لس کاله دمخه چې د تروریزم په وړاندې د امریکې په مشری جګړه په افغانستان د طالبانو پرضد پیل شوه له ورایه ښکاره وه چې د دې جګړې اصلی قربانیان به پښتانه وي ځګه چې طالبان پښتانه ؤ خو طالبان د په پښتنو د دودونو او دستورونو پر بڼست سیاست نه کوی بلکې د یو داسې ځانګړی اسلامی لاره غوره کړی چې د هیڅ یو سیاسی ګوند سره ورته والې نه لري او د افغانستان ټول اسلامی ډلې ورته غیر اسلامی ښکاری خو یواځې د القاعدی سره ځان داسې نژدې کړی چې د القاعدې د مشر د ساتلو دپاره د خپل اسلامی امارت څخه نیولې ټول افغانستان او په ځانګړې ټوګه لر او بر پښتونخوا د طالبانو ناوړې پالیسی څخه تباه او برباد شوي دي. داسې یو د پښتنې سیمه نه ده چې د تباهی او بربادی داغ په کې نه وي او داسې ورځ نه ده چې تر سل نه لږ پښتانه وژل شوي نه وي ، کور او کلی یی ویجاړ شوي نه وي ، ښونځي یی وران شوي نه وي ، بی تعلیمه ، بی داکتر بی دوا وږي او لوږي به پاته شوي نه وي. دا ولې؟ دا ځکه چې طالبان په لر او بر په پښتنې سیمو کې د نړی د سترو ځواکونو یعنی امریکې او اروپا سره جنګیږي تر څو چې د افراطی عربو او القاعدې او آی اس آی ګټې خوندی شي.
وروسته له لسو کالو چې په افغانستان کې د طالبانو او د امریکا په مشری د ناتو ځواکو تر منځ د جګړې اغیزو ته یی وګورو لیدل کیږي چې څومره پښتانه ځپل شوي دي نه د دوی په څیرو کې د پخواني برم او شوکت نښې نښانې شته ، نه ملې غرور ور پاتې دي ټول پښتانه په کابل کې داسې ژوند کوی چې یو مشکوک غیر قانونی ، بې سند څوک په یو پردی ښکار کې ژوند کوی.
پښتانه په کابل کې داسې ژوند کوي لکه چې پښتانه په کراچی کې ژوند کوی یعنې یواځې ژوند کوی ، ګذاره کوی د خپل شپې ورخې ډودی پیدا کوی . په کابل کې ګډایی ګر پښتون دی، جوالي پښتون ، کراچی وان ، موچی پښتون دی ، تکسي وان پښتون خلاصه تر هغه نه ټیت کار نه وي هغه د پښتون کار دی البته په منځ خال خال مامور او صاحب منصب او په غیر اساس پوست پښتون دی ځکه د طالب ټاپه په کې لګول شوي د اعتبار وړ خلک نه دي. د کابل په استخباراتی ، امنیتی ، او حساس پوستونو کې د پښتون په معنی نشته حتی د امنیت پوستو په څنګ کې د پښتون دپاره د کور د کرایه کولو حق هم نشته، په هوایی ډګرنو کې حتی جوالی ګری هم پښتون د پاره نه پیداکیږي.
د سیاست په ډګر کې پښتون د یو تشدد پسند ، سرتمبه چې نه دنړی سره لاره وړي او نه دځان دپاره څه کوي او که پخبل واک بریښودل شی بې له دې چې د نړی د امنیت دپاره ګوښ پیداکړی ، خپل خاوره د افراطی عربو په اختیار ورکوي ، سیاست د استخباراتی چینلونو او کړیو له لارې کوي. دا ولې چې چې د پښتنو سیاسی ، نظامی او ټولنیز نوښت د طالبانو په لاس کې ولویدلې او ډیر ناشونې بریښي چې پښتون ولس یو لیدرشپ پیداکړی او خپل ګټه او ټاوان خپله وسنجوي له بده مرغه د پښتنې سیمې داسې د طالبانو په لاس کې ولوئیدلی چې د خلاصون لاره ورته نشته .
په کابل کې ټول اقتصادی چارې د شورای نظار په لاس کې ولوئیدلی ښه کار ، ښه تجارت او بزنس ، ښه سیاسی ، علمی ، ټولنیز چاری په لومړی سر کې د شورای نظار په لاس دی ، نه یواځې د کابل بلکې د ټول افغانستان په سطحه د افغانستان دولت د شمالی ټلواله په غیږ کې پروت نظام دی، شورای نظار هم حکومت دی ، هم ضد د حکومت ، هم امنیتی مسؤل دی هم نا امنی جوړوی هر چا چې په کابل د دوی په ذوق کې نه وی نیسی یی ، بندی کوی یی ، خوشې کویی ، پیسی ځنې اخلی خلاصه با اعتبار کوی یی ، باعتبارکویی. په ولسی جرګه کې د شمال تلواله اکثریت دی هر څوک چې د دوی په ځوښه وی وزیر څینې جوړوی هر وزیر او مقام چې د دوی په خوښه نه وی بې اعتبار کوی یی.
په کلتوری چارو کې په نه یواخې په پاکستان بلکې په افغانستان کې هم پښتو ژبه او پښتنې کلتورپو ځپل شوي ، کوټل شوي رټل شوي ژبه او کلتور دی. په کابل کې په سلو کې ٪ 99 دولتی او غیر دولتی لوحې ، ټاپې ، دفتری چارې په فارسی ژبه په تیرو لس کالو کې شوي دي. ڼه په پښتو ژبه کې کوم فلم جوړیږي نه کومه درامه . داسی لیدل کیږی چې پښتانه د یو فیصد ولس په اندازه کوم کلتوری شتون نه لري. او که طالبان قدرت ته راشي دا یو فیصد پښتو کلتوری فعالیت هم له منځه وړي.
داسې ورځ نشته چې په یوه سیمه کې یوې پښتنې کورنی موتر په بم الوتې نه وي یا د آیساف ځواکونو له حوا کور او کلی یی بمبارد شوي نه وی ، ښونځي یی ویجاړ شوي نه وي، ولسی ، قومی ، دینی مشران یی وژل شوي نه وي. په جنوب کې پښتانه قومی مشران د طالبانو له خوا وژل کیږي په بلخ کې قوماندان عطا محمد د خدای سره هود کړی چې یوه پښتون قومی مشر هم ژوندی نه پریږدي. د شمال تلوالې اربکیان هر ورځ پښتانه وژنی ، بې عزته کوی له کور او کلی یی شړي او د افغانستان د شمال څخه د پښتنو شړنې د له هغې ورځې څخه پیل شو چې د امریکا په مشری په افغانستان نړیوال یرغل پیل شوی دی.
په زرهاو تنه د وزیرستان پښتانه په شمالی، جنوبی وزیرستان کې د امریکایی بې پیلوته الوتکو له خوا وژل شوي او وژل کیږي. د وزیرستان پښتانه خدای سره هود کړی چې ځپل ځان ، قوم ، ولس او خاور د آی اس آی او القاعدی د ګټو د ساتلو د پاره قربانې کیږی. د وزیرستان پښتانه نه کوم سیاسی اونه کوم اقتصادی او نه کوم کلتوری پلان لري یواځې بې هدفه ټوپک ګرځوي. پنجابی پوځ داسې جنوبی وزیرستان وران کړی چې وزیر او مسید قوم هم اوس وزیرستان نه پیژني.
د سوات پښتانه بې له دې چې کوم سیاسی پلان ولری داسې خپلې ښکلې سیمې د پنجابی په پوځ باندې داسې وران کړې چې د کابل ښکار پس له تنظیمی جګړو.او سواد د اقتصادی ، سیاسی او کلتوری اړخ له پلوه داسې وران شوی چې یوه پیړی په کار ده چې په ځپل لومړنی حالت کې ورسیږي.
داسې ورځې نه وي چې په پښور د چاودنې او بربادی خبر ځپور نشي. لکه موپیرزو ؤ په بمونو پيښوره.
د کابل او کراچی پښتنو ژوند سره اوس ډیر ورته والې لری پښتانه په کابل او ګراچی خاص دې لپاره ژوند کوی چې کار او غریبی وکړي. په دواړوښارونو کې پښتانه د دوهم لاس اوسیدونکې په توګه ژوند کوي په کراچی کې پوځي ، امنیتی او استخباراتی واک د پنجابی په لاس کې خو بیا هم په نورو دولتی او سوادګری چارو واک د سندی(اردوژبې) او قومی مهاجر(هندی مسلمان مهاجرین) په لاس کې دي خو ټیته سویه تجارتی او ترانسپورتی او کباړي چاری د پښتنو په لاس کې دي. قومی مهاجر هره ورځ په لسهاو تنه پښتانه وژنی پنجابی امنیتی ځواکونو غوږ پرې نه ګروي. مهاجرقومي غورځنګ چې تل په کراچۍ کې د پښتنو د زیاتیدونکي شمیراونفوذ دځان لپاره ګواښ ګڼي ، قومی مهاجر په پښتانه تور لګوي او ادعا کوي چې په وروستیوکې ډیرو وسله والو په سرحد ایالت کې د تروریستانو او سخت دریځو پر ضد د امریکایی بې پیلوټه الوتکو د بمباریوله کبله اوپه سیمه کې په جګړو کې له فعال ګډون وروسته د څه مودې استراحت په هدف، د پاکستان لوی بندري ښارکراچۍ ته مخه کړې.دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کې کراچۍ ته مهاجرشوي پښتانه په سوات اوبونیر کې د وسله والوطالبانو اوپاکستاني پوځ دجګړو له امله دخپل کوراوکهول پرېښودو ته مجبوره شوې او د افغانستان او پښتونخوا عام پښتانه دي. د کراچی ، دوبی او کابل تر منځ یواخې دا توپیر شته چې کابل د پښتنو د پخوانې برم او شوکت تاټوبې دي خو اوسنې کابل چې د شمالی تلواله په لاس کې ده د کراچی او دوبې نه هم د پشتنو دپاره خطرناکه ده او پښتانه د مشکوک وګړي په توګه ژوند کوی او که چیري د کابل د استخبارات په لاس کې ولویږي بیا به د کراچی پښتانه ورته وژاړي. که څه هم نن پښتون د ا من لپاره ليوال دی خو داسې نه ښکاري لکه چې امنيت به ورته د يوې لويې بيې پرته ورکړل شي. پښتون د طالبانو د ناسمې دریځ ښکار دی ، او ټوله نړۍ د پښتون سره په جګړه ده . د تيرو دريو لسيزو راهسي پښتون په جګړه دی ،په زرهاو پښتانه په دې جګړو کې ووژل کیږي، په ملينونو بې کوره شول ، نه یواځې دا جګړه د پښتنو په لوی کور افغانستان کې روانه ده خو د امو نه تر اباسنه ، چیرته چې پښتون دی هم هغلته کې جنګ دی ، د کراچی نه تر سواته او د بولانه تر چتراله، پښتون په جګړه بوخت دی .
نن سبا موږ په يوه داسې نړيوال کلتور کې ژوند کو و چې په کښې څوک په جنګ جګړو وياړ نه کوي او نه په جګړوملتونه او هيوادونه جوړېږي ،څوک چې جنګیږي بايد پوه شي چې نه يواځې په ځان بدبختي راوړي خو د راتلونکو نسلونو لپاره هم د بربادۍ توښه برابره وي ، خو پښتون بيا هم په جګړه دی د طالبانو د نا سمې پالیسي له لاسه د بربادی په لور درومی همدارنګه چې د شوروی په بربادی افغانان څه ترلاسه نکړه د امریکا په ماتیدو کې ایرانی او پنجابی به ډیره ګټه وکړي او پیړی پیړی په کار ده چې یو بل احمدشاه بابا پیدا شې چې د مغل(پنجابې) اوفارس د منګولو پښتانه وباسي.
په دغو جګړو کې پښتون ولس له هر لورې ځپل کیږي کور او کهول یی پکښی نړیږی.
الهی ستا د حبیب له برکته- د پښتون جنډه به نکړي د نیا ته ښکته
فيروز خان آفريدي وایی:
پرون ېي روس، نن امريکه حاکمه
د خپله لاسه تل برباد دی افغان
بيا په خپلو کښي جنګيږي پښتانه
بيا په سرو وينو لمبيږي پښتانه
څنګه جنګ دی چه انجام ته نه رسيږي
خدايه څومره به قتليږي پښتانه
اور په هر ځائ د نړي دې لګيدلې
خو پکښې فقط سوزيږي پښتانه
په درنښت