د نړیوال ریکارډ د کتاب د تازه ریکارډونو له مخي اوس مهال جونری بالاوینګ د نړۍ تر ټولو کوچنی ترین سړی دئ .
جونري بالاوینګ د ۱۹۹۳ زېږدیز کال د جون په دوولسمه نېټه د فیلیپاین د سینډانګن نومي سیمه کي زېږېدلئ دئ او اوس د ۱۸ کالو عمر لري . جونري بالاوینګ پخپله اتلسمه کلیزه کي د نړیوال ریکارډ د ځانګړي غړي لخوا متر کړل سو، چي ۵۹،۹۳ سانتي متره اوږدوالی لري او په دې اوږدوالي سره یې په رسمي ډول نوی نړیوال ریکارډ مات کړ .
همداډول ویل کیږي، چي بالاوینګ د دوه – کلنۍ څخه راپدېخوا نه دئ غټ سوئ . په دې اړه زیات شمېر ډاکټران د ډیرو معایناتونو څخه وروسته هم نه پوهیږي، چي نوموړی ولي نه دئ غټ سوئ او ولي نه غټيږي .
د جونري څخه مخکي “خاګېنډرا تاپا ماګار” د نړۍ تر ټولو کوچنی ترین کس و، د نوموړي اوږدوالی د بالاوینګ د هغې څخه شپږ سانتي متره زیات دئ .
همداراز د یادوني وړ ده، چي جونري بالاوینګ په تاریخ کي تر ټولو کوچنی ترین کس نه دئ بلکي یوازي د اوسنیو ژوندیو کسانو د ډلي څخه تر ټولو کوچنی ترین کس دئ . په تاریخ کي تر ټولو کوچنی ترین کس “ګل محمد” نومیږي، چي ۵۷،۱۵ سانتي متره اوږدوالی یې درلود او په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کي مړ سو .