زموږ پښتني ټولنه د نړۍ له لرغونو ټولنو څخه یوه ټولنه ده . پښتونوالي یا افغانیت دافغانانو دتاریخ په اوږدو کې دملي احساس،ملي هویت او ټولنیز ژوندانه په برخه کې یوه ستره برخلیک ټاکونکي ونډه درلودلي ده . پښتونوالي د پښتونو افغانانو په فکرونو کې د لرغونو زمانو څخه دیوي پټي خزاني په څیر ساتل شوي ده .
د پښتونوالي فلسفه نه لیکلي شوي حقوقي نورمونه ،ارزښتونو،اخلاقي اصول او دودیزه ټولنیز قانون دی چې د پښتنو دقبایلي ټولني دلرغوني دودونو اودنن ورځي دمدني ټولني ترمنځه خورامهم اړخونه او اړیکي جوړوي .پښتونوالي دپښتون دهویت پیژندپاڼه ده .پښتونوالي په نړۍ کې دافغان دژوند ژوندلیک ثبوت دی .
دپښتونوالي ټرمینالوجۍانسان ته ریښتینوالي،ښیګنه، د ارادې ځواکمنتوب،نه ماتیدونکې،نه تسلمیدونکې افغاني لوړهویت ، لوړ کرکټر اوعالي همت ور زده کوي . پښتونوالي د پښتونو دولسي منځلاریتوب ،د سولیزه ژونداو د ورورګلوي لاره ده، پښتونوالي د زغم او زغملو ستر کولتور دی . په پښتونوالي کې انسانیت ،افغانیت ، اسلامیت ،بشري حقوق ،انساني کرامت ،دیوي متمدني ټولني ټولنیز نورمونه او ارزښتونه شته . پښتونوالي نږدي سل ټرمینالوجیک اصول یا اصطلاګانې لري ، له دغې اصولوڅخه یو څو په لاندې ډول دي . جرګه،مشر،میلمستیایا میلمه پالنه، ننګ ،تیږه ، روغه ،عزت، میړانه ، شمله ،غیرت، بدرګه، اشر، ننواتي او بدل دي، چې له نننۍ متمدني نړۍ نه هم یو قدم مخته انساني دودونه او ارزښتونه دي او هر انسان ته د منلو وړ نورمونه دي . په پښتونوالي کې دانسان او انسانیت بیه ډیره لوړه ده .
د بلګې په ډول بدل اکثرآ په غلطه مانا یعني انتقام ژباړل یا تفسیر کیږي چې داسي نه ده ، بدل یعني هر هغه ناوړه غیرانساني عمل یا جرم چې ترسره شوي دی ،یواځې هغه نا حقه ناراوه عمل باید بیرته پرځای شي . پښتانه هغه بدي چې په روغه نه وي بدله شوي ، چا ته یې نه پریږدي . د هري بدي لپاره ننواتي په کار نه ده .متل دی ،هغه خوند چې په بښنه کې شته ،په انتقام کې نشنه .
ننواتي ،له هر انسان سره چې ده کوم بې ننګه او بې ناموسه عمل نه وي ترسره کړي ننواتي کیږي ،پښتون په ننواتي کې د خپل سر دښمن ته په خپل کور کې پناه اوځای هم ورکوي او دهغه امنیت د خپل دسر په بیه هم ساتي .د دغي افغاني ستر کولتور او مدني انساني پدیدي په اړه د نړۍ د فلم جوړولو ستري کمپنۍ هالیوډ یو فلم په نامه د ( کندهار کې روسي سرو لښکرو ټانک ) جوړکړي . ددغه فلم اصلي ټکی د پښتونولي فلسفه ، میلمه پالنه، میړانه او د افغاني هویت نه ماتیدونکي نه تسلمیدونکي کرکټر او ریښتینولي دی . په فلم کې نړیوالو ته د پښتني ټولني متمدن ټولنیز نورم او دپښتونوالي کوډ څرنګوالي په ډیر ښه ډول ښودل کیږي .
ننواتي بیا کله چې د دوو پښتنو کورنیو یا قومونو ترمنځ شخړه رامنځ ته شي، بیا د روغې جوړې د کولو لپاره هغي کورنۍ یا قوم چې خپله ګناه اوغلطي منلي وي،د بښني لپاره ننواتي ورځي،ننواتي دموضوع د څرنګوالي پوري هم اړه لري . د ښه سړي او د بد سړي توپیر په دې کې دی چې ښه سړي په خپله غلطي او ګناه اعتراف کوي .
