کندهار افغانستان: د کندهار په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د سړک د غاړي ځاى پر ځاى سوي ماين ١٥ تنو مرګ ژوبله واړوله ياده چاودنه نن غرمه يوولس بجې د ارغنداؤ ولسوالۍ د دلاهور کلي ته څېرمه پر يوه لويه لار د ملکي وګړو د سپرلۍ پر مني بس موټر سوې چي پکښي اته تنه ماشومان، څلور ښځې او درې نور نارينه وژل سوي او يو بل تن ژوبل دى.
د کندهار ولايت امنيتي چارواکي د پېښي پړه پر وسله والو طالبانو اچوي خو خپله طالبانو په دې ا ړه څه نه دي ويلي خو په خپله يوه ويب پاڼه کي يې خبر ورکړى چي نن سهار شاوخوا ٥ بجې يې د ارغنداو ولسوالۍ د کاغانک په سيمه کي پر امريکايانو د ماين دوې چاودني کړي او هغوى ته يې د سر او مال د زيان د اوښتو خبره هم کړې .