کور / تازه خبرونه / په مخامخ ډزو کي يو بهرنى ووژل سو

په مخامخ ډزو کي يو بهرنى ووژل سو

لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل کي د وسله والو په ډزو يا مخامخ جګړه کي يو بهرنى ووژل سو .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او هويت نه دئ په ډاګه کړى او دا خپله پاليسي بولي .
طالبانو په سهېل کي په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کي د بهرنيانو د وژني او ژوبلولو خبر ورکړى او د هلمند ولايت په ساوان کلا کي بېخي د مخامخ جګړې خبره کوي او وايي چي په دې جګړه کي يې دوه بهرنيان وژلي دي .