دعوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان دپاکستان دپيپلز ګوند له يوه مشر امين فهيم څخه بخښنه وغوښته او دم ګړى نه غواړي چې ورسره وويني . داې اين پي وياند زاهد خان په اسلام آباد کې وويل چې نن داسفنديار ولي او دامين فهيم ملاقات شونى وو خو اسفنديار ولي دنه خلاصون پر بنسټ بخښنه وغوښته او له امين فهيم سره يې ونه ليدل . امين فهيم په پاکستان کې دحکومت دجوړېدو هڅي کوي او له سياسي مشرانو سره يې دليدلو کتلو لړۍ روانه ده ، ددغه خبر دخپرېدو پر مهال امين فهيم او دجمعيت علماى اسلام دفضل رحمان ګروپ مشر مولانا فضل رحمان هم دااوس په اسلام اباد کې له امين فهيم سره په خبرو بوخت دى .