داروزګان ولايت په مرکز ترين کوټ کې ولايتي ودانۍ ته څېرمه دريموټ کنټرول درې لوى بمونه شنډ او خونسا کړل شول . داروزګان امنيتي چارواکو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دابمونه دولايتي ودانۍ په 300مترۍ کې ځاى پرځاى شوي وو چې دولسي وګړو په مټ پيدا او دنړۍ والو ځواکونو په مټ شنډ کړل شول . اروزګان يو دافغانستان له هغو ولايتونو څخه دى چې ترډېره بريده يې خبرونه تررسنيو نه رسېږي خو په سيمه کې يو نا امنه ولايت بلل کېږي .