوادونو کي فعاليت کوي ، دوی زياتره وخت د هوټلونو ، انټرنټ کېفيانو ، ټيلفون دکانونو او نورو عامه انټرنټ ځايونو څخه د هغو خلکو ايمايل ادرس غلا کوي چي تر لنډي استفادې وروسته يې خپل ايمايل ادرس خلاص پر ايښی وي . دغه ډول غله خطرناکه او تاواني تماميداﺉ سي .


دوی ستاسي ايمايل ادرس ته ننوزي ، پټ شيفر يې اړوي او بيا نو په بېغمه زړه هغو کسانو ته چي تاسي ډېري اړيکی ورسره لرﺉ ايمايلونه لېږي او ورته ليکي چي ګواکي د سفر پر مهال يې بکس يا لاسي بسته د اسنادونو ، پيسو او بانکي کارتونو سره ورک سوي يا غلا سوي دي او اوس د هوټل ، ټکټ او ډوډۍ خوړلو لپاره پيسې نلري ، دوی خپله پته يا ټيلفون هم په داسي بڼه ليکي چي ګواکي د کوم رسمي دفتر يا هوټل نمره ده ، د ليک ترلاسه کوونکي څخه هيله کوي چي ددغه هوټل سره تماس ونيسي او د چټکي لاري پيسې ورته حواله کړي .


تاسي که د يوه نژدې ملګري يا د کورنۍ د غړي ايمايل ادرس څخه داسي ايمايل راسي طبعي خبره ده چي وارخطا کېږﺉ او هڅه کوﺉ چي ډېر ژر مرسته ورسره وکړﺉ خو احتياط وکړﺉ چي له احساساتو مو انټرنټي غله ګټه پورته کوي . که تاسي ته دغسي برېښناليک ورسيږي کوښښ وکړﺉ چي د برېښناليک اصلي خاوند يا هغه ته نژدې کسانو ته خبر ورکړﺉ .


دغسي انټرنټي غلو نن د جون د مياشتي پر ۲۱مه نېټه په امريکا کي د افغان سياستپوه ښاغلي ډاکټر فضل ربي ځيرکیار  برېښناليک مات کړﺉ دی چي يو ليک يې لراوبر ته هم لېږل سوی ، د ډاکټر صاحب ځيرکيار د پاملرني او نورو لوستونکو د مالوماتو لپاره د هغه ليک متن ستاسي مخ ته ايږدم ، که مو کله هم دغسي يا دې ته ورته لیک ترلاسه کړ نو سر خلاص کړﺉ چي څه کیسه ده .




Hope you get this on time, I made a trip to Aberdeen, Scotland and had my bag stolen from me with my passport and credit cards in it. The embassy is willing to help by letting me fly without my passport, I just have to pay for a ticket and settle Hotel bills. Unfortunately for me, I can’t have access to funds without my credit card, I’ve made contact with my bank but they need more time to come up with a new one. I was thinking of asking you to send some funds via Western Union to my travel agent in Texas so she can expedite my travel arrangements.


 


I can forward you details on how you can get the funds to her. You can reach me via email or on Blue Island hotel front desk phone, the numbers are, +447031804805 or +447031804806.


 


I await your response….