پښتونوالي د افغان قبایلو ایدیالوجۍ بنسټ جوړوي چې تشریعي حقوقي نورمونه او اخلاقي اصول لري .
پښتونوالي تراسلام مخکې د افغانانو د قبیلوي ټولني د خپلواکې ،مقاومت ، ټولنیز، سولیز دودیزه ژوند نه لیکل شوي اصول او قانون وو .پښتونوالي د پښتنو د ننګ اوعزت کوډکس یا د یو با عزته ژوند شیفر دی . پښتونوالي د افغانانو د ژوندانه یوه ځانګړي فلسفه ده .پښتونوالي دځمکې پر مخ د هر با عزته انسان لپاره د ننګ ،غیرت او انساني ژوند یوسینګار تون ګرځیدلي شي،پښتونوالي په لوی افغانستان کې تراوسه دافغانانو ترمنځ د ګډ سولیز ژوند اصلي ا صول او د ملي یووالي منځ زړي جوړوي .
په افغانستان کې داسلام سپیڅلۍ دین الهي احکام او ارزښتونه له افغانې زاړ و ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، نورمونو او نرخونو سره ګډ شوي دی . له دې امله پښتونوالي یا افغانیت له اسلامیت سره په ټکر کې نه ده . اسلام په افغانستان کې لکه د نړۍ نور اسلامي هیوادنو په شان خپل افغاني روحیه او رنګ لري .
د پښتونوالي اصول په هیڅ صورت دقران کریم او د اسلامي شریعت سریع احکام له پامه نه نشي غورځولي او نه یې ماتولي شي . ځکه پښتونوالي دانسانانو نه لیکل شوي قانون دی اود اسلامي شریعت سریع احکام الهي احکام دي . هغه حقوق چې الله ( ج ) خپل بنده ورکړي پښتونوالي هغه مني ،ورته درنښت لري او د همدغو حقوقو، احکامود پلي کولو ننګه هم کوي .ځکه دپښتونوالي ارزښتونه هم د انساني ژوند، ټولنیز امن نظم او عدالت لپاره رامنځته شوي دي . دا هغه ټولنیز نورمونه دی چې ریښې یې له اسلام څخه نه بلکې څو زره کاله مخې کې له اسلام څخه له پښتونوالي څخه اخیستل شوي دي . دا ټولنیز ارزښتونه او دودنه په پښتونوکې دي .د پښتونوالي ارزښتونه او ټولنیز نورمونه دیوي ډیري زاړه پالي ټولني ارزښتونه او نه لیکل شوي پاتي دي ، په شفاهي اوشیفر ي یا د کوډ په ډول یو پښت څخه بل ته همداسي سینه پر سینه او خوله پر خوله رالیږل کیږي . دپښتونوالي اصول بیا په ځینو وختونو کې دلنډۍ یا د شعر په بڼه هم لیکلي شوي ده .
دا ټولنیز ارزښتونه او منل شوي نورمونه په ټولنه کې د ټولنیزه مساوات ، ټولنیزعدالت او ټولنیز امن او نظم لپاره رامنځ ته شوي دي . د پښتونو په ټولنه کې دپښتونوالي نورمونه او انساني ارزښتونه موږ ته ښیې چې پښتنه ټولنه له لرغونو زمانو څخه کمه ابتدایي ټولنه نه وه،بلکې زموږ نیکونو له پخواڅخه دیوي ایدیالوجیکي،پوهي، متفکره او په عدالت ولاړي ټولني بنسټ ایښودلي دی .
دافغانانو دتاریخ او د پښتونوالي په اړه د نړۍ په تاریخي کتابونو کې اود نړیوالي مدني ټولني هر توکمپوه ،ټولنپو ه او حقوقپوه په خپلو لیکنو او څیړنو کې د پښتونو د لرغوني انساني ټولنیزو نورمونو څخه په عزت او درنښت یاده ونه کړي ده .دوی هم اقرار کوي چې پښتني ټولنه له پخوا څخه کومه ابتدایې،اسانه ټولنه نه وو.
