کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / عطا کچکول پرغاړه د پښتنو دروازی وټکولې

عطا کچکول پرغاړه د پښتنو دروازی وټکولې

د بلخ بد ماش ، لوټکر ، د ځمکو غاصب ، د پښتنو قاتل او له اتو کالو راهیسی خپل سرۍ والی چی په هیڅ کومه برخه کی مرکزی حکومت ته حساب ده نه وو او په خپل سر یی په یوه ډیر مهم ولایت راج کاوه اوس یی موده ختمه شوی او په دی پوه شوی چی نور د دوام موکه ورسره نشته او هرو مرو به له دندی لری او یا تبدیلیږی
اوس که نوموړی له دندی کوښه شی نو په سیمه کی د ده د ظلمونو ، قتلونو ، د ځمکو د غصب  او داسی نور پیښو کسان په نوموړی هرو مرو عارض کیږی او دی به د زندان تر میلیو لاندی لویږې چی دا به دده لپاره ډیره سخته تمامه شی ، دا به هغه څوک وی چی ځان ته د تجار زوی او په شمال کی  څوک د ځان سیال نه بولی
او که نوموړی تبدیل شی نو دا واضح خبره ده چی دی د کور زمرۍ دی ، دی نشی کولای چی په بل ولایت کی دنده تر سره کړی ، نه تنها اوس بلکه نوموړی ته مخکښی هم ویل شوی چی که چری هم دده بل  ولایت خوښ وی نو دی به ورته تبدل شی خو دده ځواب دا وی چی زه په ولایت کی دنده نه تر سره کوم خو حقیقت دادی چی نوموړی په بل ولایت کی ددندی د ترسره کیدو توان نلری
اوس چی په ده له دندی د ګوښه کیدو فشار دی  او دغه موضوع فاینل شوی ، نوموړی له ټولو شته امکاناتو کار واخیست ، خو یوه هم نتیجه ور نکړه مګر تاسو پوهیږۍ چی دی او د نظار شورا ټول غړی ماشا الله په چاپلوسۍ  او انعطاف پزیرۍ کی ډیر تکړه دی او هر کله چی فشار ورباندی راشی د خپل دښمن کورته هم ورځی او حتی پښو ته یی پری وځی
د بلخ والی ښاغلی عطا محمد نور چی کابل ته راغلی وو او   پنجشنبه بیرته مزار ته ستون شو ، په کابل کی یی د ټولو رهبرانو سره ولیدل او  په بلخ ولایت  کی یی  پاتی کیدل په ګدایی غوښتل ، همدا رنګه نوموړی چی پوره دوه اوونۍ کابل کی پروت وو د پښتنو مشرانو دروازی هم وټکولی او دخپلی ګدایی کچکول یی هلته هم ورووړ
خو زه په پښتنو مشرانو او په خاصه توګه هغو پښتنو باندی غږ کوم که تاسو بیا دا ووایاست چی دغه والی دی بلخ کی پاتی شی نو تاسو له خپل ملت سره جفا کوی ، دا هما غه والی دی چی د پښتنو کورنۍ یی د غم په ټغر کښینولی ، دا هماغه والی دی چی ستاسو یو استازی یی هم پری نه ښود چی پارلمان ته لاره پیدا کړی ، دا هماغه والی دی چی پښتنو ته یی یوه بسوه ځمکه هم نه ده ورکړی
او مهمه خبره داده چی په کرزی لالا هم دومره باور نشته ، ځکه چی نوموړی تل تصمیم نیسی خو خبره  او نظر یی کله په یوه ساعت کی هم تغیر کوی ، خو خدای دی دا ځل دا توفیق ورکړی چی له خپل تصمیم څخه و نه ګرځی او که کرزی صاحب په خپل تصمیم کی ټکنۍ شو نو د بلخ پښتانه  دا توان لری چی ډبرو باندی لکه د عربی نړی خلک د بلخ والی دغه  خپل سرۍ راج ختم کړی. .