غواړم ډیره په زړه پورې ولې زړه بنګونکې واقعي پیښه شوی کیسه بیان کړم.
زمایونژدی دوست ډاکټرمحمدانورنایبي چې دکیمیادعلوموددکتورادرجه لری . نوموړی د کوپنهاګن ددواجوړولوپه یولوی شرکت کې دنده اجراکوي. په ټولنیزوچارواودافغانانوسره په کړو، وړوکې ډیرمهربان سړی دی. دزیاتوافغانانواوددوی دټولنیزوسازمانونوسره هم ښي اړیکې لری. زمادوست خپل دسترګولیدلی حال دیوې غونډې څخه راته بیان کړي . مخکې له دی نه چې دغونډې جریان بیان کړم غواړم هغه بلنلیک چې دغونډې دمسولینولخواپه ایمیل کې رابلل شووکسانوته لیږل شوی و، وژباړم . ځکه په بلنیک کې دموضوع مختلف اړخونه روښانه کیدای شي .
ژباړنه :
په افغانستان کې حالت ددومداره بدلون په حال کې دي . جمعې رسنی (میډیا) دیرتمایل لري چې پرشاتلل اوفوځي ناکامې بربنډه کړي.
ولې موږدافغانستان بل اړخ ته پاملرنه کووپه هغه اړخ کې مدنې ټولنې اوځوانان هڅول شویدي چې په خپل ګډون سره داسې یوهیوادجوړکړي چې دطالبانودکنترول شوی افغانستان سره توپیر ولري سره ددی چې دغه ځوانان هم په همدغه ټولنه کې لویان شوی دي . ولې داډول چاروپر مخ بیول د بهرنیانو پاملرنې اومرستې ته اړتیالري . نوځکه د Atlantsammenslutningen سازمان خوښ دي چې داسې یوه غونډه یې جوړه کړیده چې هغه څلورافغانان چې اروپایې هیوادونوته سفرکوی ، موږهم رابللي دي .
سه شنبه ( ۲۴ / ۵ / ۲۰۱۱ زکال ) موږهم ددوی لپاره یوه غونډه رابللي ده دغه څلورځوانان دنوی افغانستان په جوړولوکې پراخه ونډه لري . داڅلورکسان په مختلفوډولودهغه افغانستان په پرمختګ کې هڅې کوي ، کوم چې دوی په کښې لویان شوی وو. داځکه چې ښځې اوماشومان ښوونځیوته ځې چې د طالبانوپه پرتله یولوی توپیرګڼل کیدای شي .
داڅلورتنه دادي :
جاوید نادر (هزاره ) ، رحیمه حسیني (ښځه ، پښتنه) ، وزیراحمدخرمې (تاجک ) ، زبیده اکبر ( ښځه ، تاجکه ) . ملیتونه ماژباړن ولیکل ، دلیل یې وروسته تاسولوستلای شی . زه غواړم ددوی دندې اونومونه کټ مټ چې په ایمیل کې ذکرشوی دي ، هم ولیکم ځکه ددندوپه ژباړنه کې به غلطي نه وي .
Jawed Nader – Leder af Afghanistan Land Authority
– Rahima Housaini – medlem af CPAN (Child Protection Action Network) committee
– Wazir Ahmad Khorami – Arbejder for CSHRN (Civil Society and Human Rights Network)
– Zubaida Akbar – medlem af Haida Group, arbejder for socialereformer I Afghanistan
په غونډه کې به دهریوه لخوالنډمعلومات ورکړل شي وروسته تاسودپوښتنووخت لری . په غونډه کې هرڅوک ګډون کولای شی ولې مخکې بایدخپل نوم راجسترکړي غونډه دمازدیګر (۱۴.۳۰ ـ ۱۵.۴۵ ) بجو پوری دوام مومي . دژباړنې پای
دښاغلي ډاکټرمحمدانورنایبي دسترګولیدلي اوارویدلي حال :
دکارله ځایه څخه په نیغه ټاکل شوی ځای ته ولاړم داغونډه په یوې زړې فوځي ودانۍ کې جوړه شوی وه . کله چې دغونډې تالارته ننوتم دوه زاړه ډنمارکیان یونراوبله ښځه دروازې ته نژدي ناست وو ، نورڅوک تراوسه راغلي نه وو. ماهم سلام وکړی ، اوځان مې ور وپیژندی. دوي هم په خپل وارځانونه راوپیژندل چې یومتقاعدجنرال اومیرمن یې متقاعده فروفیسوره وه . دوي دافغانستان نقشه غوړولي وه په دغه شیبه کې دهلمندپرولایت ګوتې ایښې وی اوزه یې وپوښتلم چه دافغانستان دکوم ولایت یم . ماورته وویل همدغه ځای چې تاسویې په نقشه کې ګوری . څونوری خبری مووکړي . ښی لورې ته یومیزجوړشوی وچې چای اوقهوه پرته وه . زه هغه میزته ورغلم چې ځان ته چای راوخلم . شامې وه چې ناڅاپه مې دا اوازترغوږشو، زه دبامیان یم ، زه هزاره یم کله مې چې مخ ورواړاوه ، پوه شوم چې دغه کسان میلمانه دی . دوه نارینه اودوې ښځې مې ترسترګوشوی . ورتیرشوم ، سلام مې ورته وکړی . وروسته مې ورته وویل :
برادر! تمام ملیت های افغان باهم برادراست ، هزاره ، تاجک ، پشتون وهمه باهم یکې است. کوریې ودان نوموړي بخښنه وغوښته اوزماخبری یې داسې تاییدکړي :
بلی ، ماهمه باهم متحدوبرادرهستیم . این سخنان نفاق ، کارهای جنګسالاران است و….
وروسته نورهم راغلل ، ټول ټال دمیلمنوپه ګډون (۸) کسان وو. ولې بیله میلمنویوازې زه افغان وم . غونډه په انګریزي ژبه پرمخ بیول کیدل . په پیل کې وویل شوه چې ځانونه بایدیو اوبل ته وروپیژنو. هرچاخپل نوم اودنده معرفي کړه . کله چې وار(وزیراحمدخرمې ) ته ورسید، ځان یې داسی راوپیژاند چې فلانی …، دنده …اوتاجک . دلته نوزمافشاربیاډیرجګ ولاړپه ډیره خشنه لهجه مې په دری ژبه ورته وویل :
جای شرم است که یک حکومت … مثل شماشخص متعصب وبی مسولیت رابه نماینده ګی افغان هابه ممالک اروپایی اعزام نموده ، شمابایدخجالت بکشیدکه حتی دربیرون کشوربه نفاق وتعصب دامن می زنید… ولې نوموړی پرخپل خبره ټینګارکاوه .
دغونډې ګډون کوونکې حیران شول اوچوپتیاحکمفرماشوه. په هرصورت غونډې ادامه پیداکړه ددوی دنده داوه چې دبریاوپه اړوندخبری وکړی . کله چې یوه تن یې په خبروپیل وکړی . په ویاړیې وویل چې زموږدوستان موږته دموکراسی جوړوی ، دنظام جوړونه کوی موږدااوهغه بریالیتوبونه په لاس راوړی دی ….
متقاعدجنرال ږغ وکړی چې ودریږه : موږتاسوته دنظام دجوړولواویاددموکراسی دراوستلو لپاره درغلی نه یو. زموږموخه دترهګروسره جګړه ده . تاسی چې خپل ترمنځ نه سره جوړیږی ، فکرکوی چې موږبه تاسوته دموکراتیک اوعادلانه نظام جوړکړو؟ ولې غونډې په همهغه شکل دوام وکړي اوپرټاکلې وخت پای ته ورسیده . یوه خبره دیادولووړده چې دهمیشني معمول په ډول پښتنې ښځې هڅه کوله چې دنفاق مسولیت دپخوانیوجګړه ماروپراوږوواچوې.
یادونه : ماهروخت هڅه کړیده چې دنوروپښتنوپه ډول دسولې لارخپله کړم اوحتی دسپینوخبرو لیکلوڅخه مې ډډه کړیده . ولې غواړم خپل دزړه خبری ولیکم هیله ده چې ځان غوښتنه اویا خدای مه کړی دنفاق اوبیلتون لیکنه یې ونه ګڼۍ .
