کور / تازه خبرونه / ټکنالوژي : ګوګل د تاریخي آثارو د ډيجیټل کولو پروژې پیل کوي

ټکنالوژي : ګوګل د تاریخي آثارو د ډيجیټل کولو پروژې پیل کوي

د ګوګل نړیوالي پلټونکي ویبپاڼي د مشهوره برتانوي کتابتون  (The British Library) سره د یو شمېر تاریخي کتابونو د پر لیکه کولو قرارداد وکړ .


ویل کیږي، چي ګوګل به په راتلونکې کي دبرتانوي کتابتون شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ بېلابیل لیکلي مواد پر لیکه کړي . دغه تاریخي مواد د ۱۷۰۰ او ۱۸۷۰زېږدیز کلونو ترمنځ لیکل سوي دي، چي اوس مهال یې د ډیجیټل کېدو لپاره یو شمېر پروژې پر مخ رواني دي . د ګوګل ذکر سوې پروژه به په څو کلونو کي بشپړه سي .  ددې پروژو په ترڅ کښي به يو غټ عدد تاريخي اثار د انټرنټ په مټ د نړۍ په هر ګوټ کښي د لوستونکو تنده ماته کړائ سي .


د یادوني وړ ده چي ګوګل دبرتانوي کتابتون ترڅنګ  د څلوېښتو نورو نړيوالو کتابتونونو سره هم د کتاب ډيجيټل کولو تړونونه لاسليک کړي دي .


[www.Larawbar.com] بېلابېل ارزښتناک اثار پر ليکه کوي !


د کتاب ډيجيټل کول  د تاریخي آثارو په خونديتوب  کښي د مهم رول لرلو ترڅنګ پر يوه وخت د ډيرو لوستونکو د مطالعې اسانتيا هم را منځته کوي .


د ګوګل د اټکل له مخي په نړۍ کښي  څه کم ۱۳۰  ميليونه (129,864,880 ) کتابونه وجود لري چي د ګوګل په وينا د رواني لسيزي تر پای پوري به ګوګل ټوله پر ليکه کړي .


ګوګل د کتاب د ډيجيټل کولو دپاره (Elphel 323 ) ايلپر نومې لېزر کامره کاروي چي په ساعت کښي د زرو صفحو د سکن وړتيا لري .د ګوګل د انلاين سويو کتابونو شمېر  ۱۵ مليونو ته رسيږي چي پر لاندي ليک يې موندلائ سئ :


http://books.google.com