د کندهار او کابل پر لويه لار سالارو ته نژدې نن سهار ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو پر يوه لېږدوونکو کاروان بريد وسو چي په يايله کي يې لس موټر سوځل سوي او يو شمېر نور زيانمن سوى . د بريد په سيمه کي يو تن عيني شاهد حاجي فريد وايي چي نوموړى د يادي سيمي څخه د تېرېدو په حال کي و او د يو شمېر زيانمنو سوو موټرانو تر څنګ يې شاوخوا لس موټر په داسي حال کي ليدلي چي د اور لمبې ورڅخه پورته کېدې .