له هغه تورې ورځې څخه څه د پاسه لس كاله تېر شول چې طالبانو د باميانو دوه ستر او خورا لرغوني بتان په بمونو والوزول.
دغه دوه بتان چې د هندوكش د سترې كړۍ د يوه غره په ډبرين اړخ كې كېندل شوى او توږل شوي وو، يو (صلصال) نومېږي او بل (شمامه).
لومړنى نارينه دى چې 53 متره جګوالى لري او بله ښځه ده چې لوړوالى يې 35 متره دى. ځني مورخين مين (نارينه) (واكهب) او مينه (خنګ) بولي او ځني كسان (لات) او (منات) هم ورته وايي.
د المان د (مونشن) د پوهنتون د ساينسي علومو څېړونكى ښاغلى ( اروينګ امرلينګ) په دې اند دى چې (شمامه) په 544 – 595 او (صلصان) 591 – 644 م كلونو تر مينځ جوړ شوي دي. د ښاغلي امرلينګ ډله وايي چې د باميانو د ړنګو دنګو بتانو د ټوټو عملي څېړنه دا څرګندوي چې دا بتان بېرته د جوړيدو وړ دي.
ښاغلي ډاكټر فقير چند چنديوك په افغان جرمن انلاين كې ليكي چې د هغه خبرو په پايله كې چې په دې وروستيو وختونو كې د افغانستان د اسلامي دولت او يونسكو تر مينځ وشوې، په ډاګه شوه چې دا پروژه دوولس مليونه ډالره لګښت غواړي چې افغانستان ته د مرسته كېدونكو پيسو په پرتله دومره غټ رقم نه دى. ښاغلى ډاكټر فقير چند د باميان د لرغونو بتانو د رغولو او بيا جوړولو په كار كې ځند د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو راديكالو ګډ فكري مجزح بولي او وايي كوم جګړه مار چې په اوسني دولت كې په غټو مناصبو لګېدلي، د بتانو بيا جوړونه له خپلو باورونو څخه په ټكر كې ويني او ښايي چې طالبانو ته د سولې د خبرو د پيل له پاره د يوه شنې ډېوې دريځ ولري.
په هر صورت په طالبانو باندې هغه كار وشو چې په څو پېړيو كې چا نه وكړى. په كال 1221 م كې چنګزخان په باميان يرغل وكړ. په جګړه كې د ده ګران لمسى ووزل شو ( موتوجن د جغتاى زوى). چنګز په بدله كې د ښار ټول خلك ووژل؛ خو بتانو ته يې زيان ونه رساوه. سلطان محمود غزنوي په هند كې ډېر بتان مات كړل؛ خو د باميان بتان يې وساتل:
وايي كله چې هټلريانو د فرانسې په (نورماندي) كې ماته وخوړه او شاتګ يې پيل كړ، هټلر په پاريس كې خپل پوځي قوماندان ته امر وكړ چې د ښار ټولې جوړې تاريخي ودانۍ والوزوي! خو قوماندان كه څه هم چې په زرګونو كسان د ده په امر وژل شوي وو، د بشريت د تاريخي پرمختګ، برم او ښكلا دغه نښې جوړې پرېښودي او په ځاى يې خپل ځان وويشت!
خو په افغانستان كې د تاريخي اثارو د ړنګولو، ماتولو، قاچاق او خرڅولو كيسه نه په طالبانو پيل كيږي او نه په طالبانو پاى ته رسي. تېر دېرش كلونه د افغانستان د مادي او معنوي ړنګولو له پاره ډېر درانده كلونه وو. هر يو لس كاله دى. په دې دېرشو كلونو كې بېسوادى، ناپوهى، جهالت، افراط، ځان غوښتنې او د نورو د ګټو له پاره د تورو وهلو او همدا راز د ګاونډيانو او سترو هېوادونو پټو او ښكاره لاسوهنو او يرغلونو افغانستان دومره وران كړ چې تاريخ يې سارى نه دى ليدلي. موږ په هر كار كې ډېر افراط وكړ. حزب ديموكراتيك به ويل چې نور د سوسياليستي انقلاب په پاره د ماسكو لارې ته اړتيا نشته، پوځ دې كودتا كوي او سياسي ځواك دې كارګرانو او نورو زيار ايستونكو ته سپاري! او اسلامي بنسټ پالو بيا ويل چې د ټولې نړۍ جهاد دې په افغانستان كې وشي. د كابل ښار يې ورانولو؛ ځكه چې په هغه كې منكرات شوي وو!
د همدې نړيوالې دندې له پاره تنظيمونه په خپلو كې وجنګېدل او پاته هېواد يې د پرديو په اشاره نورهم وران كړ. د ټولو په ياد دي چې په كابل كې د افغانستان ملي موزيم د تنظيمونو د واكمنۍ په توره دوره كې لوټي – لوټي شو. هغه تنظيمونه چې اوس هم په كابل كې د امريكا او ناتو په مرسته د واك پر ګدۍ ناست دي. دوى د افغانستان ملي موزيم په توپونو او ټانكونو وويشت او بيا د تاريخي اثارو غله او قاچاقچيان د همدې تنظيمونو د مشرانو او قوماندانانو په مرسته او لارښوونه موزيم ته ننوتل او ډېر جوړ اثار يې پټ كړل چې اوس د نړۍ په بېلابېلو برخو كې د شتمنو او كلكسيو نرانو د كورونو ښكلا جوړوي.
