کور / تازه خبرونه / ورځباڼو ته کتنه

ورځباڼو ته کتنه

بهرنيان : اولادونه مو په افغانستان کي د څه لپاره قربانۍ ورکوي؟
نړېوالو چاپي خپرونو د افغانستان ته اړه ځانګړې مقالې او تحليلونه خپاره کړي چې لنډيز يي جاناقا الکوزي برابر کړي دي.
ټايمز:

لندن چاپ، ټايمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې: په افغانستان کې د سولې وخت رارسيدلي، بهرني ځواکونه هر څومره ژر چې کولاي شي له افغانستان څخه بايد ووځي – تر سرليک لاندې يوه مقاله ليکلې ده.

ورځپاڼه ليکي:

دوي ته د ورځې او شپې له خوا د خلکو برېښنا ليکونه يا ايميلونه رسيږي او ټول په کې په افغانستان کې د بهرنيو عسکرو د وژل کېدو خبرونه ورکوي خو توپير په کې دا وي چې مرګ ژوبله ورځ تر بلې متفاوته وي.

ټايمز ليکي:

د دغو خبرونو په اورېدو او ليدو سره په لويديځو هېوادو کې له خلکو سره دا پوښتنه پيدا کيږي چې،اولادونه يي په افغانستان کې د څه لپاره قربانۍ ورکوي؟

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې فاسد حکومت واکمن دي، ښځې لا هم د جنسي تجاوز قرباني کيږي خو همدوي په زندانونو کې اچولې کيږي او له سترو ښارونو بهر د خلکو په ژوند کې زيات بدلون نه دي راغلي.

جګړه ماران خپلې ملوک الطايفي واکمنۍ ته لا هم دوام ورکوي او د قانون حاکميت د بډايو او پانګوالو په خدمت کې دي چې له ژوند نه زيات خوند واخلي.

ټايمز ورځپاڼه وړاندې ليکي:

که چيرې په افغانستان کې جګړه د عامو خلکو د فکرونو او زړونو خپلولو په مقصد وي نو لويديځ عسکرو يو نا ممکنه ماموريت په غاړه اخيستي.

د ورځپاڼې په باور، تاسې په خلکو باندې د ځان د ګرانښت په مقصد هغوي وژلاي نه شي.

په افغانستان کې د بهرنيو عسکرو محبوبيت کم شوي او ان جمهور رييس حامد کرزي هم وايي، ناتو په افغانستان کې له دې خطر سره مخامخ ده چې خلک يي د اشغالګر ځواک په نامه وپيژني.

ټايمز ليکي، دا هم اسانه کار نه دي چې له طالبانو سره له لسو کلونو جګړو وروسته له هغوي سره سوله وشي، خو په افغانستان کې د دښمنو ډلو تر منځ د سولې تاريخ هڅونکي دي او که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتل پيل کړي نو ولسمشر کرزي به د سولې لپاره ډېره قوي انګيزه په خلکو کي پيدا کړي.

ورځپاڼه زياتوي، په افغانستان کې د عسکرو مرګ ژوبله حتمي وه، خو د نورو عسکرو استول دغې قربانۍ ته د احترام معني نه لري. په داسې يوه حالت کې به غوره دا وي چې بهرني ځواکونه افغان امنيتي ځواکونه وروزي او په دې توګه دوي ته د وتلو لار هواره شي.

ګارډين:

انګلستان چاپ ګارډين ورځپاڼې په يوې مقالې کې ليکلې، روسيه له طالبانو سره په خبرو کې مهمه ونډه اخيستلاي شي.

ورځپاڼې په ملګرو ملتونو کې د المان د سفېر پيتر ويتيګ خبره راخيستې چې وايي، که چېري روسيه، هند او چين په طالبانو باندې د لګول شوېو بنديزونو په ليرې کولو سلا شي، د طالبانو د مشرانو د حرکت لپاره به لار هواره شي او له هغوي سره به د اړيکو ټينګولو امکان هم پيدا شي.

د ويتيګ په باور، که چېرې روسيه د ملګرو ملتونو امنيت شوري کې هڅه وکړي، نور به هم د ځان ملګري کړي او د ملګرو ملتونو د ۱۲۶۷ نمبر سند کې چې د القاعده شبکې او طالبانو د ۴۵۰ تنو مشرانو نومونه په کې درج شوي، بدلون راولي، په دې معنې چې د القاعده شبکې د غړو او طالبانو توپير به په کې وشي.

د ورځپاڼې په نظر، که دا ډول اقدام وشي نو د دولت مخالفان به هم ډاډ حاصل کړي چې حکومت په مسلې کې جدي دي او دوي به هم له خپلو سنګرونو او د پټيدو له ځايونو را ووځي.

په دې کار سره به طالبانو ته دا امکان برابر شي چې په بهر کې دفتر پرانيزي او د افغانستان جګړې کې شامل ټول اړخونه به د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.