پښتونوالي یا پښتون اوسیدل دودیزه قومي قانون دی چې یو پښتون بایدپه څه ډول په ټولنه کې یو پښتون ووسي . ځکه هرڅوک پښتون کیدي نشي . په لومړي سر کې پښتونوالي د پښتونو د عزت کوډکس دی،عزت او ننګ د پښتون یوه ستره انساني معنوي شتمنۍده .په پښتونوالي کې خپل سري عمل او یا پریکړه نشته، هره پریکړه جرګې ته دپوره واک ورکولوڅخه ورسته ټاکل کیږي، دجرګې فیصله د قومي لښکر له خوا خامخا عملي کیږي .
د پښتونوالي ځیني اصول بیا د افغانستان د مډرنو دولتونو له خوا د هیواد په اساسي قانون کې هم تصویب شوي دي . د محاصر افغانستان بنسټ د لوی کندهارد شیر سرخ په لویه جرګه کې ايښودل شوي دی .
د ۱۹۳۱ کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې لویه جرګه دافغانستان دملي سیاست،د دولت دریګوني ځواکونو څخه پاس د دولت یو عالي اورګان په څیر تصویبه شوي .مرکې، جرګې او لویې جرګې په افغانانوکې یومنلي شوي نورم او دود دی ،چې دوی د خپل عامه ژوندانه چارې ، شخړي ،قضیې پرې حل اوفصل کوي . جرګه د یوې خاصې پریکړې لپاره راغوښتل کیږي . د جرګې غړې ټول مساوي حقوق لري،په جرګه کې هر څوک په ازاده توګه دویلو حق لري ،دجرګې مشر مشرتوب نه کوي ،بلکې دې یواځې دجرګې لومړنۍ سړی وي .
دافغان دولتونو په تاریخ کې افغان دولتي چارواکو او مشرانو تل لویه جرګه په دولتي کچه رابللې ده. دولت غواړي له دغه لارې خپلو دولتي پریکړو ته مشروعیت ورکړي ، لکه د ۱۹۶۴ کال لویه جرګې د دولت دولتي فورم وټاکلو. افغانستان یې یو مشروطه شاهي دولت اعلان کړو او د هیواد ولسواکه اساسي قانون د لویه جرګې له خواتصویب شواو ورسره لویي جرګې پریکړه وکړه چې د افغانستان قوانین باید د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي .د ښځو د ټاکنو رښته یا حق، ښوونځي ته د ماشومانواجباري تګ فیصله وشوه .
لویو جرګو د هیواد په تاریخ کې دافغانانو د ملي وحدت ، دافغانانو د خپلواکې ملي احساس ،د هیواد په ولسواکېزه کولو کې ستره برخلیک ټاکوونکې برخه اخیستي ده . دپښتونو ټولنه د نړۍ له سترو دودیزو ټولنې څخه ګڼل کیږي . جرګې او مرکې دافغان ولس یو ډیر زوړ او لرغوني کولتور دی .
د څو لسیزو جګړو، ترخوتجربو، کډوالیو، ټولنیزو او اقتصادي کمزوتیاو زموږ په افغاني ټولنه کې بنسټیز بدلونه راوستي دي . د دیرش کلني جګړو په ترڅ کې دپښتونو د لرغوني دودنو او ارزښتونو ترمنځ اعتماد او اعتبارډیر سخت او دپام وړ اغیزمن شوي دی او په خواشیني سره څوک د جرګو پریکړو ته سر نه ګدي .
په افغانستان کې بېرنیو حالاتو،خوارځواکیو،بي امنیتیو،جنګ جګړو،د مخدره توکو دولت ،په دولت کې مافیایې کړي ، ادارې فساد، دعدالت او بې برې قضایې اورګانود نشتولي له امله ډیرې خلکو یوځل بیا خپلو دودیزه کلیوالي، کورنۍ او قبایلي ارزښتونو ته مخ وراړولې دی . دا دپښتونو د زرګونو کالونو قومي اصول دی . په ځینو پښتني سیموکې د جرګو اومرکو واک او اختیار د پردیو پنجابي، عربي ،اوزبکو اوچیچینایي سخت دریځه اسلامي بنسټپالو په واک کې دي . دوی دقوماندان ملا په اشاره د پریکړو واک له قومي پښتونو مشرانوڅخه دجهادپه مهال کې اخیستي دی، دوی له سختدریزه اسلامي فکر څخه په پریکړوکې کار اخلي .