په افغانستان کې زمادماموریت په دوران کې برسیره پرتاجکانو یوشمیرهزاره ګانوزماترامریت لاندې راسره دنده اجراکړیده اوحتی ددفترامرمې یوځوان هزاره دمحمدطاهرپه نوم راسره دنده اجراکوله اوزمادبیکاری په وخت کې دپخوانی درناوی په خاطرزماپوښتنه وکړه . (۱۶) کاله کیږي چې په ډنمارک کې دژباړن په حیث دنده اجراکوم په دي موده کې په ډاګه اعلانوم چې هیڅ وخت مې دپښتون ، تاجک ، هزاره اونوروقومونوترمنځ توپیرکړی نه دی اودهرچاسره مې په مساوی ډول کړنه کړی ده په داسې حال کې چې دښمنې مې کولای شوای. نوځکه ډیر دوستان دهرملیت څخه لرم . په هره غونډه کې چې ژباړنه کوم که یودری ژبي ناست وي په دواړوژبوددري ژبي ددرناوی په خاطرژباړنه کوم اوخوښ یم چې په دري ژبه دمورنۍ ژبې ، پښتوپه څیرلیکل ، ویل اولوستل کولای شم . دځان په شان ډیرپښتانه پیژنم چې دتبعیض ، ټیټ کتنی اودښمنۍ احساس یې په وجودکې نه لیدل کیږي . په ځانګړې ډول که مویادوی دډاکټر نجیب الله دحکومت په وخت کې هم یوډول ولسې جرګه جوړه شوه اوځینووکیلانوتوکمیزو ـ ژبنې توپیرونوته سخته لمن ووهله ولې ټولوپښتنواستازودهیوادولس ته دیووالې ږغ کاوه ترڅو چې دغه توپیرونه خاموشه کړي . ښه مې یاددی چې د کوچیانووکیل په عذروویل ، دخدای لپاره دښمنۍ لږنه دي ددی بې ځایه اختلافونوڅخه دهیواد دسلامتي په خاطرلاس واخلي . هروخت زموږدلږکیو وړونولخواداسې نیوکه کیږي چې (۲۰۰) کاله کیږي پښتانه دهیوادواکمن دي . دابه ومنم ولې که دظاهرخان دپاچهي دوران ته لږنظر واچوو، ایاددولت ډیرې لوړې چوکۍ دنوروملیتونوپه ځانګړې ډول دتاجیکووړونوسره نه وی . ایاپه دی ټوله دوره کې د فارسی (دری) ژبه واکمنه نه وه . ایادشاهي کورنۍ غړوپه پښتوکوم وخت کومه ویناکړی وه ، هیڅکله نه .
دژبې په اړوندډیرې کیسې لرم . غواړم دخپل یونژدی دوست کیسه دپوهنتون ددوران څخه بیان کړم :
زمادوست عبدالغنی دساینس دپوهنځۍ پوهیدونکی (محصل) و. په دری ژبه هیڅ نه پوهیده ولې ډیردلوړاستعدادخاوندو. نوموړی به ددری ژبی نوټ په پښتولیکی اوبیابه یې دوباره په دری ژبه حافظې ته سپاری ترڅوووکولای شی په ازموینه کې یې په دري ولیکي . تاسوقضاوت وکړی چې دنوموړی دري ژبه زده نه وه څرنګه به یې پښتوژبې ته اړول اوبیرته به یې په دري ژبه لیکل !
زمایوبل دوست انجنیرعبدالباقي په پولیتخنیک کې دکیمادازموینې پوښتنې په پښتوځواب کړی وی . ډاکټرورددکیمیااستادوچي نوموړی ته یې صفرورکړی و. نوموړی دپولیتخنیک ریس ته ( چې اروښادپوهاندغلام صدیق محبي و) شکایت وکړي . ارواښادمحبي چې پارچه وکتل د ډاکټرورد څخه یې پوښتلې وه چې تاسوپوهیږی چې پوهیدونکې څه لیکلی دی؟ هیڅ نه . نوولی موصفرورکړي دی په داسی حال کې چې نوموړی د(۹۰) نمرووړتیادرلوده. په درځنوداسې کیسې شته ولې موږدهیواددیووالې په خاطراعتراض نه کاوه.
غواړم څواساسې ټکي ولیکم :
۱ ـ هیڅ هیواداویازورواک نه شی توانیدلای چې دافغانستان دتوکمنوڅخه یوپه بشپړډول نابود کړی اوله منځه یې یوسي.
۲ ـ دهرافغان صرفنظردتوکم اوژبې نه ، ګټه اودښه ارام ژوندچاپیریال یوازې اویوازې په یو موټې اوواحدافغانستان کې لټولای شو.
۳ ـ دهیواددویشلوهیله په هیڅ ډول دولسونواوپرګنوغوښتنه نه ده . داکرغیړنه غوښتنه دجګړه مارانواویادهغوزورواکانوده چې دهیواددولسونودیوالې څخه ډارلري اوګټه یې یوازې په جګړه اودتوکمنوپه ویشلواونفاق کې ده.
