د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو ازموينه
واشنګتن پوسټ:
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو ازموينه، دا د هغې ليکنې سرليک دي چې واشنګتن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې ده.
د دې مقالې په يوې برخې کې لولو چې د ولسمشر بارک اوباما په ادارې کې دا خبرې تودې دي چې اسامه بن لادن ووژل شو او دا هغه هدف دي چې لس کاله مخکې امريکا ټاکلي وو، اوس چې دې ته رسيدلې يوو نو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتلو ته لاره هواره شوې ده او پر دې لارې تلل پکار دي.
د ورځپاڼې په وينا هغه کسان چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي، وايي، چې څومره ژر کيداي شي بايد دا کار وشي خو په دې کې شک نه شته چې ژر تر ژره د پوځيانو ايستل به د ناکامۍ سبب شي او امريکا نه شي کولي چې په نولس سوه اتيايمو کلونو کې چې يې يو ځل په افغانستان کې قمار وواهه او لوبه يې بايلوده بيا هغسې لوبه وکړي.
هغه مهال پخواني شوروي اتحاد له افغانستانه خپل ځواکونه په شا کړل او له همدې سره امريکا هم افغانستان ته شا کړه چې بيا دغه هيواد د ترورستانو په ځالې بدل شو. واشنګتن پوسټ ليکي، اوس بايد ولسمشر اوباما د اعتدال يوه لاره خپله کړي.
د ورځپاڼې په وينا دا سمه ده چې په افغانستان کې او له ترورزم سره په مبارزې کې برياوې ترلاسه شوې دي خو ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ وويل، موږ په اوړي کې د پوځيانو وتل پيلوو. اوباما زياته کړه چې د اسامه به لادن له وژلو او د طالبانو د هلوځلو له مخنوي سره ډيرو هغو هدفونو ته چې لس کاله مخکې يې موږ هيله لرله، رسيدلې يوو. خو د واشنګتن پوسټ په وينا ولسمشر اوباما دا ونه ويل چې دا پرمختګونه تر څه بريده د افغانستان په اړه د امريکا پر تګلارې اغېز کوي.
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر اوباما په ادارې کې دغه ډول ضد او نقيض بحثونه او نظريات د دې څرګندويي کوي چې لاهم ډير وخت ته اړتيا شته چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره سم پروګرام سره سم شي.
ګارډين:
همدغه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه يوې بلې ورځپاڼې، ګارډين دا پوښتنه کړې ده، په ريښتيا امريکا له افغانستان او عراقه وځي؟
ورځپاڼه وړاندې ليکي، امريکا لاهم په افغانستان کې دې مرحلې ته نه ده رسيدلې چې ښکاره ووايي، کارونه يې هلته بشپړ شوې دي.
ګارډين بيا څرګندوي، د برياليتوب او پرمختګ په اړه خبرې ښايي تر يوه بريده حقيقت ولري خو دا خبرې د دې لپاره هم کيږي چې امريکايي چارواکي غواړي چې دا ښکاره کړي چې ديرش زره اضافي عسکر چې يې افغانستان ته واستول هغوي بې لاسته راوړنو نه وو او همدوي وو چې له افغانستانه يې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړه.
خو ګارډين زياتوي چې په سپينه ماڼۍ او دفاع وزارت کې د تړليو ورونو تر شا دا بحثونه تاوده دي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا له ملي ګټو سره سرخوري؟!
پرته له دې چې پر دې فکر وشي چې افغانان د امنيتي چارو منلو ته تيار دي يا امريکا په ريښتيا خپلو هدفونو ته رسيدلې ده، دا پوښتنه لور د لور کيږي، که امريکا غواړي چې خپل پوځيان له افغانستانه وباسي نو بيا ولې له افغانستان سره د اوږدمهاله ستراتيژيکې همکارۍ په اړه خبرې کيږي؟!
ګارډين ورځپاڼه بيا دا نتيجه اخلي، که هرې خوا ته له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو خبره کيږي خو د تړليو ورونو تر شا په امريکا کې اکثريت پوهيږي چې داسې ژر به هم امريکايي عسکر افغانستان ته شا نه کړي.