کور / تازه خبرونه / کندهار : د لسو وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار : د لسو وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت د امنيت آمر سمونوال شېرشاه يوسفزى وايي چي په دې ولايت کي يې لس تنه وسله وال وژلي او يو تن يې ژوبل کړى دئ . د نوموړي په ونيا چي ياد وسله وال يې په ښار دننه او اړونده ولسواليو کي د يو شمېر عملياتو په ترڅ کي وژلي او ژوبل کړي دي . نوموړى وايي چي په دې عملياتو کي يې يو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيولي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .