کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٥ تنو د سولي د پروسې سره د يو ځاى کېدو خبر ورکړل سو

کندهار : د ١٥ تنو د سولي د پروسې سره د يو ځاى کېدو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت د ملي امنيت رئېس جنرال نعيم مؤمن وايي چي تېره اوونۍ يې د سولي د پروسې د هڅو په پايله کي پنځلس تنه وسله وال د سولي د پروسې سره يوځاى کړي . د نوموړي په وينا چي يادو وسله وال مخکي تر دې د کندهار او هلمند په ولايتو کي وسله وال فعاليتونه کول خو اوس د دوى د هڅو په پايله کي بېرته د حکومت سره يوځاى سول . نوموړى وايي چي په دې اړه به نوري هڅي هم کوي تر څو نور وسله وال د سولي د پروسې سره يوځاى سي .
دا لومړى ځل نه دئ چي ياد رياست د سولي د پروسې سره د وسله والو د يوځاى کېدو خبر ورکوي بلکي تر دې وړاندي هم ديو شمېر وسله والو د يوځاى کېدو خبر ياد رياست ورکړى دئ . خو کله کله يې طالبان در کړي او يوځاى سوي کسان د خپلو جنګياليو د ليکو کسان نه بولي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .