په کندهار ولايت کي نن ورځ چي د جوزا د مياشتي د ١٨ مي نېټې سره سمون خوري تر غرمې وړاندي اوونيزه امنيتي غونډه د دې ولايت د ولايت مقام د غونډو په تالار کي چي د دې ولايت امنيه قوماندان ، د ملي امنيت رئېس او نورو اړونده چارواکو پکښي ګډون کړى و د مرستيال والي انجينر محمد قادري په مشرۍ جوړه سوه .
په غونډه کي د تېري اوونۍ په اوږدو کي هري ادارې د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندي کړل او تر هغه وروسته مرستيال والي په خپلو خبرو کي وويل چي د ټولو ادارو تر منځ بايد همږغي نوره هم زياته سي او همدا ډول دي د امنيت په برخه کي اړين ګامونه پورته سي .