موږ ټول په دې ډیر ښه پوهیږو چې ډیرو خلکو د اسلام له سپیڅلۍ نامه او قانون څخه په پوهه او یا نا پوهي کې ناوړه ګته اخیستي ده .همداسي د پښتونو په څوزره کلن نه لیکل شوي قانون کې غیر انساني ،غیر اسلامي او غیرمدني افغاني دودونه په پوهه او یا ناپوهي کې ورګډ کړل شوي دي . هر غیر انساني ،غیر اسلامي او غیر افغاني عمل له پښتونوالي سره تړو نه لري . هغه یو جنایې جرمي عمل دی ،پښتانه او پښتي یې نه مني . د جرګو پریکړې چې په ډیرو کې د پښتونوالي له حقوقي نورمونو څخه کار اخیستل کیږي د کم تجربه او کم عمره خلک په لاس کې دي چې دوی د پښتونوالي اصیل مدني ، انساني ، افغاني توکې او بلاخره د پښتونوالي په فلسفه، ټولنیز عدالت ،اصولو او مقرراتوباندې سم نه پوهیږي ، پریکړي او فیصلي د زورو او شتمن سړې په ګټه هم کوي، طبعي ده چې دا پریکړي او فیصلي د پښتونو لپاره دمنلو وړ نه دي . له همدي سره دپښتونوالي ارزښتونه خلکو ته بي ارزښته کیږي او پریکړې نه عملي کیږي . دغو بې مخو بې سټو پریکړو او فیصلو زموږ افغاني ټولنه له نورسیاسي،ټولنیزو،حقوقي ،نویو خپل منځې تریګنیو اوکړکیچونو سره مخامخ کړي ده .کله چې تاریخ ،کولتور ټولنیز اخلاق ،مورال ، لرغوني دودیزه ارزښتونه اومخورتجربه لرونکې قومي مشران لمنځه ولاړ شي ، په ټولنه کې یوه تشه رامنځته کیږي . ټولنیزه وفاداري اعتماد او اعتبارلمنځه ځي ،یواځي د زور او زر یا د مادیاتو کولتور چې موږ یې اوس په سترګو وینو په ټولنه کې حاکم کیږي .
هیله ده دافغانستان پوهنتونونه د ژبواو دبیاتو،ټولنپوهني ،د تاریخ او فلسفي پوهنځې هیوادپال افغان محصلین په دې برخه کې پوهنیزه څیړني وکړي ، ورسره دافغانستان قانون جوړونکې اورګانونه د افغانان دپښتونوالي ځیني نورمونه د نوي مدني ټولني د قانون په چوکاټ کې له سره ولیکي او د غیر انساني،غیر اسلامي اوغیر افغاني ، له ویري ،نفرت اچوونکو او دښمنیو، تربګنیو ډکو پریکړو، فیصلو مخه ونیسي .
۴ . پایله
نن نه یواځې دافغانستان په ښارونو بلکې په کلیوالي سیمې کې افغاني کولتور اودودیزه ټولنه ډیره سخته زیانمنه شوي ده . دافغانستان له تیرتاریخ څخه باید موږ زده کړه وکړو،چې دولس او ملت جوړونې پړونو لپاره د دودیز نظم ،قبیلوي سیستم او د نن ورځ مډرن دولت ترمنځ په یو مناسب ډول جوړ جاړي راشي . په افغانستان کې او د نړۍ په ډیرو دولتونو او ولسونو کې ملي لرغوني ارزښتونه ،دودنه د تولنیز ثبات ،امن او نظم خورامهم توکې دي . افغانان که خپل ګډ کور، ملي کولتور ، ټولنه،ټولنیزې نورمونه ، دودونه اوافغاني لوړ مورال ساتل غواړي، نوباید ریښتني پښتي،پښتو یا پښتونوالي بیا را ژوندي کړې .
پښتونوالي د ارزښتونو او د نورمونو سیستم دی چې د یو افغان انفرادي یا شخصي ، ټولنیز ژوند ډول او دیو پښتون د اوسیدلو بڼه ورښیې او بلاخره افغانیت ورښیې چې یو پښتون دنړۍ څخه په څه ډول یوانځور اخیستي دی . پښتونوالي ټوله په ننګ اوبې ننګي،په توره او عقل،په ورورګلوي او ټولنپوهنه باندي راڅرخي .
پښتون مجبور دی د پښتونوالي د اصولو پر بنسټ لومړۍ دهر کمزوري انسان تر شاودریږي ،بیا د خپلی کورنۍ ، قوم او د خپل ټول مظلوم بې دفاع لروبر افغان ولس تر شه ودریږي .
دیرش کلني اوږدې جګړې د افغانانو ټول مادي او معنوي بنستونه له منځه وړي او هغه چې پاتي دی په بې کچه توګه کمزوري شوي دي .زموږ په افغاني ټولنه کې ډیر نور ارزښتونه هم له ګواښ سر ه مخامخ شوي دي . په تیر بیا پښتونوالي له سترو کړکیچونه او ګواښونو سره مخامخه ده . د پښتونو دودیزه قومي مخور خانان او قومي مشران په خپل طبعي مرګ او دچا له خوا قصدآ وژل شوي دي .دا په دې مانا نه ده چې د پښتونو قبایلي دودونه او د واک سیستم ورک او یا وژل شوي دی . د پښتونو د واکمني زوړ او پخواني سیستم هغه مهال بیر ته راګرځي چې دولت دافغان قبایلي ولس هغه منل شوي انساني ارزښتونه او دودونه په ریښتني ټوګه په خپلو قوانیونو کې منعکس کړي . تر څو پښتانه په دولت کې د خپل ځواکمن ملي هویت احساس وکړي او دوی له قبیلویت څخه ورو ورو ملت جوړوني او ملي یووالي ته مخه کړي .ورسره د دوی قبایلي ځواک او سیستم د ننني مډرني ټولني او اسلامي هویت په چوکاټ کې قانونآ تنظیم شي .له یوې خوابه د پښتونو له لاسه وتلې واک او ځواک بیر ته را وګرځې اوله بلي خوابه افغانستان بیا په خپلو پښو ودریږي . یوه ارامه،سولیزه افغاني مدني ټولنه دخپلو ملي حقه حقوقو سره په سیمه کې په خپلو مټو اوستنو راڅرګنده شي .
داسي هم نه ده چې قبایل اوس هم په اوسني نړیوال کلي کې دولتي قانون یانظام نه مني ،دوی دنړۍ د نورو ولسونو په پرتله په ټولنه کې د قانون تشه د پخواڅخه ډیره ښه احساس کړي ده ،له همدي امله دوی د پښتونوالي ټولنیز قانون ته په خپله ټولنه کې وده ورکړي ده . د قبایلو په ځینوبرخوکې د انګریز د ایف . سي . ار. غیر انساني تور قانون او په ځینو برخو کې بیا د دولتي قانون دنه شتون له امله پښتانه له د ډیرو بشري حقوقو او د ژوند له اسانتیاو څخه محرومه شوي،د نړېوالو له نورمال ودې څخه په انذوا کې ساتل شوي دي . هغو دولتونو چې د افغانستان قبایل له پامه غورځولي، قبایلو هم هغه دولتونو له پامه خورځولي دي، دا د دې لامل شوي چې دافغان دولتونو بې ثباته اود لمنځه تللو لاړ ورته خلاصه شي .يرغلګرو دولتونو چې پرافغان دولتونو برید کړي،دوی ته هم ددې ټکې پته وي چې دافغان دولت اوافغان ولس ترمنځ نورما ل اړیکې نشته .
قبایل د افغانستان په سياسي، پوځې او کولتوري ژوند کې یو ځانګړي سیاسي بیړني د غبرګون ستر برخلیک ټاکوونکې ځواکمن ځواک دی . قبایلي ځواک هیڅکله افغانستان یې له پامه غورځولي نه دی او د افغان ولس یوه خورا ستره مهمه بر خه ده . پښتونوالي دپښتونو د بیا یوالي ، اتحاد او اتفاق لپاره خورا مهم توکې دی . افغانان باید په خپله د خپل افغاني ،لرغوني منځلاري ملي کولتور اوملي تاریخ سمه پالنه او درنښت وکړي . زموږ ډنده ده چې افغاني لرغوني ټولنیز ارزښتونه په امانت سره خپلو راتلونکې نسلو نو ته ور وسپارو .هو پښتون ضدقوقونه اوبې کولتوره انسان زموږ ځواکمن افغاني احساس او لرغوني ارزښتونو ته درنښت نه لري .
پای