د افغانستان د ترافيکو عمومي رئېس مل پاسوال نورالدين همدرد وايي چي د ٥ مياشتو په اوږدو کي به د کندهار ښار د ننه ټولو بې پلېټه موټرونو ته پلېټ او د ګرځېدو اجازت پاڼي ورکړل سي .
نوموړي نن له غرمې وروسته د کندهار ولايت د رسنيو د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي د همدې ولايت د ترافيکو د مدير او د ولايتي شورا له غړو سره په ګډه خبري غونډه کي خبري کولې او زياته يې کړه دلته به ټولو بې اسناده موټرونو ته کمپيوټري پلېټونه او د افغانستان په کچه د تګ جوازونه ورکړل سي.
نوموړي همدا ډول زياته کړه چي دغه پروسه د افغانستان د وزيرانو شورا له خوا د ځانګړي مصوبې وروسته يوه مياشت وړاندي په کندهار ديوې ځانګړي کمېټې له خوا پيل سوې چي ٥ مياشتي به نوره هم وغځيږي. او تر اوسه دوه زره بې پلېټه موټران ثبت سوي . په کندهار کي د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله خان وويل چي ددوى له خوا د ترسره سوو سروې ګانو له مخي دامهال په کندهار کي ټولټال ٢٥ زره بې پلېټه موټرونه تګ راتګ کوي چي ورته به اسناد ورکړل سي.
نوموړي وويل چي دغه موټرونه به پنځه کاله وروسته د استفادې وړ نه وي، پلېټ او د تګ جواز به بېرته د ترافيکو مديريتو ته سپارل کېږي او موټرونه به پرزه کېږي.