دكندهارامنيه قومندان جنرال رازق په يوه خبري ناسته كې دهغو۸ تنوپوليسودنيول كېدوخبر وركړچې دده په ويناپه اخلاقي فسادككړ وو اوله خپل واك څخه يې ناوړه گټه اخيستل .
دكندهارامنيه قومندان وويل چې دپوليسوپه ليكوكې اصلاحات راوستل يې له مهمولمړيتوبونوڅخه دي .
نوموړي پرته له دې چې دهغوى بشپړه هويت څرگندكړي وويل چې وروسته به يې رسنيوته وښه يې .
نوموړي وويل چې غواړي په ښاركې دپوليسودبيلابيلوديپارټمنټونوپرځاى يوازي دامنيې قومندانى اودحوزوپوليس په دندووگماري .
اوس داسي نيوكي موجودي ددي چې په ښاركې دپوليسودبيلابيلوډلو(عامه نظم ، سرحدي پوليس ،امني پوليس اوحتى دملي اوردو دسرتيرو)شتون يوډول بې نظمي رامنځ ته كړې .