د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تېره ورځ په يوه وسله واله نښته کي دوه وسله وال مخالفين وژل سوي . د چارواکو په وينا چي ياد کسان د ارغستان ولسوالۍ د سپيني ګاري په سيمه کي وژل سوي .
چارواکي زياتوي چي نښته د ورځي پر لس بجې پيل او پر دوو بجو پاى ته ورسېده .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .