کور / راپور / د خور په کور کي د ورور مرموز قتل! (څېړنيز راپور)

د خور په کور کي د ورور مرموز قتل! (څېړنيز راپور)

اسناد او مرکې : عبدالله احسان او نذير احمدنذير
څېړنه  او راپور : محمد عمر واحديار
خپروونکی :  د Larawbar.com مطبوعاتي اداره


د ١٣٨٩ کال د دلوي پنځمه نېټه وه، جاويد ((اوس دستي درځم)) وويل او تلېفون يې بند کړ.  ميګاروف توپنچه يې له دوه شاجوره مرميو سره واخيسته او ماښام له کابل څخه پکتيا ته روان سو.


د تيکواندو دسره کمربند لرونکى دغه ٣٠ يا ٣٢ کلن ځوان په يوه بهرنۍ موسسه کي کار کوي، دى له سپين سري مور، مېرمن او درو کوچنيانو سره په کابل کي اوسېږي، خو درې مشران وروڼه يې په اروپا کي ژوند کوي.


شهيد جاويد او د هغه درې يتيمان


آغلې مريم پکتين د پکتيا په ولايتي شورا کي وکيله څوساعته دمخه د خپل ورور (جاويد) کره ورغلې وه.
مريم پکتين: ((کابل ته تللې وم، هلته مي خياط ته جامې ورکړي وې، هغه راته ويل خامک دوزي ته يې سبا پس له وخته راشه، کنه زه د وخته بيرته راتلم، خو ما ويل راشه مور به مي ووينم، جاويد هم هر وخت ګيله کوي چي کابل ته د خور کره راځې، خو زموږ کره نه راګرځې)).


مريم وايي جاويد سهار پر کور نه وو، خو له مور او ورېنداري سره يې غرمه تېره کړه.
لږ وروسته د مريم زوى اېمل په خپلي مور پسي د جاويد کور ته ورځي او مريم ناببره ګردېز ته د تګ پرېکړه کوي.
مريم: ((اېمل چي راغى ورېنداره مي اشپزخانې ته ننوته، تلېفون يې وکړ، ما ويل له چا سره غږېدې، هغې ويل جاويد وو، په دا زړه کي مي وويل چي ولا فساد درته جوړوي)).
د جاويد مېرمن عابده بيا بل څه وايي : ((مريم چي راغله، جاويد زنګ ورته راووهه چي شپه زموږ کره وکړه، مجلس به وکړو، خو مريم ويل نه بيرته ګردېز ته ځم کارونه مي ډېر دي)).


اېمل د مريم ځوان زوى دئ، چي مور يې وا يې پروسږکال له دوولسم څخه فارغ سو. هغه ته خپل ماماويلي چي کورته دې نه ورځي.
مېرمن عابده: ((خاوند مي همېشه اېمل ته ويل چي له لوچګانو او بد اخلاقو هلکانو سره مه ګرځه، خو هغه غوږ نه ورته نيوئ، همدا علت وو چي اېمل يې له خپل کور څخه بند کړى وو)).
د مريم او جاويد خور فريده وايي: ((مريم له زوى سره په کابل کي د جاويد کور ته ورغلې وه، هغه نه وه خبره چي جاويد يې زوى له کوره بند کړى دئ، خو اېمل د سهار له اتو څخه د غرمې تر يوې بجې هلته وو، دا چي نور څه پېښ شوي، زه نه يم خبره)).


مريم پکتين وايي دا او ورور يې ډېر سره ګران ول، هغه د مور په سترګه ورته کتل، خو دا چي ولي يې زوى او ورور سترګه سره وخوړه کيسه داسي کوي:
((زما د ورور خواښې د لوګر ده، د هغې په خسرګنۍ کي پنځه مياشتي دمخه واده وو، زموږ موټر يې د ناوي لپاره غوښتى وو، هغه موټر ګلپوشۍ ته په لاره ټکر وکړ او د لوګر دوه محصلين چي د جاويد د خواښي خپلوان وو پکې مړه شول، د ماما او خوريي ترمنځ مناقشه هم خواښي جوړه کړې وه، بعد له هغې نه به جاويد ويل چي دغه وړکى زما ښه نه ايسي، زما ورينداره هم شيطانه ښځه وه)).


له دې پېښي خبر کسان بېلابېلي انګېرني او تبصرې کوي، څوک وايي ښايي د جاويد او اېمل ترمنځ د دوى په کورنۍ کي د کومي اخلاقي موضوع پر سر جنجال پېښ سوى وي، خو نور وايي نه اېمل په کابل کي له بد اخلاقو هلکانو او نجونو سره ګرځېدئ او د ماما يې پر دې کارو بد ځني راتلل.
د ګردېز په کرماشي کلي کي قومي مشر او قومندان عبدالله حسن: ((د مريم کورنۍ د نورو افغانانو په څېر پر خپل فاميل حاکميت نه لري او نه هم په خپل منځ کي د مخ پټي دود لري، دوى د خارج د خلګو په څېر آزاد خياله دي)).


د کلي خلګ هم په دې باب  جلا جلا نظرونه لري، ځيني وايي جاويد ځکه اېمل له کوره بند کړى وو، چي هغه په بداخلاقۍ روږد وو، خو څوک وايي نه اصل کيسه سرچپه ده.
خومريم پکتين خپل زوى داسي سپينوي: ((خلګ به هرڅه وايي، قربان دي شم هغه هلک د دې خبرو نه دئ، کولاى شې له کليوالو نه پوښتنه وکړې، هغه حتى د ماما له سيوري نه هم  ډارېده، د ماما کره به اکثره وخت نه تى، ډارېده چي هغه بې پر ويښتانو يا پر ږيره شور ورسره وکړي، هغه لکه د دوى سرپرست داسي وو، هر وخت به يې منت باندي کاوه)).


داسي هم ويل کېږي چي جاويد د اېمل په عمه ګانو کي له يوې سره جوړ وو، خو آغلې مريم پکتين وايي دا د خلګو شيطانتونه دي، د خاوندخويندي يې زړې – زړې ښځي دي، جاويد يې لکه زوى داسي غټ کړى وو.


 جنايي پوليس عبدالصمد د اېمل او جاويد شخړه داسي انګېري: ((د جاويد مېرمن ما وليده هغه ډېره درنه پښتنه وه، کم عمره او ښايسته نجلۍ وه، د ١٨ کالو په شاوخوا کي عمر او دوه کوچنيان لري، نو زما په نظر د اېمل بداخلاقيو ته په کتو د جاويد نه خوښېده چي هغه يې کور ته ورشي او د ده مېرمن وويني)).


د اېمل د بداخلاقۍ ثبوت له چا سره نسته، خو دا ټول مني چي جاويد اېمل له خپل کوره بند کړى وو او پر دې موضوع تلېفوني شخړي مجبور کړ، چي په توره شپه ګردېز ته روان سي.
مېرمن عابده:((ماځيګر چي جاويد له کاره راغى خبر شو چي له مريم سره اېمل هم راغلى وو، هغه ته يې زنګ وواهه چي ته بيا زموږ کره راغلى وې، ما خو تاته ويلي وه چي مه راځه، په دې وخت کي يې تليفون قطع کړ، چي هسي نه مشاجره رامنځته شي، خو اېمل پرله پسې زنګونه ورته راوهل، آخر يې ١٥ دقيقې تليفون بند کړ، چي چالان يې کړ بيا د اېمل زنګ ورته راغى، ما يې خبري نه اورېدې خو هغه ورته ويلي وه چي که هر وخت ګردېز ته راغلې وژنم دي، جاويد ډېر احساساتي شو او ورته ويې ويل چي داسي ده اوس دستي درځم)).


شهيد جاويد پکتين د خپل کار په دفتر کي


د اېمل مشر ورور هادي پکتين مو له تلېفوني شخړي داسي خبروي:((ماښام اېمل ماته راغئ ژړل يې چي له ماما سره يې شخړه وشوه، زما د تره او ترور زوى ته مي تلېفون وکئ، چي جاويد له اېمل سره لفظي مشاجره کړې ده، هغه راته ويل چي زه به جاويد پوى کړم، سبا خبري ورسره کوم)).


د تلېفوني شخړي په هکله د ټولو خبري يو شى دي، مريم پکتين وايي: ((زما ورور ډېر توند وو، زما له لېورزي څخه يې د اېمل شماره اخيستې وه او زنګ يې ورته وهلى وو، چي وه هلکه ته بيا زموږ کره راغلى وې، په دې وخت کي يې د مور او خور ښکنځل هم ورته کړي وو، اېمل ورته ويلي وو چي ما نو څه ستا ښځه . . . . ده چي ته وا مه راځه)).


معلومه نه ده چي جاويد خپله ګردېز ته روان سو، که اېمل ورغوښتى وو، خو عابده وايي ډېر يې ورته وويل چي مه ځه:((ما ډېر ورته وويل چي اوس ناوخته دئ مه ځه، د لوګر د لاري امنيت خراب دئ، خو هغه ويل نه د لاري لپاره توپنچه راسره اخلم. ويل د اېمل مور ته وايم چي هغه بله ورځ زموږ کره پرېنږدي. پر لاري يې دوه درې واره زما سره خبري وکړې ويل ستونزه نشته، تقريباً اته نيمي بجې وې چي آخر وار مي خبري ورسره وکړې، ويل خاطر جمعه اوسه دا دئ د کور مخته يې ورسېدم، بيا نو زه نه يم خبره چي څه پېښ شول، وروسته مي چي زنګ ور واهه تليفون يې بند وو)).


مريم د پنځو زامنو مور ده، يو يې په کاناډا او څلور يې له دې سره په پکتيا کي اوسېږي.
د جاويد کورنۍ د مريم له خسرګنۍ سره نوري خپلوۍ هم لري، د جاويد يوه بله خور بي بي صنم د مريم لېوره محمدګل ته ناسته ده او د دوى دوې نجوني د جاويد په کورنۍ کي واده دي.


جاويد ماخستن ناوخته د پکتيا مرکز ګردېز ته ورسېد، په کرماشي کلي کي يې د سړک پر غاړه موټر ودراوه او د خپلي خور مريم کور ته ورغئ. دلته درې کوره اوسېږي چي يو د ولايتي شورا د وکيلي مريم دئ او دوه نور يې د لېورنو دي.


جايد په دې موټر کي پکتيا ته د ژوند وروستی سفر کړی و


د مريم لېورزى مجيب: (( زه په خونه کي وم چي دروازه وټکېده، خپل ورور وحيدلله ته مي وويل چي وګوره څوک دي، هغه ويل جاويد دئ، چي دروازه مي پرانيسته ما ويل دلته پاته شه، د اېمل دوى کره تياره ده، خو هغه ويل له خور سره مي کار دئ، زه چي خوني ته ننوتم په دې وخت کي ډزي شوې، چي راغلم جاويدويشتل شوى وو.))


مېرمن مريم پکتين وايي دا د سر دردۍ تکليف لري، زامنو يې د جاويد او اېمل د شخړي نه وه ورته ويلي او په دې هم نه پوهېده چي ورور يې دزوى په وژلو پسي ورځي: ((زموږ د کور څراغان مړه وو، د خوني دروازه خلاصه او فيرونه شروع شول، ما چيغي کړې چي هلئ پوليس خبر کئ، يا غله يا طالبان دي، هغه زما د وېرولو په خاطر پر ما هم ډزي وکړې، ما نارې کړې چي زه ولګېدم، په دې وخت کي مي اېمل زوى چي اودس يې کاوه راورسېد او پر هغه يې د شاه له خوا ډزي وکړې، وروسته چي يې څراغ راووړ او ومي کتئ هغه زما خياليګر ورور وو)).


هادي وايي دوى په سراى کي دوې خوني لري، چي په يوه کي دى او مېرمن او په بله کي يې مور، پلار، اېمل او نور وروڼه اوسېږي.، خو د جاويد ورور شريف وايي دوى په کور کي دريمه خونه هم لري چي په هغه کي اېمل اوسېږي او د پوليسو له خوا د پېښي د ځاى جوړه سوې نقشه هم درې خوني ښيي.


عبدالصمد د مريم خاوند هم د پېښي پر مهال له خپلي مېرمني او اولادونو سره وو. هغه وايي جاويد په تياره کي ډزي کولې، مېرمن يې چيغي کړې چي دا خو يې وويشته اولادونه يې ونه ولي، په دې وخت کي دى ورسره لاس او ګرېوان سو.
عبدالصمد:((ما غوښتل چي توپنچه ځني واخلم خو نه کېده، د توپنچې څو ډزې پر چت هم وشوې، د شا له خوا مي ټينګ نيولى وو، خو يوه مرمۍ يې پر غاړه ولګېده، په دې وخت کي مي راکش کړ او د استراحت اطاق ته مي يووړئ، جاويد اول خپله ځان وويشتى، بيا اېمل پسي وواژه)).


اېمل او پلار يې دواړه اوس د جاويد د قتل په تور بنديان دي، اېمل پوليسو ته داسي اعتراف کړى: ((زه په تشناب کي وم چي پرتوګاښ مي خلاص کئ، په دې وخت کي مي ډزي واورېدې او ژر بيرته راووتم، توپنچه مي راواخيسته، هوايي ډزي مي کولې چي ورينداري مي څراغ راوړ، که ګورم ماما مي په برنډه کي مړ پروت دئ)).


جاويد تر وژل کېدلو وروسته


عبدالصمد په يوه بل تحقيق کي داسي ويلي دي: ((چي ډزي شوې، تياره وه څوک مو نه ليدل، مېرمن مي ترلاس ونيوله چي له خوني دباندي راووزو، پر دې وخت په سراى کي هم ډزي کېدې، موږ نه پوهېدو چي څوک دئ، زه او مېرمن مي له خوني راووتو، خو وروسته چي يې څراغ راووړ، جاويد مړ وو)).


د پوليسو د تحقيقاتو پاڼي لراوبر ته هم رسېدلي، مريم پوليسو ته ويلي دا او خاوند يې په خونه کي ول چي ډزي پر وسوې، مېړه يې د بريدکوونکي لاس ونيوى، خو هغه بيا هم ډزي کولې چي مرمۍ يې پر چت ولګېدې، خو د جنايي پوليسو قومندان عبدالصمد وايي پر چت لګېدلي مرمۍ يوه جعلي هڅه وه، جاويد د دوى کور ته د خبرو دپاره ورغلى وو.


د جنايي پوليسو قومندان عبدالصمد وايي پر چت لګېدلي مرمۍ يوه جعلي هڅه وه،


عبدالله حسن د کرماشي کلي قومي مشر دئ، هغه د پېښي په باب لراوبر ته وويل: ((د شپې نهه نيمي بجې وې چي لس – دوولس ډزي وشوې، ما خپله اورېدې او داسي فکر مي کاوه لکه څوک نښه ولي)).


دا چي جاويدرښتيا د تلېفوني کشمکش له امله ووژل سو او که يې تر شا بل راز هم سته، تر اوسه نه ده معلومه سوې. د جاويد کورنۍ وايي په دې راز مريم او د هغې کورنۍ ښه خبره ده.
شريف د جاويد ورور دئ او په ډنمارک کي اوسي، هغه وايي فقط دونه نتيجه ګيري کولاى سي چي ورور يې د يوه منظم پلان پر اساس وژل سوى دئ.
شريف: ((د جاويد د مرګ په راز يوازي مريم خبره ده، متاسفانه هغې ډېره فعاله برخه پکښي درلوده، د قضيې اصلي بيان د صمد، مريم او هادي ترمنځ دئ. اېمل يوازي د يوې وسيلې په توګه کار شوى دئ. بل دا چي جاويد هيڅکله دومره کم عقل نه وو چي خپل خوږ ژوند، مېرمن، کوچني اولادونه او خپله ټوله دارايي له يوه بې تربيې هلک سره د يوې کوچنۍ تلېفوني شخړي قرباني کړي)).


شريف تور لګوي چي مريم تر دې دمخه د يوه بل هلک په وژنه کي هم ايمل د قانون له پنجو څخه خلاص کړى وو، خو وايي د جاويد قتل لکه څنګه چي دوى پلان کړى وو، هغسي سرته ونه رسېد.


بلي خوا ته مريم، زامن او خاوند يې ګرسره د جاويد له ورتګ څخه ځانونه نا خبره بولي.
مريم پکتين: ((که هرڅونه سختي راشي يوه خور خپل ورور نه وژني، موږ شاهدان لرو، اصلاً ده خپله پلان نيولى وو، مشر ورور غفار ته يې چې په هالنډ کي دئ ويلي وو، دا وړکى ولم او بيرته تښتم، حتى موټر يې د سړک پر غاړه مخ پر کابل درولى وو، توپنچه يې هم راخيستې وه، موږ تاسي خو مسلمانان يو، په خداى او په قران عقيده لرو، تاسي پر موږ باندي د قسم حق لرئ چي موږ يې درته واخلو، نه موږ او نه مجيب د هغه په راتګ خبر وو، دا يوه تصادفي پېښه وه، بس څه يې کوې وروره وايي هم بوره هم بدنامه)).


د اېمل مشر ورور هادي د دې پېښي په هکله لراوبر ته وويل: ((زه د خپل ماشوم او ښځي سره ويده وم، مور مي په خپل اطاق کي ويده وه، د خداى په کلام او په قانون راغلي چي يو څوک بايد د چا حريم ته بې اجازې داخل نشې، دى دا احساس نه لري چي هغه خور به يې له خپل خاوند سره څنګه پرته وي؟ خير خو ده دا کار وکړ، ډزي يې شروع کړې، غالۍ سورۍ سورۍ شوه، چت سورى سورى شو، نو ته فکر وکړه چي سړى دښمني هم لري او يو څوک په دغسي حالت کي وويني نو څه به وکړي)).


د جاويد ورور شريف: ((زما په نظر دوى ټول د مريمي په شمول د جاويد له راتګه خبر وؤ. که داسي نه واى څنګه جاويد ونشو كولاى چي حتى يو تن هم د دوى په کور کي په خپل ميګاروف باندي ټپي كړي؟ حال داچي صمد او مريم له وسلې سره – سره  جاويد په خپل غېږ كي ټينګ کړى وو)).


د پوليسو، څارنوالۍ، ملي امنيت او عامي روغتيا هيئت چي د پېښي ځاى ليدلى او تحقيقات يې کړي، په قصدي توګه د جاويد د مرګ احتمال نه ردوي.
 جنايي پوليس صمد: ((زموږ له تحقيقاتو معلومېږي چي جاويد د يوه منظم پلان له مخي وژل شوى دئ، مريم، زوى او خاوند يې درې سره په دې قتل کي لاس لري)).


هادي پکتين د پلان خبره ردوي او وايي، والله که هيڅوک داسي وکړي چي يو څوک يې کور ته راشي او دى يې د مرګ پلان ورته ونيسي، څوک چي چاته پلان نيسي هغه يې په لار کي وژني، په کابل کي يې وژني، په موټر کي يې وژني.
هادي زياتوي: (( د جاويد مور او ښځه خبره وه، يو تليفون خو به يې کولاى چي دغه کس درغئ، په غوسه دئ، توپنچه او ٣٥ مرمۍ ورسره دي، موټر يې کور ته راتلاى شواى، خو ده پر سړک يو کيلومتر ليري درولى وو، تاسي دغه خبري په نظر کي نه نيسئ، صرف واياست چي ولا له دې نه داسي ښکاري چي پلان ورته نيول شوى وو)).


د پوليسو سيمه اير قومندان  وايي په هغه شپه داسي ډزي کېدې لکه څوک چي نښه ولي، داسي نه وې لکه د جنګ پر مهال چي پر يوه او بل د حملې په څېر کېږي. د نوموړي په وينا يوه او بل ټک شاوخوا يوه دقيقه وخت نيوئ، خو هادي يې نه مني: ((هرڅوک چي په دغه مسئله کي غلطه لاس وهنه کوي د الله نه دغه مسله د هغه په کور کي غواړم)).


يوې سرچينې لراوبر ته وويل چي اېمل په زندان کي له پلار سره شخړه کړې چي پلاره ما خو مي ماما په پښو کي وويشت، تا او مور مي پر سينه باندي وويشت، خو مريم وايي:((نه نه، دا غلطه خبره ده، هغه په پښو کي هيڅ ويشتل شوى نه دئ، نه زما سره توپنچه وه، په بله کوټه کي توپنچه پرته وه اېمل پسي راواخيسته  چي جاويد شاجور بدلاوه، ده وويشتئ)).
خو شريف  د مريم خبري ردوي: ((مريم خو وايي توره شپه وه دوى نه شو ليدلاى، نو په تياره كي د شاجور بدلول يې څنګه وليدل)).


د پوليسو سيمه ايز قومندان وايي دا نه معلومېږي چي هغه قصداً او که په خطا کي وژل سوى، خو دا ويلاى سي چي هغه له کابل څخه ګردېز ته راغلى وو او د دوى په کور کي ووژل سو.
عبدالله حسن: ((دوى اول آوازه ګډه کړې وه چي جاويد خپله ځان ويشتلى دئ،له کوره يې چيغي او نارې اورېدل کېدې چي پلانى ووژل شو، خو له کليوالو نه يو چا راته وويل چي په دوى کي يوه ويل اوس خو وويشتل شو، پر دا سر يې ووله چي سم مړ شي)).
د جاويد مور چي وايي د مريم د تهديد له امله د هند په ګرميو کي شپې تېروي، هم دا خبره کوي: ((زوی مي د دوی کورته ورغلی وو، يوه د شا له خوا او بل د مخ له خوا ډزې پر کړي وې، وروسته يې پر سر هم ويشتى وو چي ژوندى پاته نشي او په ژړا ژړا وايي چي له دې امله يې مريم  په ژوند او تر ژوند وروسته عاق کړې ده )) .


د جاويد مور چي وايي د مريم د تهديد له امله د هند په ګرميو کي شپې تېروي، هم دا خبره کوي: ((زوی مي د دوی کورته ورغلی وو، يوه د شا له خوا او بل د مخ له خوا ډزې پر کړي وې، وروسته يې پر سر هم ويشتى وو چي ژوندى پاته نشي)) .


د مريم مشر زوى هادي پر سر قصدي ويشتلو ادعا داسي ردوي: ((اوس يوه ښځه جګه شوې ده، د جاويد ورور ته يې ويلي چي پلار يې ويل پر دا سر يې ووله چي ژوندى پاته نشي، نو د شپې پر لس بجې د چا ښځه زما په کور کي وه چي وايې ورېده؟ ، خلګ به هرڅه وايي، چي خداى نخواسته ستا سره يوه وړوکې حادثه وشي بيا به پوى شې چي خلګ څنګه د ستن په ځاى جوال دوزه او د جوال دوزي په ځاى مېخ ټکوهي)).


د جاويد د خودکشۍ لومړۍ آوازه مريم هم مني خو وايي که يې کليوالو ته داسي نه واى ويلي هغوى د جاويد مړى نه ورسره ښخاوه: ((دلته زما مشره خور هم ده، موږ په خپل کور کي مشوره وکړه چي که دې خلګو ته ووايو چي پر موږ يې حمله کړې ده، بيا يې نه ښخوي، که داسي واى په خپل کور کي مو نه واژه او جنايي ته مو تليفون نه کاوه)).


شريف وايي: ((مريم ولي تر اوسه زموږ كورنۍ ته دا نه دي ويلي، ولي يې موږ ته خصوصي نه ويل؟ کومه مشره خور يې خبره کړې وه؟ حتى مريم له شرم او خجالت څخه خپلي كورنى ته مراجعه نه ده كړې)).


ايمل پوليسو ته ويلي چي هوايي ټکان يې کول، خو مور يې وايي اېمل د شا له خوا ډزي پر کولې. اوس پوښتنه دا ده چي که هوايي ډزي کېدې جاويد ولي وويشتل سو؟ او که يې د شا له خوا ويشتلى وي نو بيا د مخ له خوا چا ټکان پر کړي دي؟
اېمل: ((ما ډزي واورېدې توپنچه مي راواخيسته، چي راغلم جاويد مي په تياره کي وليدئ چي زما د مور له خوني راووتئ، ما هم ډزي کولې چي پر ده ولګېدې)).


مريم پکتين ويل چي جاويد دوې مرمۍ خوړلي دي خو وروسته څرګنده سوه چي ددې خبره سمه نه وهبلي خوا ته د مقتول کورنۍ وايي د جاويد مړی پر تخته پروت وو، مريم يې مور او مېرمن له نژدې څخه ليدو ته نه پريښوول چي زخمونه يې معلوم نسي. همدا راز مريم په تليفون کي نورو وروڼو ته ويلي وو چي جاويد فقط دوې مرمۍ خوړلي دي، خو وروسته معلومه سوه چي هغه ډېر ويشتل سوی وو.


د جاويد د بدن ټپونه د جنايي آمريت په راپور کي داسي په ګوته سوي دي: ((مقتول دوې مرمۍ د شا له خوا، يوه پر راسته کوناټي، دوې پر نس د مخ له خوا، درې پر سر او سينه د شا له خوا، يوه په راسته طرف کي، يوه پر اوږه د مخ له خوا، دوې د غاړي په چپه طرف کي، يوه د غاړي پر راسته طرف د مخ له خوا او يوه بله مرمۍ پر چپه اوږه خوړلې ده)).


د جنايي پوليسو راپور وايي د متهمو کسانو اقرار له يوه او بل وار سره توپير لري. ايمل او پلار يې اول ويلي وو، چي جاويد يې د شا له خوا ويشتلى دئ، خو د صحت عامې څېړني ښيي چي پر جاويد د مخ له خوا هم ټکان سوي دي. اېمل په يوه تحقيق کي ويلي چي دى راتلى جاويد مړ پروت وو، خو وروسته يې وويل چي ده هوايي ډزي پر وکړې. همدا راز د اېمل پلار وايي جاويد اول ځان وويشتى وروسته ايمل ټکان پر وکړل او ويې واژه.


جنايي پوليس عبدالصمد وايي د پېښي په ځاى کي څو ورځي وروسته پنځه نور پوچک هم پيدا سول، چي له نيول سوو ۲ ( يوه ميګاروف او بله امريکايي ) توپنچو سره سر نه خوري. د نوموړي په وينا ښايي په دې وژنه کي له بلي وسلې هم کار اخيستل سوى وي.
صمد يوه بل ټکي ته داسي اشاره کوي:((د جاويد تليفون د پوليسو لاسته نه دئ ورغلى، شايد متهمي کورنۍ پټ کړى وي، له دې څخه معلومېږي چي د جاويد تر راتګ دمخه د هغه د مرګ پلان جوړ شوى وو)).


مريم د دريمي توپنچې کارول نه مني او دا د ځان په وړاندي يوه دسيسه بولي: ((زما ورور د هالنډ نه پيسې ورته رالېږلي وې چي دوسيه ورته جوړه کړئ، ځکه دا پوچک نه ما ورلېږلي او نه ما ليدلي وو، دوى ناغيړي کوله، نه يې کوم ثبوت لرلو، نه يې کوم شک باندي څوک نيولى وو، بس هوايي يې راته ويلي وو چي پنځه پوچک تا نور رالېږلي دي، يوه توپنچه وه چي له قومندان امنيې نه مي د ساتني لپاره اخيستې وه او يوه ميګاروف توپنچه مي د ورور وه. جنايي زما سره ښه کارونه ونکړل، ده غوښتل چي په بله دوسيه کي مي ګيره کړي، خو خداى وشرماوه)).


شريف پوليسو ته د رشوت ورکړه ردوي او وايي دوى نه غواړي د ورور شهادت په پيسو باندي خراب کړي، هغه د مريم د ادعا په باب داسي وايي: ((دوى خو دا هم وويل چي جاويد خودکشي کړې ده، هغه يې د القاعده، شرابخور، غله او لېوني په ټاپو بدنام کړ، حتى له ډاکټرانو سره يې لار جوړه کړې وه چي جاويد لېونى او تر تداوي لاندي وو)).
د جنايي پوليسو راپور وايي د پېښي په ځاى کي يوه امريکايي توپنچه له درو شاجورونو او ٣٥ مرميو سره او يوه ميګاروف له دوو شاجورونو او نهو مرميو سره لاسته ورغلې ده. د امريکايي توپنچې نهه پوچکه او د روسۍ دوه پوچکه او يو مردک هم هلته موندل سوي دي. همدا راز په يوه بل راپور کي  ويل سوي چي پوليس د جاويد په تليفون پسي ډېر وګرځېدل، خو لاسته نه ورغئ، چي بايد له روشن کمپنۍ څخه يې د خبرو ريکارډ وغوښتل سي.


د مقتول ورور شريف د يوې بلي موضوع يادونه هم کوي، هغه وايي د مريم مشر زوى هادي د حادثې د بالفعل شريک په توګه اصلاً تحقياتو ته غوښتل سوى هم نه دئ، او آزاد ګرځي، د نوموړي په وينا پوليسو د حادثې د محل له شاهدانو څخه هم پوښتنه نه ده کړې.


د متهمي کورنۍ غړو لومړى د مخ له خوا د جاويد ويشتل نه منل، خو دا چي په عکسونو کي ښکاري مريم يې په هکله داسي وايي: ((په توره شپه کي يې شا او مخ څوک پېژني،  چي زه يې مخ ولم که شا، نښه خو نه پرې ولي)).
جنايي آمر عبدالصمد وايي د جاويد پر جسد د توپنچې د خولې داسي داغونه ول، لکه په لوى لاس چي پر نيول سوې او بيا يې ويشتلى وي، خو مريم وايي هغه د جاويد د خپلي توپنچې داغونه ول چي ځان يې په وويشتى.


جنايي آمر عبدالصمد وايي د جاويد پر جسد د توپنچې د خولې داسي داغونه ول، لکه په لوى لاس چي پر نيول سوې او بيا يې ويشتلى وي،


د جاويد په مرګ دوه متهم کسان اېمل او پلار يې اوس بنديان دي، او د محکمې پرېکړي ته انتظار باسي.
د لراوبر ادارې د پکتيا د مرافعه محکمې له رئيس محمدجليل مولوي زاده سره خبره وکړې، هغه د پېښي له جريان څخه خبر وو، خو وايي له څارنوالۍ څخه قضيه نه ده ورغلې.


بلي خوا ته د جاويد کورنۍ وايي د مريم د زامنو له خوا ګواښونه ورته کېږي چي جوړه وکړي ، کنې خير به يې نه وي.
د جاويد ورور شريف: ((هغوى په زور ګوتي وهي، هم يې ورور را شهيد کړ او هم ګواښونه راته کوي، له همدې ويري مي د جاويد ماشومان له هيواد څخه دباندي وايستل، همدا راز د مريم بل زوى مسعود چي په کاناډا کي اوسي اخطارونه راکوي)).


جنايي پوليس عبدالصمد وايي امکان لري چي د جاويد مېرمن د دوى له خوا ګواښل سوې وي، ځکه مريم نه غواړي چي پر دې دوسيه کار وسي.


د جاويد د کورنۍ د وتلو په هکله هادي وايي، هغوى په کلکته کي دي، هلته يې مور اپرېشن کړې ده، د دوى له ډاره نه دي تللي، خو مريم بيا وايي هغوى ځکه هند ته تللي چي له هغه ځايه ډنمارک ته ولاړ سي.


شريف وايي هغه څارنوال چي پر دې قضيه يې کار کاوه، د مريم په زور له پکتيا څخه بل ولايت ته تبديل سو.
لراوبر له څارنوال بسم الله خان سره خبري وکړې، هغه خپله تبديدلي د کابل مسئوليت وباله، خو وايي څو ځله په تلېفون کي ګواښونه ورته وسول.
 بسم الله خان منګل: ((د اېمل ورور څو ځله تلېفون راوکړ چي د پېښي له څېړني لاس واخلم، ځکه دوى نه غواړي پر دې پېښه څېړنه وشي، د مريم خاوند او زوى بنديان دي او دوى کوښښ کاوه چي په غير قانوني توګه يې خلاص کړي)).


له هادي څخه مو څارنوال ته د ګواښ په هکله پوښتنه وکړه، هغه داسي جواب راکړ: ((داڅوک وايي؟  هغه د لراوبر سره د خبرو پر مهال وويل : ګوره ته چي هرچيري يې راشه زما سره مخامخ خبري وکړه، زه به ځاى دروښيم)).


خو مور يې مريم پکتين د زور خبري نه مني: ((نه نه، هيڅکله نه، زه پخپله يوه وکيله يمه، نه زما زوى چاته ګواښ کړى دئ او نه هم زه اجازه ورکومه چي ګواښ وکړي، څارنوال خپل کار مخته بيايي، جنايي خپل کار مخته بيايي، تاسي په دې خبرو سر مه ګرځوئ!)).


شريف وايي مريم پکتين او کورنۍ يې حتى مطبوعاتو ته هم اجازه نه ورکوي چي پر دې موضوع راپور جوړ کړي او هيڅوک يې ږغ نسي پورته کولاى.
د مريم زوى هادي د شريف ادعا داسي تائېدوي: ((دا زموږ يوه فاميلي موضوع وه، چي خبره يې اوس محکمې ته رسېدلې ده، شريف کوښښ وکړ چي دا خبره په ميډيا کي پخش شي، موږ نه غواړو چي دغه خبره په ميډيا کي خپره شي، ځکه جاويد هم زموږ د کورنۍ کس وو)).


مريم وايي تر دې دمخه يې هيڅکله له جاويد سره شخړه نه وه راغلې، دا او هغه تر نورو وروڼو او خويندو ډېر سره ګران ول.
د جاويد سپين سرې مور هم د دواړو کورنيو دوستي مني او وايي: ((زما زوى له هيچا سره دښمني نه درلوده، موږ دواړو فاميلونو ښه اړيکي لرل، همېشه مو د يوه او بل کره تګ راتګ کاوه، خو زما زوى يې ډېر په ظالمانه توګه راشهيد کړ)).



د سيمي يو سپين ږيری او قومندان عبدالله حسن په دې اړه خپلو خبرو کي اختياط کوي خو وايي جاويد بېګناه وو او ناحقه ووژل سو .
قومندان عبدالله حسن: ((د جاويد نور وروڼه په خارج کي دي، جاويد او ښځه يې د مور د خدمت لپاره دلته وو.  په آخر کي به دومره ووايم چي جاويد ګناه نه وه کړې او بېګناه ولاړ)).
خو مريم او کورنۍ يې وايي د جاويد مور او مېرمن، حتى په خارج کي مېشت ورور يې خبر وو، چي هلک د دوى کور ته ورځي، لږ تر لږه يو زنګ خو به يې ور وهلاى.
مريم: ((جاويد خو دومره ګنا کړې وه چي ماته يې تليفون کړى واى چي پر دې زوى دي په قار يم. زما خور، خوريي، زما زوى، يا زما خاوند ته به يې کړى واى. يا به غفار تليفون کړى واى چي هلک درغى دماغ يې خراب دئ، توپنچه يې هم در اخيستې ده. بيا به دغه قضيه هيڅکله نه پېښېده)).


ځيني کسان د اېمل او جاويد تليفوني شخړه هسي يوه پلمه بولي او وايي اصلي جنجال د جايداد پر سر دئ، د دوى په وينا مريم غوښتل جايداد د ځان کړي، ځکه نور وروڼه يې ټول په خارج کي دي.
خو مريم وايي  جايداد يې دوى ته نه پاتېږي: ((شکر دئ درې وروڼه مي دي، زلمي زلمي زامن لري، هر کال ځي او راځي. داسي خو نه ده چي وروڼه مي نشته او ما ځانته ميراثول، خداى دي ما خپله ميراث کړي، زه هيڅکله دا خبره نه منم)).


