کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٤ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

کندهار : د ١٤ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت د امنيت آمر سمونوال شېرشاه يوسفي وايي چي تېره اوونۍ يې څوارلس شکمن کسان نيولي چي ګمان کېږي په وسله والو بريدو کي يې لاس لاره . د نوموړي په وينا چي نيول سوي کسان تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دي . او په اړه به يې وروسته پرېکړه وسي . نوموړى همدا ډول يادونه وکړه چي تېره اوونۍ يې شاوخوا لسو وسله والو ته مرګ ژوبله هم اړولې .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .