کور / تازه خبرونه / رازق: په معروف کي ۴ ولسي وگړي وژل سوي او۱۱ طالبان مونيولي

رازق: په معروف کي ۴ ولسي وگړي وژل سوي او۱۱ طالبان مونيولي

په معروف والسوالۍ كې دسړك دغاړي په ماين چاودنه كې دښځوپه گډون ۷ تنوته مرگ ژوبله اوښتې
بلخواپوليس چارواكي وايې چې د۲ سيمه ييزوقومندانانوپه گډون يې ۱۱ تنه وسله وال طالبان نيولي .
دكندهارامنيه قومندان جنرال عبدالرازق په يوه خبري ناستې ته وويل چې دمعروف والسوالۍ د اسحاق زواوشين غزي كليوترمنځ دلويې لاري پرسردولسي وگړو يوتراكتورپرماين ختلى چې په پايله كې يې ۳ مېرمني اويونارينه وژل سوى او۲ نارينه اويوه مېرمن ټپي سوې .
دنوموړي په ويناچې ماين ددولت وسله والومخالفينوځاى پرځاى كړى وو اودوى يې دعاملينودنيول كېدوپه لټه كې دي .
جنرال رازق وويل چې دپنج شنبې په ماښام يې په ارغنداب اوپنجوايي والسواليوكې ۱۱ وسله وال طالبان نيولي
دى زياته وي چې نيول شويوكسانوپه پلټنوكې ورته منلې چې ددې ولايت په امنيتي پېښواودسړك دغاړي په ماين چاودنوكې يې لاس درلود.
خوخپله طالبانوپدې باب خپل نظرندى څرگندكړى.