بلي خوا ته شريف وايي جاويد تر خپل مرګ يوه هفته دمخه په پکتيا کي له يو چا څخه د ٦٥٠٠٠ ډالرو په ارزښت د جايداد د رانيولو غوښتنه کړې وه، چي له دې مسئلې مريم هم خبره وه، د نوموړي په وينا د جاويد خپلي پيسې او له پلار څخه ورپاته سرمايه يې تر مرګ وروسته ټول غيب سول.


قتل که قصداً يا په خطا کي سوى وي، که پلان سوى يا تصادفي وي، که د جايداد پر سر وي، که اخلاقي موضوع وي، خو جاويد نور نسته، ځوانه کونډه، درې يتيمان او سپين سرې مور يې پاته دي.
مريم وايي تر پېښي وروسته يې خلګ ننواتو ته ور ولېږل :((د کلي شل تنه سپين ږيري مي له پسونو سره ننواتو ته ور ولېږل، د کلي نه کوم چا تليفون ورته کړى وو، چي دوى درځي، بيا دوى د کور دروازه قلف کړې وه، زما وروڼه وايي موږ ننواتي نه منو)).


دا چي د جاويد کورنۍ ولي له مريم سره خبرو ته نه کښېني شريف وايي: ((د متکبرو، ظالمانو او قاتلانو سره کومه خبره وکړو، آيا قتل ور وبخښو، که د يوه بېچاره ځوان په وينه معامله وکړو، چي قاتلين يو وار بيا جامعې ته ور خوشي شي)).


شريف وايي مريم دي ومني چي يو انسان، يو مسلمان او خپل ورور يې د ناروا مقصدونو په خاطر د دې په خپل کور کي وژلى دئ، درې کوچنيان يې يتيمان کړي دي، ځوانه ښځه يې کونډه کړې ده، زړه مور، وروڼه او خويندي يې د غم پر ټغر کښېنولي دي.
شريف: ((موږ عدالت غواړو، موږ باسواده خلګ يو، د انسان او انسانيت په مفهوم ډېر ښه پوهېږو، هيڅکله وينه په وينه نه مينځو، خو د ظالم پر ظلم هم سترګي نه پټوو، دوى  هيڅکله نه بخښو حتى که دا قضيه کلونه وخت هم ونيسي، ځکه دوى د ټولني لپاره مضر او خطرناک دي)).


د مريم زوى هادي د موضوع د حل په هکله خپل نظر داسي څرګند کړ: ((چي څه رقم زما د ماماګانو خوښه وي، که مو په دار ځړوي که مو په چاړه حلالوي، مسئله خو زموږ په کور کي وشوه، هرڅه چي قانون وايي هغه دي ترسره شي)).


يو ځل بيا شريف: ((موږ فقط د دې انتظار کوو، چي د  هيواد اسلامي او انساني قانون پر يوه داسي مجرم عملي شي چي ځان د ملت استازى بولي، قوانين هم جوړوي، خو لاسونه يې د خپل ورور په وينو سره دي)).


له مريم څخه مي وپوښتل چي که يې دوسيه په تاوان تمامه سي څه پکښي وايي؟
مريم: ((زما ژڼى ورور به په قبر کي خاوري خوري او زه به مي په زوى پسي ګرځم، قانون چي هره فيصله کوي زه يې منم، غول يې خوړل چي ويشتى يې، هوايي ډزونه به يې کړي واى، زه قطعاً د دې طرفداره نه يم چي زوى مي خلاص شي، مېړه خو مي بېګناه نيول شوى ده، هغه ته برئت ورکول کېږي)).


د څارنوالۍ او جنايي پوليسو هيئت په کابل کي د جاويد کور ته ورغلى، د هغه ځاى يوه غملړلې صحنه يې داسي انځور کړې: ((د تحقيقاتو دپاره هلته ورغلو، د جاويد کوچنی اخښی زموږ هرکلي  ته راغئ، د مقتول له مور سره درې کوچنيان ولاړ ول، چي په هغو کي غټه نجلۍ درې کلنه ثناء وه.


شهيد جاويد او يتيمه ثنا : ثناء  په معصومانه انداز نارې کړې، ايمل مړ کئ! ايمل مړ کئ! هغه زما پلار وژلى دئ!)).


ثناء په بغل کي د عکسونو البم هم نيولى وو، اروايي حالت يې سم نه وو، مور يې ويل د پلار د مړيني راهيسي دغسي ده، ډاکټر ورته ويلي خوشحاله يې وساتئ.
د دوى له کوره چي راوتو ثناء  په معصومانه انداز نارې کړې، ايمل مړ کئ! ايمل مړ کئ! هغه زما پلار وژلى دئ!)).


د پي ډي ایف بڼي د چاپ او ډاونلوډ لپاره دلته کلیک وکړئ pdf version
هره رسنۍ يې د ماخذ په يادولو سره  دبيا خپرولای  اجازه لري .