۴ ـ که کوم زورواک دافغانستان ټوټه کیدل غواړي نوزه نه پوهیږم چې خدای ناخواسته درا منځته شووډیروکوچنیوټوټوڅخه په په الوتکه کې تیریږي اوکه څنګه ؟
۵ ـ دجګړی دپای ته رسیدواودسولې دچاپیریال رامنځته کیدل دټولوتوکمنو ، ژبو ، مذهبونود ولسونوپه یووالی کي لټول کیدای شی ، بله هیځ دحل کیلي شتون نه لري.
۶ ـ بیاهم بایدباورولروچې دپخواني شوروي اتحادناکامه هڅې چې ناکامه شوی داځل به هم دغه ناوړه نیت به په یویابل ډول ناکامه شي.
۷ ـ ترلمرروښانه ده چې دپښتون قوم دافغاني ټولنې ډیره کې دي ، که هرپلمه یابهانه وشي داواقعیت ته بدلون ورکول ممکن نه دي . ولې په هیڅ ډول دامانا نه لري چې نورتوکمونه وشړل شي . دهیوادهره ډبره دګران افغانستان دټولوولسونودنیکونوپه وینولړل شوی ده ترڅو یوموټی افغانستان یې جوړکړي دی .
۸ ـ زه چې ددری ژبې په ویلوویاړکوم بایددري ژبي وړونه هم دځان مکلفیت وبولي چې دپښتو ژبه زده کړي ځکه دپخوانه ترهمداګړي په اساسي قانون کې رسمیت لری . خپل ځانونه په خپل هیوادکې بیګانه نه کړی . چې په اړوندیې دکوچنیوالې څخه وړاندیزلرم :
وړاندیز : هرافغان چې دولسم ټولګۍ یاترهغه نه پورته زده کړی لری که ددغودورسمي ژبوڅخه یوه یې هم یاده نه وی ، بایدپه دولتي موسساتوکې دنده ورنه کړه شی.
دولت مکلف وګڼل شي چې ددغوژبودزده کړولپاره زمینې برابري کړي .
په خواشیني بایدووایم چې جګړه مارانوځوان نسل ته ددښمنۍ اودافغانانوترمنځ دخپل منځي اختلافاتوزده کړی ورکوی. څومره دشرم ډکه خبره ده چې دافغانستان څخه رسمي استازي راځي اوبیله اړتیادځان دپیژندلوپرموقع دتاجک اویادبل توکم نوم یادوی . اوبهرنیان دپیغورپه ډول دخپل هیوادکرکه ورته بیانوی اوپه ښکاره ورته وایې چې موږباورنه لروچې تاسوبه په یووالی خپل هیوادته پرمختګ ورکړي. نوځکه زموږڅخه دډموکراسي اوسالم نظام دجوړولو هیله مه کوي.
که دبلنلیک متن ته ځیرشو، داسې څرګندیږي چې نړیوال زموږپه معرفې کې بله هیله لري ، ولې موږدومره ځانونه ټیټ ښیووچې تراوسه موځوانان چې دځینومهموادارومسولین دی تر جګړه ماروزیات نفاق ته لمن وهې . زموږدولس هیلې دنوی نسل څخه ډیری اوچتې دي . دټول هیوادپه کچه که وکتل شي دنفاق داورلمبې ورځ تربلې دزورواکوله لورې دخپل واک دساتلولپاره مخ پرزیاتیدودي.
دانګریزسره په جګړه کې ټول قومونه سره یووه ولې دغازیانومشران پښتانه ( وزیراکبرخان ، سردارمحمدایوب خان …) وه چې دټولوقومونودیووالې په مټانویې انګریزپرځنګنوکړچې یو ځل یې (۱۷۰۰۰) زره سرتیري تباه اویوازی ډاکټربرایډن په مړژواندی بدن وجلال ابادته ورسیدي . دسرولښکرودیرغل په وخت کې هم تولوقومونوپه یوه مټ دپخوانې شوروی اتحاد امپراطورې چپه کړه که څه هم په دی جګړه کې دخلکودملي هیوادپالنې احساسات دبنسټپالود رنګارنګارنګ ایډیالوژیو، ددغه ګوندونودشخصي ګټواوهم دښکیلوهیوادونودستراتیژیکوموخو لپاره وکارول شوه ولې دهیواددژغورنې لپاره دټولوقومونوولسونویوازې په دی هیله چې هیواد یې ازاداومستقل وې ، خپل سرونه قربان کړل .
په دی کې شک نشته چې دپښتنوقوم مشرتابه تردوسوه کاله هم وړاندی شتون درلود. که لیري ولاړنه شو، دمیرویس نیکه له وخت څخه یې پیل کړو، وروسته امپراطوراحمدشاه بابا اوترننه داسلسلې په غیردکارمل ددورې څخه دوام موندلي دی . که داوسنۍ جګړې دوران یوې ګوښې ته کړو. په ټولوپخوانیودوروکې هیڅ مشراوزعیم نورقومونه دهیوادپه سیاسي نظام کې دپامه غورځولي نه دی چې ښه بیلګه یې ترهمدااوس پوری ددري ژبې کارول ګڼلای شو. زه د اوسنۍ جګړې دوران یوې ګوښې ته ږدم ځکه دلته کمونیستي بنسټپاله ایډیالوژي داسلامې بنسټپالواودنړۍ دپانګوالې په مرسته دجګړې ډګرته سره ووتله چې په داسې حالاتوکې دځان غوښتونکومشرانو لپاره داړوندې ایډیالوژي برۍ ترملې ګټوډیراوچت ښکاریده .
ددی لپاره چې هیوادداوسنې ترینګلې حالت څخه راووزي یوازنی لاردولسونویووالي دی اوپه یوه اوازټولوهغوکورنیواوبهرنیودښمنانوته چې زموږولسونه په یواویابل نوم بیلوي دپخواپه څیرغاښ ماتوونکۍ ځواب ورکړو.
که دمجاهدینودواک پیلیدل اوداستادرباني دحکومت دوران د (۱۹۹۲ ـ ۱۹۹۶ زکال) راپه زړه کړو. دټولوګوندونو(جمعیت اسلامي ، حزب اسلامي ، وحدت اسلامي ، جنبش اسلامي ، اتحاد اسلامي ) مشرانوترسترګواوامرلاندي دکابل ښاریان په هرقوم اوژبې پوری چې تړاودرلودپه وحشیانه ډول دښځو، نارینوو، وړواوزړوغوږونه پری شول ، دښځوتی پری شول ، پرښځو وحشیانه جنسي تیری وشو، بې شمیره انسانان په ناحقه ووژل شول ، کورونه اوودانۍ یې وران کړه اونورضدبشری جنایتونه یې وکړل . که ژورورته ځیرشودپښتون څخه نیولی تر تاجک ، هزاره او ازبک بنسټپالومشرانوپه ګډه اوهمږغی دهیوادپرولس نارواظلمونه وکړل.
ولې کله چې نړیوالولویدیزوانډیوالانویې جوړه وکړه اومقامونه یې ورته وویشل . هغه دتیری ورځي دښمنان دنن ورځي نژدی دوستان شوه چې دهیوادهستي په ګډه چپاول کړي . ولې هغه ولسونه چې ددوی دواک ټینګولولپاره یې خپل نازولې بچیان اوځانونه قربان کړل ، هغه یې هیرکړل .
دلته بایدځیرشوچي داسی مشران دهیوادګټې اودولس ارامتیانه غواړی یوازې خپل جیبونه ډکوي اودخپل واک دپایښت لپاره دخلکوپه بې اتفاقي کې هڅې اوتلاښونه کوي .
اوس ښکاره خبره ده چې زموږولس که پښتون ، تاجک ، هزاره ، نورستاني ، ازبک ، ترکمن ، بلوڅ اونورویاړلي توکمونه دی اویاپه نوروژبوخبري کوی اوآن زموږدهیوادهندوان هم نه غواړی چې سره بیل شی . دوی ترخپلومنځونودوستۍ کړی دی لوڼې اوخویندی یواوبل ته واده کړی دی . دهیواددولسونوبیلوالي یوازی دداړه ماروجګړه غوښتونکوغوښتنه ده چې ولس یې دتیرو وختونوپه شان مخه ونیسي .
دخواشیني ځای خودادی چې اوسنې واکمنان دتوکمیزوـ ژبنې ، سیمه ایزو، ګروپې دښمنیوته په لویه کچه لمن وهي . ددی ادعاداثبات دپاره ډیرې بیلګې شته چې زه دوروستی بیلګې یادونه کوم :
دجنرال داوددجنازی اوفاتحې مراسم یوازې دیوې سیاسي ډلي اوسیمي داړوندومشرانولخواپر ځای شول . اوددغومشرانونیوکه په همږغي سره یوې لورې ته متوجه وه . چې دډیری خواشینی ځای ګڼل کیږي . زه سره ددی چې داوسني واکدارانوڅخه تمه نه لرم ولې بیاهم ږغ کوم چې دکابل واکدارانودخدای لپاره بهرنیوهیوادونوته داسې استازي مه لیږي چې بهرنیان په موږپوري وخندوي . پای