طالبانو هم د كابل له موزيم سره جفا وكړه او ځني پاتي مجسمې يې ماتې كړي. دا لړۍ اوس هم له بده مرغه روانه ده او د افغانستان د لرغوني او اوسني تاريخ څلي، اثار، ډبرليكونه، مجسمې، كتابونه، نښې او ودانۍ ورانيږي، قاچاق كيږي او بهرته وړل كيږي.
موږ په تېرو څو كلونو كې په وار – وار واوريدل چې د لرغونو اثار غله او قاچاق كوونكي، د هېواد په ډېرو هغه سيمو كې په غيرقانوني كيندنو بوخت دي چې اثار پكې موندل كېداى شي.
ما ته يوه بلخي څو كاله مخكې ويلي و چې د بلخ د لرغوني كلا يا بالاحصار زمكه څو ځلې اړول شوي او غلو هغه څه لوټلي چې په دې خاوره كې د خرڅلاو وړ وو!
موږ دا هم واورېدل چې د قبرونو ډبرليكونه پټ شول. موږ واوېدل چې د تاريخي اثارو غلو د هېواد په بېلابيلو سيمو كې حتى قبرونه لوڅ كړل او د مادي ګټې په تمه يې د خپل پلار – نيكه د هډوكو په سوداگرۍ باندې هم اكتفا ونكړه.
هغه څه چې زه يې ډير خپه كړى يم او د دې كرښو ليكو ته اړ ايستم هغه ورانوونكى كار دى چې په دې وروستيو وختونو كې د افغانستان د اسلامي دولت چارواكو كړى او كټ مټ د افغانستان د تاريخي اثارو او ودانيو هغه ورانولو او تباه كولو ته ورته دى چې قاچاقيان او د افغانستان د تاريخي برم او عظمت دښمنان يې بايد وكړي!
ښايې ډيرو ښاغلو لوستونكو ته معلومه وي چې افغانستان لومړنى هوايي ترمينل د غازى امير امان الله خان په وخت كې د كابل د خواجه رواش په هوايي ډګر كې جوړ شوى و. د دې ترمينل ښايسته تاريخي ودانۍ په هغه ځاى كې موقعيت درلود چې اوس هوايي ډګر ته د ننوتلو لومړنى تلاشى كيږي. دا دوه پوړيزه ودانۍ تركال 1389 پورې ولاړه وه؛ خو جدى ترميم ته يې اړتيا درلوده. ويل كيږي چې د خواجه رواش د لومړني هوايي ډګر ځغلكرښه (رنوې Run way) د همدې ترمينل د ودانۍ شمال لور ته جوړه شوى وه.
د 1389 كال په وروستيو مياشتو كې كومې دولتي ادارې، پرته له دې چې د دې ودانۍ تاريخي ارځښت ته وګوري، دا ودانۍ ړنګه كړې ده. كېداى شي چې دلته به كومه بله پروژه تطبيق كيږي؛ خو د ترمينل د دې تاريخي ودانۍ ارځښت دومره لوړ و چې بايد د افغانستان د هوايي ترانسپورت د لومړنى ترمينل په توګه د تل له پاره ساتل شوى او په اساسي توګه ترميم شوى واى. دا زموږ د مدني پرمختګ د تاريخ يو ژوندى موزيم و او ډېر زيات ارځښت يې درلود!
په افغانستان كې د تاريخي سيمو، ځايونو او ودانيو د ړنګولو په بهير كې دا دوهم ګام دى چې د ولسمشر حامد كرزي په وخت كې پورته كيږي. لومړنى ګام د شيرپور د تاريخي قشلې ورانول و چې زمكه يې د دولت په يو شمېر چارواكو ووېشل شوه او دا دى د خواجه رواش د هوايي ډګر د لومړني ترمينل په ورانولو سره، يو بل د تاسف وړ ګام پورته شو چې جبيره يې ناشوني ده او موږ له بده مرغه يوه بله تاريخي ودانۍ له لاسه وركړه. داسې ورانوونكي ګامونه پخوا هم پورته شوي وو. لكه د ارتل د پله په سيمه كې د (كوټى لندني) ورانول چې د غازي ټولواك اميرامان الله خان په وخت كې د انګريزي وادنيو د نقشې له مخې جوړه شوى او د افغانستان د راډيو لومړنى مركز بلل كېده!
ما دې ليكنې ته ځكه د ( دا يوازې طالبان نه دي چې…) سرليك ټاكلى چې ګرانو لوستونكو ته ثابته كړم چې په رښتيا هم دا يوازې طالبان نه دي چې د افغانستان د تاريخي اثارو ارځښت ته پام نه ساتي. مجاهدينو په خپله واكمنۍ كې ډېره جفا وكړه او دا ده د كرزي صاحب د ولسواكي په دور كې هم د هېواد د تاريخي اثارو غله لګيا دي كيندنې كوي او اثار په بهر كې خرڅوي، بله خوا د دولت يو شمېر ادارې اومشران هم د تاريخي اثارو ارځښت ته نه ګوري، كله د شيرپور تاريخي قشله ورانوي او كله د هېواد لومړني ترمينل لوټې – لوټې كوي او په دې توګه له هغه بهير سره مرسته كوي چې غواړي افغانستان په يو بې هويته، بې تاريخه او بې برمه هېواد بدل كاندي!
زه هيله من يم چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د موزيمونو رياست، مدني ټولنه او دې هېواد د تاريخي وياړونو مينه وال او فعالين دا موضوع جدي ونيسي او له دولتي چارواكو څخه وغواړي چې د خواجه رواش د تاريخي ترمينل د ورانولو مسوولين، ولس ته وپېژنې او د خلكو اذهان روښانه كړي.